طالبانو په ننګرهار او کونړ کې د زده کړیالانو د اعتراض مخه ونیوه

۸صبح، ننګرهار: سیمه ییزې سرچینې وایي، چې طالبانو د ننګرهار او کونړ په پوهنتونونو کې زده کړیالانو ته اجازه نه ده ورکړې، چې پر کاج ښوونیز مرکز د برید د قربانیانو د یادون مراسم ترسره کړي.
د ننګرهار پوهنتون یو محصل، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي سه شنبه د تلې پر دوولسمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د دغه پوهنتون یو شمېر محصلانو غوښتل پر کاج ښوونیز مرکز د برید د غندلو او د قربانیانو د یادون لپاره یوه اعتراضي ناسته جوړه کړي.
د دې سرچینې په وینا طالبانو په ننګرهار کې د دغې ناستې له جوړېدو د مخنیوي لپاره محصلان ګواښلي دي ترڅو داسې اقدام ونهکړي.
د کونړ له سیدجمالالدین پوهنتون څخه یوه بله سرچینه وایي، چې د دغه پوهنتون زیات شمېر محصلانو غوښتل پر کاج ښوونیز مرکز د برید د غندلو په تړاو د دې برید د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په موخه یوه ناسته جوړه کړي؛ خو طالبانو د هغوی مخه نیولې ده.
اخوا نورې سرچینې وايي، چې طالبانو د کاپيسا د البیروني پوهنتون یو شمېر محصلان، چې تېره ورځ یې د کاج د پېښې له امله اعتراض کړی و نیولي دي.
په وروستیو څو ورځو کې د هرات، بامیان او بلخ پوهنتون محصلانو او همداراز په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې زده کوونکو پر کاج ښوونیز مرکز برید غندلی دی.
د هغو شمېرو له مخې، چې یوناما پر کاج ښوونیز مرکز د برید له تلفاتو خپرې کړې دي ۵۳ تنه، چې ډېری یې نجونې دي په دغه برید کې مړه او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.