نن د مرغومې۶مه ده. په همدې ورځ د افغانستان شمالي ګاونډي د سوسیالیزم او کارګرۍ د دوستۍ په بیرغ زموږ پر هیواد یرغل وکړ. نږدې سل کاله تېر شوي وو، چې بهرنیو ځواکونو پر افغانستان ولکه نه وه ټینګه کړې. په وروستی ځل انګریزانو د ۱۸۷۸ تر ۱۸۸۰ کلونو ترمنځ د دې خاورې د نیولو په نیت خپل ځواکونه راوستي وو. د دغو دوو یرغلونو تر منځ په سل کلن واټن کې افغانستان اوږد مزل کړی و او هڅه یې کوله چې ځان د شلمې پېړۍ د دولت – ملتونو له کاروان سره ملګری کړي. د شوروي په يرغل سره، افغانستان په رسمي توګه د زبرځواکونو تر منځ د تودو سياليو پر ډګر بدل شو او د بدلونونو واک په بشپړه توګه د افغانانو له لاسه ووت. که څه هم د تحولاتو اصلي تګلوری بهرنیو عواملو ټاکه، خو زموږ خلک هم فعال عاملان او مهم لوبغاړي وو. موږ د دښمنۍ په جبهو کې د خپلو سیالیو او ایډیالونو په لټه کې شوو.
سره پوځ د بريتانوي هند د پوځیانو په څېر په افغانستان کې د لنډې مودې لپاره حضور درلود او بالاخره په ټپي حالت کې بېرته ستانه شول. خو د هغو جګړو پايلې زموږ ولس نه پرېږدي. طالبان چې د روسیې او امریکا د جنګي وسایلو په زور پر هېواد واکمني کوي، د هماغه یرغل محصول دي. په حقیقت کې د طالبانو «بری» یوازې د مجاهدینو بری نه دی، بلکې د دواړو ډلو زیان په دغه ځپونکي ځواک کې منعکس شوې دی. دوی ایډیالیزم، پر نورو اتکا، تاوتریخوالی او سازماني ژمنتیا له سرې جبهې نه په میراث اخیستې ده او تحجر، دودپالنه او ارتجاع ورته له خپلو پخوانیو جهادي اسلافو په مېراث پاتې ده . د تېرو څلورو لسیزو د ټولو سیاسي بهیرونو کمزورتیاوې او بدګڼې په دې ډله کې اخښل شوې دي. د دې همهالې زېږېدنې نیټه د شوروي تر یرغل وړاندې وخت ته ورګرځي.
د غويي د اوومې له کودتا نه په راوروسته کلونو کې دوه ستر جهادي او انقلابي بهیرونه رامنځته شول، چې له دښمنۍ سره سره یې ډېر ورته والی درلود او له یو بله یې بېلګې(الګو) اخیستې. انقلابي بهیر پر کیڼ اړخو او کمونستانو مشهور شو او جهادي بهیر په اخوان المسلمین، بنسټپالو او مجاهدینو شهرت وموند. دا دواړه د اوسني د وضعیت پر وړاندې د لوستي، پرولتاریا او د واک د ادعا کوونکو اقشارو د غبرګون محصول وو. هغوی د زمانې عادي بهیر او د سوکالۍ، عدالت او پرمختګ پر لور د ټولنې تدریجي اوسوله ییز بهیر نه زغملی او د ټولنې او د تاریخ د تګلوري د طراحي کولو غوښتونکي وو. د دغو دوو جماعتونو زده کړه نقلي او ملایي وه، زموږ د ځینو وطنوالو ریښتینولۍ او فردي مبارزې ته په درناوي چې د دغو بهيرونو په منځ کې يې د ظلم پر وړاندې د مبارزې او د یوې ښې ټولنې د رامنځته کولو لپاره ترسره کړې، هېڅ يوه انقلابي او جهادي بهير د خپل چاپېریال او ټولنې پېژندلو ته ارزښت ورنه کړ او پر ځای يی په بهرنیو کتابونو او بېلګو کې د چمتو حل لارو په پر لټون بوخت شول. له دغو کیڼ اړخو او ښي اړخو نه هیڅ یوه هم داسې اثر او میراث نه دی پاتې چې په افغاني ټولنې د پېژندلو د څرنګوالي او یا په دې برخه کې د هغوی د جدي هڅو ښودنه وکړي. کیڼ اړخو په روسیې، چین، اروپا او امریکا کې د سیاسي او اقتصادي طراحیو ليکل شوي فورمولونه په یادو زده کول او د هغو پېښو په تړاو پر بحثونو بوخت وو،چې په دغو هېوادونو کې د کیڼ اړخو قطبونو تر مینځ شوې وې. د همدې قطب بنديو پر بنسټ پخپله د کيڼ اړخو په غورځنګ کې هم ډلې رامنځته کېدې او خونړۍ نښتې کېدې. ښي اړخه اخوان المسلمین او د هغوی وروڼو هم خپله انرژي د هغه درسونو پر زده کړه لګوله، چې حسن البنا، سید قطب، محمد قطب او د هغوی خلکو په خپلو هیوادونو کې ویلي وو، یا په هغو اسنادو کې چې په اسلامي ټولنو کې د پیړیو په اوږدو کې د سنتو، احادیثو او اقوالو تر سرلیک لاندې راټول شوي وو، پر«څېړنې » او لټون بوخت وو. دواړه بهيرونه د تاریخ پر تګلوري ناخوښه وو او هڅه یې کوله، چې تګلوری يې بدل کړي. خو له بدلون سره د مرستې لپاره، پر سمو وسایلو سمبال نه وو او په اقوالو په اتکا سره جنګېدل.
کیڼ اړخي د نړۍ د لویو جریانونو تر اغیز لاندې په ډلو وېشل شوي وو او له خپلو سرچینو په تقلید سره يې د افغانستان تاریخي او سیاسي وضعیت تعريفاوه. د هغې دورې په پاتې اسنادو کې، د کیڼ اړخو ډلو تر منځ یو مهم بحث دا دی چې آیا هیواد فیوډالي، نیمه فیوډالي، استعمار، نیمه استعمار، یا پانګوال دی. له ځينو فردي هڅو او خورو ورو مقالو پرته، د ټولنې د سياسي او اقتصادي وضعيت د پېژندنې په برخه کې له هغو کلونو نه کومه داسې څېړنه چې درس ترې واخيستل شي، نه ده پاتې شوې او د افغانستان کيڼ اړخي سازمانونه له دې پلوه له خپلو بهرنيو موډلونو نه ډېر لېرې وو او يوازې بڼې يې ترې اخيستې وې. د دې لپاره چې څرګنده کړي، هیواد په کوم تاریخي پړاو کې دی د ټولنیزو اړیکو، طبقو او اقتصادي وضعیت په تړاو يې مطالعې ته مخه نه کوله، ځکه چې د دې کار لپاره يې لازمې اسانتیاوې نه لرلې، بلکې په ورته ټولنو کې تولید شويو اسنادو ته يې مخه کوله او د هغو په هينداره کې د خپل هیواد اسناد په طبقاتي توګه څېړل او هغو ته په پام سره يې پلانونه جوړول او د خپلو مبارزو لپاره يې اهداف ټاکل چې پایله یې د شکلي او بې ریښو حرکتونو رامنځته کول وو چې په تدریجي ډول منزوي او وچېدل.
د فکري فقر، او د ولسي ریښو د نشتوالي له امله، دا بهيرونه د څلورو لسیزو په سیاسي شخړو او تاریخي پیښو کې پاخه نه شول او جرړې يې ونه غځولې او په ځواکمنو ګوندونو بدل نه شول، بلکې د وخت په خونړیو او بې رحمه څپو کې واړه شول او له صحنې ووتل. خو د جهاديانو او انقلابیانو ګډ شکلي میراث دوام لري او نن ورځ د طالبانو په وجود کې راښکاره شوی دی. اوس د طالبانو د امارت له لوري د کیڼ اړخو او ښي اړخو د ایډیالیسټي دود استازيتوب په ترټولو ممکن افراطي ډول کيږي، داسې چې نور دوی له کتابونو او ایډیالوژیکو بېلګو پرته بل څه ته ارزښت نه ورکوي او د افغانستان خاوره ، خلک، پدیدې، او ټولنیز واقعیتونه د امارت د مفکورې د تحقق لپاره خام مواد ګڼي. د هغوی په اند، دغه مفکوره زموږ د ټولنې یوازینی حقیقت دی او د هغې د ثبات او پیاوړتیا لپاره باید ښځې د کار او زده کړې له چاپېریاله واېستل شي، زموږ ملت له نړۍ واټن واخلي، څو لاسونه او سرونه باید غوڅ شي او ټول کلتوري هویت، تاریخي ارزښتونه او ټولنیز بنسټونه باید بیاتي کړای شي او د امارت له مبهمې مفکورې سره سم وګنډل شي. په حقیقت کې له هماغو سوسیالیستي او جنتي ارمانونه خلکو ته یو امارت رسېدلې، چې د تقلید، کتابپالنې او ایډیالیزم تر ټولو ناوړه او تر ټولو خندوونکې بڼه ده.
په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د کیڼ اړخو پاتې شوني منزوي وو. یو شمېر یې په اسلامي جمهوریت کې ورک شول او یوه ډله یې له جهادیانو او طالبانو سره یوځای شوه. هغه کسان چې پاتې وو، هم له تېر نه یې زده کړه ونه کړه او د طالبانو په څېر يې خپلې پخوانۍ ببولالې تکرارولې. کیڼ اړخو غورځنګونو ته د طالبانو ورته والی د دې قلم سفسطه او خيال نه دی، بلکې کیڼ اړخي سازمانونه په خپله هم دغه ورته والی ځير شوي او په دریځونو کې يې له طالبانو سره په چلند کې شک ليدل کيږي. د طالبانو په دوه لسیزو جګړو کې له انقلابي کیڼ اړخ نه د پاتې کسانو او سازمانونو ترمنځ یو بحث دا و چې ایا طالبان د امپریالیزم ضد ډله او ملي او خپلواکۍ غوښتونکی غورځنګ دی او که نه؟ که څه هم دغه بحث کې ډیری کيڼ اړخي کسان او ډلې د طالبانو ملاتړ ته نه راپاڅېدې او له دې ډلې سره یې همکاري ردوله، خو د دغه ډول بحث شتوالی او د دې پوښتنې راپورته کېدل د طالبانو او کیڼ اړخو ډلو ترمنځ د بڼې له پلوه ورته والی په ګوته کوي. د کیڼ اړخو ډلو پاتې کسانو چې کله د هغو کسانو پر وړاندې د طالبانو جګړه لیده چې د کیڼ اړخو دښمنان هم بلل کېدل، زړه نازړه کېدل او هيله به يې کوله چی کاشکې په خپله د طالبانو په دریځ کې وای او د کلیوالو او پرګنو په منځ کې يې په پناه اخيستو سره له خپل بهرني دښمن (امپریالیزم) او کورني دښمن (د بورژوازۍ او د هغې له متحدانو) سره جنګېدلي وای او په کلاشینکوف او ګوندي استبداد سره يې خپله ايډياله ټولنه تحميل کړې وای. بې له شکه د کیڼ اړخو انقلابي ډلو او ترهګرو بنسټپالو تر منځ د هغې ټولنې په تړاو چې باید له انقلاب یا جهاد وروسته رامنځ ته شي، ډېر توپیر شته. لومړۍ ډله په دې باور ده، چې ټولنه باید له خپل اوسني پړاوه مخکې ولاړه شي او که ممکنه وي له څو پړاوونو ټوپ کړي. دویمه ډله په دې باور ده، چې ټولنه له خپل تېر حالته لېرې شوې ده، نو بايد د دغه «فاسد» بهیر د دوام مخه ونیول شي او که امکان ولري، ټولنه ګامه شاته ولاړه شي.
ښي اړخو ډله جوړول، پلان جوړل او د جګړې بڼې له کيڼ اړخو نه په ميراث واخيستې او پر هغو يې د تحجر، تاوتريخوالي او بربريت مالګه ورزیاته کړه. په سیمه کې د کیڼ اړخو سازمانونو او ډلو له ترویج مخکې، مذهبي بهيرونه له تنظیمي کار،غلچکي بريدونو او پیچلو پټو سازمانونو خبر نه وو. اخوان المسلمین، القاعدې، حقاني شبکې، داعش او نورو په حقیقت کې خپل د کار اوزار له کیڼ اړخو ډلو نه اخيستي او د تشکيلاتو او بڼې له پلوه د انقلابي ډلو وارثان دي.
هغه درس چې له دغو تحولاتو اخیستلای شو دا دی چې ټولنیزه طراحۍ په ایډیالیستي فورمولونو سره ممکنه نه ده او که د ژمنو او جهادي یا انقلابي انسانانو یوه لویه ډله د پیسو او استخباراتو په زور دا ډول کار وکړي، پایله به یې هغه څه نه وي چې هغوی یې تمه لري، بلکه شونې ده، چې د خندا وړاپوړته پایلې ولري. ځکه چې د تاریخ بدلول او طراحي کول دومره اسانه کار نه دی لکه د پوهنتون پر توره دړه، د جومات په منبر او یا د سیاسي برخې پرکتابچې د نظرونو لیکل او بیانول. انسان له خپلو افکار لاس نه شي اخیستلای. د پخوا زمانې په سمڅو کې د اوسېدو د شرایطو او د نن ورځې د ښاري کیدو تر مینځ د واټن په اوږدو کې، انسان له خپل تخیل او نظریاتو نه د لارې د نقشې په توګه کار اخیستی دی. که څه هم دغه نقشه په ځلونو کندو ته غځېدلې او پر انسانانو يې ډېرې قربانۍ تحمیل کړي دي، خو د نن ورځې سوکالي او آرامتيا، ساينس او صنعت، هنر او ادبيات ټول د انسانانو د خيالي او ايډياليستي ذهنونو محصول دي.
خو کله چې افکار او نظریات په پوپنک ووهي او ویروسي شي، پر وحشتناکو بلاګانو بدلېږي. زموږ د نن ورځې وضعیت د فکري پوپنک وهنې او ویروسي ایډیالیزم د حاکمیت ژوندی نندارتون دی. په دغو څلوېښتو کلونو د ناکامۍ تر ټولو مهم درس د تاوتریخوالي ډولونه او د سیاسي ایډیالیزم ناکامي ده، چې د ټولنې د استبدادي طراحۍ په لټه کې دی. موږ باید ډیموکراسۍ ته فرصت ورکړو. موږ باید د افکارو تعامل او د نظریاتو سوله ییزې سیالۍ (سیکولریزم) ته تسلیم شو.