د طالبانو د کابینې لوی وزارت؛ د امر بالمعروف وزارت استازی د نجونو زده کړو د مخنیوي فرمان د عملي کېدو څارنه کوي

۸صبح، کابل: د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ددې ډلې د مشرتابه د تازه حکم د اجرا په موخه، د تحصیلي موسسو او خصوصي پوهنتونونو له مسوولینو سره یو هیات ټاکلی دی.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دا پلاوی پنجشنبې د مرغومي په لومړۍ نېټه ګمارلی ترڅو د نجونو د زده کړو په هکله د تازه احکامو له اجرا څارنه وکړي.
د مالوماتو له مخې، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم، په دغه وزارت کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت استازی ددې پلاوي د مشر په توګه ټاکلی دی.
د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه په ناسته کې ویل شوي چې دا پرېکړه د دیني عالمانو له اجماع وروسته شوې او تازه فرمان، سل په سلو کې له سره سم دی او د خلکو د مصلحت خلاف نه دی.
په دې ناسته کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحد ندیم، د «الوالامر» په توګه یاد شوی او له هغه اطاعات واجب بلل شوی دی.
په دې ناسته کې همداراز ویل شوي چې د ندیم له امر څخه سرغړونه بغاوت ګڼل کېږي او سزا به ولري.
طالبانو سه شنبې د لیندۍ په ۲۹مه په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د مخنیوي حکم صادر کړ.