طالبانو په پروان کې ښځینه خیاطۍ وتړلې

۸صبح، پروان: په پروان کې ځایي سرچینې وایي چې د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په دې ولایت کې ښځینه خیاطۍ تړلې دي.

سرچینې نن شنبې د لیندۍ په ۵مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې په پروان کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې کارکونکو د ښځینه خیاطیو فعالیت «حرام» بللی دی.

د سرچینو په وینا، طالبان د تېرې اونۍ په چهارشنبې د چاریکار ښار په بېلابېلو سیمو کې د خیاطیو کارکوونکو ته ویلي چې خپلې هټۍ وتړي. طالبانو په پروان کې خیاطانو ته ویلي چې بل کاروبار وکړي.

پر افغانستان پر افغانستان له واکمنۍ وروسته پر خلکو په تېره بیا ښځو زیات محدودیتونه لګولي دي. دا محدودیتونه د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي.

ورته لیکنې

Back to top button