طالبانو په بلخ کې دوه کسان په ډزو ویشتلي

۸صبح، بلخ: په بلخ ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې طالبانو د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یو ځوان په ډزو وژلی او د هغه تره یي ټپي کړی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د شنبې په ورځ (د غبرګولي په ١٣مه)، د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د بند امير هوټل ته څېرمه رامنځته شوې ده.

طالبانو د یاسین پر موټر په داسې حال کې ډزې وکړې چې هغه د واده په مراسمو کې له خپل یوه ملګري سره له فزیکي جګړې وروسته له خپل پلار او تره سره د تیښتې په حال کې و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو د وژل شوي تن ټپي تره او پلار هم نيولي دي.

د بلخ ولایت د اوسېدونکو په وینا، دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په دغه ولایت کې له څېړنو پرته پر ملکي وګړو ډزې کوي، بلکې له دې وړاندې هم څو ځله د دې ډلې له خوا له کوم لامل پرته په ځينې کسانو ډزې شوي او وژل شوي دي.

په وروستۍ پېښه کې د تېر کال په پای کې ۸ تنه په مزارشریف ښار کې وروسته له هغه ووژل شول چې طالبانو پر یوه موټر ډزې وکړې.

ورته لیکنې

Back to top button