طالبانو په غور کې د موسسو ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې د کار جواز لپاره باید خاوند ولري

۸صبح، غور: په غور کې ځایي سرچینې وایي چې په دې ولایت کې ځايي مسوولینو یو شمېر ملي او نړیوالو کارکوونکو ته ویلي چې د کار جواز اخیستو لپاره باید خاوند ولري.
سرچینو یکشنبې د لیندۍ په شپږمه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې طالبانو د کار جواز جبري کړی دی؛ خو کله چې ښځې د استعلام د مراحلو کچ کولو لپاره طالبانو ته مراجعه کوي، له یو لړ ستونزو سره مخ کېږي.
د سرچینو په وینا، د امنیه قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت او په غور کې د طالبانو نورې ادارې د متاهلو مېرمنو د کار جواز استعلام د ۱۵ زره افغانیو په بدل کې تایید کړی دی.
سرچینې وايي چې طالبانو د مجردو ښځو استعلام رد کړی او دوی ته یې ویلي، خپل محرم راولي؛ خو کله چې دوی خپل پلار یا ورور ورولي، طالبان ورته وايي چې پلار او ورور محرم محرم نه شي کېدای، ښځې باید خاوند ولري.
د سرچینو په وینا، موسسې هم هره ورځ خپلو کارکوونکو ته خبرداری ورکوي، که د کار جواز ترلاسه نه کړي، ګوښه به یې کړي.
د سرچینو د مالوماتو له مخې، لږ شمېر کارکوونکې مېرمنې چې له ډېرو ستونزو او طالبانو له پیسو ورکولو وروسته د جواز په اخیستو بریالۍ شوې دي.
په غور کې د طالبانو ځایي مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په دولتي او خصوصي ادارو کې د ښځو د کار لپاره شرایط سخت شوي دي.