طالبانو په نیمروز کې د دولتي ادارو له کارکوونکو د ږیرو د نه خرېیلو په اړه ضمانت اخیستی

۸صبح، نیمروز: په نیمروز کې ځایي سرچینې وایي چې طالبانو په دې ولایت کې له دولتي کارکوونکو، د ږیرو نه خرېیلو لپاره ضمانت اخیستی دی.

سرچینو له نیمروز څخه جمعه د لړم په ۲۷مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې د طالبانو محکمې په دې ولایت کې، له ټولو دولتي کارکوونکو تضمین اخیستی ترڅو خپلې ږیرې ونه خرېیې او ځانونه د پيغمبر په سنتو او افغاني کلتور برابر کړي.

سرچینې زیاتوي چې د طالبانو محکمې دا کارکوونکي ګواښلي که له دې حکم څخه سرغړونه وکړي، له دندو به ګوښه او بندي شي.

په نیمروز کې د دولتي کارکوونکو لپاره د طالبانو محکمې دا حکم په داسې حال کې صادرېږي چې له دې مخکې په دې ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست په یوه لیک کې د ټولو دولتي ادارو له کارکوونکو غوښتي وو چې ځانونه «د پيغمبر په سنتو» او «افغاني کلتور» برابر او خپلې ږیرې ونه خرېیي.

ویل کېږي چې ځینو کارکوونکو چې د امربالمعروف له دې حکم څخه یې سرغړونه کړې ددې ډلې محکمې دا کارکوونکي ګواښلي او بندي کړي دي.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره، دوی د ژوندانه په بېلابېلو برخو کې پر خلکو محدودیتونه لګولي دي.

Back to top button