طالبانو په سمنګان کې د واده د سالونونو فعالیت بند کړ

۸صبح، سمنګان: سمنګان کې باوري ځایي سرچینې د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې د واده د سالونونو د فعالیت له درولو خبر ورکوي.

سیمه‌ییزې سرچینې سه شنبه د مرغومي پر دیارلسمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست یکشنبه د مرغومي له یوولسمې نېټې راهیسې په ایبک ښار کې د واده د صالونونو دروازې تړلې دي.

د سرچینو په وینا دغه ریاست د دې کار لامل له فحشا مخنیوی او د «اسلامي شریعت» تطبیقول بولي.

سرچینې زیاتوي، چې تراوسه د واده دوه محفلونه د سالونونو د تړل کېدو له امله ځنډول شوي دي.

د ویلو ده، چې په ایبک ښار کې د واده یوازې درېیو سالونونو فعالیت کاوه او د سمنګان اوسېدونکو په دغو ځایونو کې د خوښۍ مراسم ترسره کول.

د طالبانو دغه اقدام د ایبک ښار د اوسېدونکو او د سالونونو د خاوندانو له خوا له نیوکو سره مخ شوی دی.

ورته لیکنې

Back to top button