طالبانو بدخشان کې د مېرمنو غږ رادیو وتړله

۸صبح، کابل: بدخشان کې ځایي سرچینې وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو په دې ولایت کې د مېرمنو غږ رادیو وتړله.

ځايي سرچینې وايي چې طالبانو دغه راډیو پنجشنبې د وري په لسمه، د بدخشان ولایت فیض آباد ښار کې تړلې ده.

سرچینې وړاندې وايي چې طالبانو د مېرمنو د رادیو د تړلو پرمهال ويلي دي چې د یادې راډیو خپرونې د هغوی له پالیسي سره په ټکر کې وې.

هغه پالیسۍ چې طالبانو په بدخشان کې د مېرمنو راډیو لپاره ټاکلې وې د موسیقي نه خپرول، د ښځو له لوري د ژوندیو برنامو پر لاره نه اچول او په نرمه لحجه د ښځینه کارکوونکو خبرې نه کول دي.

بدخشان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست چارواکو ددغې رسنۍ مسوولینو ته ګواښ کړی چې وروسته له دې د فعالیت حق نه لري.

د مېرمنو د غږ راډیو په بدخشان کې په ښځو پورې اړوند یوازینۍ رسنۍ وه چې شاوخوا پنځه کاله پخوا یې په فعالیت پیل وکړ او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته یې هم فعالیت درلود.

پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت وروسته ددغې ډلې له لوري د لګول شویو محدودیتونو له امله لسګونه غږیزې او انځوریزې رسنۍ له فعالیت نه پاتې دي.

ورته لیکنې

Back to top button