د طالبانو نظام؛ اسلامي صبغه ډېره لري که استبدادي؟
لیکنه: اتل سالار هاشمي

هېواد کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته، د هغه بدیل؟ طالباني نظام شو چې دوی يې د اسلامي امارت په نوم یادوي. د نظامونو له نومونو سره د اسلامي وروستاړی یا مختاړی د زیاتره اسلامي هېوادونو د نظامونو په نومونو کې تر سترګو کېږي.
دلته به څو شېبې پر دې فکر وکړو، چې د طالبانو نظام پخپلو اجراآتو کې اسلامي لارښوونو ته ډېر نژدې دی او که یوه استبدادي بڼه لري؟
طالبان د خپل امیر په اړه تر لومړۍ مشورې وروسته، بیا نه بل ځل مشوره کوي او نه انتخابات، همدا یو کس به تر خپله ژونده امیر وي، که څه هم دوی ددې لپاره ديني استدلال وړاندې کوي، اما هغه دلیل يې په غوڅه توګه ناسم دی او د دین له عمومي پيغام او هدایاتو سره هيڅ سمون نه لري، طالبان او نورې اسلامکارې ډلې وايي چې حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم پخپل وخت کې، هم امیر و او هم نبي، هغه پخپل ژوند کې بل کس د امیر په توګه نه دی مقرر کړی، نو اوس چې څوک امیر تعینېږي، هغه باید پر نبي نقش و قدم ولاړ شي او تر خپل وروستي عمره امیر پاته شي.
په دې تعبیر کې یوه تېروتنه دا کېږي چې د نبي او خلیفه ترمنځ توپير ته په کې پاملرنه نه ده شوې!
دویم ټکی دادی چې قران کریم کې مسلمانانو ته د ټولنیزو چارو په اړه لارښوونه د (وامرهم شوری بینهم) ده؛ نه دا چې یو کس دې د عمر تر پایه خلیفه او واکدار وي! که مسلمانان مشوره سره وکړي، خپل امیر لرې کولای او پر ځای يې د خلکو په خوښه بل کس راوستلای شي.
درېيم ټکی دا له پامه لوېدلی دی، چې د یوه کس د امیریت تاوان په تاریخ کې مسلمانانو لیدلی دی، هر وخت د دین په نوم ناست خلیفهګان او امیران له خپله مسیره بل لور ته تللي دي! دوی هر وخت استبداد کړی دی او هيڅ وخت يې د عدالت لور ته ګام نه دی اخیستی، خپلې شخصي ګټې يې خوندي کړي دي، واک يې میراثي کړی دی، ودونه يې کړي دي، ثروت يې ذخیره کړی دی او له واکه يې ناسمه ګټه اخیستې ده!
نو د یوه کس امیر کول اوس هم عیني زیانونه لري. بالمقابل که تر پنځه کاله یا لس کاله امیر-یا رئیس- شي، هغه کس بالاخره پخپل ژوند کې له واکه ګوښه کېږي، نو د همدې اینده ژوند له امله هم ډارېږي، د خپل قدرت مهال داسې کړنې نه کوي چې سبا يې له همدې کبله بل واکمن محکمې ته را کش کړي.
اسلام ته د منسوبو حکومتونو تر ټوله لویه نیمګړتیا همدا ده چې د خدای په نوم استبدادي واکمني کوي! دا که دوی د خپل ځان لپاره هر ډول امتیاز او د اسلامي نظام ځانګړنه بولي، مګر په واقعیت کې یوه ډېره لویه نیمګړتیا او خامي ده چې هر وخت يې په زیان او نقصان هم تمامه شوې ده.
یوه کس ته بشپړ اختیارات او ټول نظام په لاس ورکول- نن سبا- یوه ډېره نه جبرانېدونکې اشتباه ده، د انسان فطرت داسې دی چې کله قدرت په لاس ورشي، ثروت ورسره زیات شي، نو بیا ترې د هر بدکار تمه کېدای شي! هغه د خپل قدرت غځولو لپاره، هر ناوړه ګام اخیستلای شي، په قدرت کې د پاته کېدو لپاره مال ذخیره کوي، مال په ناوړه توګه را پيدا کوي او له دې لارې بیا غواړي چې خپل مخالفین وځپي، ځواک زیات کړي، پر خلکو رعب واچوي، څوک يې مخالفت کې اوچت نه شي او په ټولو چارو کې د هغه له خوښې سره سم عمل وشي، دا نن د طالبانو امیر همداسې کوي.
د طالبانو د عدلې وزارت همدا اوس تازه د ملاهبة الله اخوندزاده، ۶۵ فرمانونه، حکمونه او لارښوونې په رسمي جریده کې چاپ کړې دي. تاسو فکر وکړئ چې د یوه درست نظام، هېواد او ملت لپاره د قوانینو پر ځای د یوه ملاصاحب فرمانونه او حکمونه د قانون ځای نیسي! دا به څومره استبداد وي او دا به څومره د هېواد، دین، ملت او خپله د نظام په ګټه تمام شي!؟
په دویم قدم کې؛ طالبانو تقریباً پنځه نوي سلنه بستونه، خپلو طالبانو او د دوی همفکرانو ته ورکړي دي. دا بله د استبداد نښه ده، ځکه په قران کریم کې الله تعالی امر کړی دی چې کار اهل کار ته وسپارئ{إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا} [النساء: ۵۸]، په مقابل کې يې طالبانو ته اهل کسان نه دي مهم؛ بلکې خپل کسان او د دوی د حلقې خلک ورته مهم دي، اهل وي که نااهل، دوی يې د نظام په بستونو ور دننه کوي.
درېيم شی عدالت دی؛ اسلام پر عدالت ډېر زیات ټینګار کړی دی، قران کریم امر کړی دی: {إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ} [النحل: ۹۰] الله تعالی د عدالت امر کوي، دا امر په قران کریم کې ګڼ ځایونه بېلابېلو عبارتونو سره راغلی دی. د طالبانو د عدالت په اړه موږ یوه بله مقاله(د طالبانو حکومت کوم قانون پلی کوي؟) هم لیکلې وه، زیات تفصیل يې هلته لوستلای شئ، دلته به يې یوازې لنډه یادونه وکړم، چې طالبانو د خپل نظام کسان تر ننه هم محکمې ته نه دي راوستي! که قتل يې کړی وي، قصاص شوي نه دي، که زنا يې کړې وي، په درو نه دي وهل شي، که لواطت يې کړی وي(چې په دوی کې زیات هم دی)، تر دېوال نه دی لاندې شوی، که غلا يې کړې وي، لاس يې نه دی غوڅ شوی او داسې نور شرعي احکام چې دوی یو هم تر ننه پر خپلو کسانو نه دي جاري کړی، اما دغه ټول احکام يې بیا پر ولس عملي کړي دي.
څلورم ټکی؛ د قانون ساتنه عملي کېدل، نظم او ډسپلین دی. په طالبانو کې دا یو هم نه شته، تر نظم يې بېنظمي خوښه ده، تر قانون يې بېقانوني خوښه ده، تر یوه جوړ قانوني چوکاټ يې خپله د انډیوالۍ چوکاټ خوښ دی.
یو څوک که له لوی کندهار سره اړه ولري، هغه د طالبانو په نظام کې د بدخشان تر یوه تاجیک طالب حتما ډېر اعتبار لري! که څه هم تاجیک پر لایق وي، مسلکي وي او له خپلو خلکو سره په ژبه پوهېږي. دا اوس طالبانو د خپل حکومت لپاره هيڅ قانون نه لري، ټول نظام يې پر انډیوالي ولاړ دی. د هېواد ټول وګړي پوهېږي چې طالبان تر خپل منځونو هر وخت سره وايي، چې د فلاني انډیوالان، د فلاني ملګري، دوی په هغه برخه چې انډیوالیزم په کې نه چلېږي، عملان د تېر جمهوري نظام قوانین عملي کوي او په خوله بیا وايي چې هغه قوانین مو لغو کړي دي خپل اسلامي قوانین مو جاري کړي دي؛ مګر په دې برخه کې هيڅ اسلامي قانون دوی نه لري نو هرڅه به د تېر جمهوري دولت د قوانینو په رڼا کې ترسره کوي. ادعا يې یو شی ده او عملا بل څه کوي! د همدې قوانینو په نفاذ تېر دولت کافر و، جهاد ورباندې کېدی، اوس چې دوی راغلي دي، بیا نه کافران کېږي، ځکه د اسلامي نظام تر نوم لاندې دا هرڅه کوي!
پنځمه خبره؛ د پښتنو او غیر پښتنو د حقونو ده! طالبانو لویه برخه لوړ پوړي چارواکي او ټیټ پوړي کسان پښتانه دي. دوی دا فکر نه کوي چې دا نور غیرپښتانه هم افغانان دي، ددې ملت برخه دي، په دې وطن، حکومت او خاوره کې شرعي، اخلاقي، بشري او قانوني حق لري! له دې هر څه سره دوی نه یوازې پخپلو پښتني سیمو کې پښتنو طالبانو ته د چارو واګې ورکړې دي؛ بلکې هغه سیمې چې زیاتره اوسېدونکي يې غیرپښتانه دي، هلته هم پښتانه طالبان د مسوولینو په توګه لېږل شوي دي، چې د هغه ځای د سیمه ییزو خلکو په ژبه هم نه پوهېږي، حتا ډېری د لوی کندهار طالبان دري هم نه شي ویلای، یوازې په پښتو خبرې کولای شي، چې سیمه ییزو خلکو ته يې د اداري کارونو مهال ګڼې ستونزې ایجاد کړې دي.
ډېری نور موارد شته چې ښيي د طالبانو نظام تر اسلامي صبغې استبدادي بڼه ډېره لري! که ووایو دا یو مستبد ايډیالوژيک قومګرا نظام دی چې نه د خپل نظام لپاره قانوني تعریف لري، نه قانون لري او نه يې خپل اداري کارونه د قانون په چوکاټ کې تنظیمېږي.
که تاسو د طالبانو چارې له نژدې وګورئ، محاکم او ادارې يې وڅارئ، د هغوی اعمالو او اخلاقو ته متوجې شئ، نو ډېر نور ټکي په کې را پيدا کېږي او في الحاله وجود لري، خلک يې په سترګو ویني، چې له اسلامي لارښوونو سره اړخ نه لګوي او له قومي، ژبني، مذهبي، سمتي، فرقهيي او نورو تعصبونو و تبعیض څخه سرچینه اخلي.
نو باید د پایلې په توګه ووایم چې د طالبانو نظام همدومره اسلامي دی؛ لکه د نظام په نوم کې، چې د اسلام یو توری فقط راغلی دی، د «افغانستان اسلامي امارت!»، یو لور ته افغانستان دی، بل خوا ته امارت دی، اسلام يې ترمنځ دی!
طالبان هم یوازې هغه اعمال کوي چې د اسلامي په احکامو کې همداسې د منځنۍ درجې حیثیت لري؛ لمونځ کوي، روژه نیسي، حجونه کوي، ودونه کوي، ږیرې لري، لونګۍ وهي، کالي اغوندي، بل خوا هغه کارونه چې په اسلام کې د سر حیثیت لري؛ لکه: عدالت، مشوره، کار اهل کسانو ته ورکول، د تعلیم لپاره شرایط برابرول، له انسانانو سره ښه رویه، غوره اخلاق، ملت ته حسابورکول او ګڼ نور ټول يې، د نظام په کچه شاته غورځولي دي!
د نظام په نوم کې چې څنګه د امارت توری وروستی راغلی دی، دوی هم د خپل قدرت په نشه کې همداسې وروسته پاتې کارونه د خپل واک لپاره کوي، لکه پر ښځو ګڼ بندیزونه، غیر پښتني قومونو ته په واک کې برخه نه ورکول، د هېواد پر اقتصادي منابعو خېټه اچول، له واکه ناسمه استفاده، د یوې ډلې له لورې د قدرت انحصار، خپل منځي ترپګنۍ او ګڼې اخلاقي او مالي نیمګړتیاوې چې دوی يې لري! ځکه نو دوی لکه د خپل نظام په نوم کې چې يې اسلام منځ ته راوستی دی، دلته يې عملاً په نظام کې هم اسلامي لارښوونې داسې منزوي کړي، یوازې د متوسطې درجې احکام يې عملي کوي او په دې سره خپل نظام ته د اسلامي امارت نوم ورکوي.