طالبانو په بدخشان کې یوه ښځه د محرم نه لرلو له امله په ډزو ټپي کړه

۸صبح، بدخشان: بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې یوه ښځه د محرم نه لرلو له امله په ډزو ټپې کړې ده.
د سرچینو په وینا دغه پېښه دوشنبه د مرغومي پر نولسمه نېټه د بدخشان د بهارک ولسوالۍ په مرکزي ښارګوټي کې داسې مهال شوې، چې دغه ښځه د خپلې اړتیا وړ توکو د پېرلو لپاره بازار ته تللې وه.
ویل کېږي، چې دغه ښځه اوس د ټپ د درملنې لپاره په روغتون کې بستر شوې ده.
ټپي شوې مېرمن ۲۶ کاله عمر لري او د بدخشان د وردوج ولسوالۍ اوسېدونکې ده.
هغه د بهارک ولسوالۍ په ششپل سیمه کې اوسېږي او خاوند یې له سقوط وروسته ایران ته کډوال شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د ۷ ښځو په ګډون ۳۶ تنه په بېلابېلو تورونو د خلکو په مخکې په دُرو وهلي دي.