طالبانو د زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د تللو کارکوونکو او استادانو معاشونه بند کړل

۸صبح، کابل: د طالبانو «د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمیسیون» پرېکړه کړې، چې د هغو کارکوونکو او محصلینو معاشونه، چې بهرنیو هېوادونو ته د زده کړو لپاره تللي بند شي.

په هغه مکتوب کې چې د روانې میاشتې پر ۱۷ خپور شوو ویل شوي، چې «شته مالي وضعیت ته په پام» د هغو کارکوونکو او محصلینو معاشونو چې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې د زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته تللي یا په راتلونکي کې ځي ودرول شي.

د جمهوریت پرمهال هر کال سلګونه استادان او دولتي کارکونکي د ظرفیت د لوړولو پرګرام له مخې د زده کړو د دوام لپاره بهرنیو هېوادونو ته لیږل کېدل او د هغوی میاشتني معاشونه نه پرې کېدل.

له بلې خوا هغه زده کوونکي، استادان او کارکوونکي، چې د لوړو زده کړو وزارت له لارې د زده کړو د دوام لپاره بهرنیو هېوادونود ته لېږل شوي وو د خپلو معاشونو او امتیازاتو له نه ورکولو شکایت لري.

هغوی وایي، چې اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ښایي د زده کړو دورې پوره نه شي کړای.

 

ورته لیکنې

Back to top button