د طالبانو د غولونې تله

په کابل ښار کې ډېر خلک شته چې په کثافت دانیو کې وچه ډوډۍ او د ورېجو پاتې شوني خوري. د هوټلونو پاتې شوني، هغه وچه ډوډۍ چې په لاس ګاډو کې له څو ورځو ګرځولو، لمر وهلو، په تل خونو او پس خانو کې له پاتې کېدو وروسته، د څارویو په اخورونو کې د اچولو پرځای بېرته تلل کېږي او پلورل کېږي، د دغه ښار د محرومو خلکو د خوړو مهمه برخه ده. د لویو هوټلونو پاتې شوني ځینې وختونه په رسټورانټونو او کوچنیو هوټلونو کې بیا وېشل کیږي او پلورل کېږي. خواړه دومره کم پیدا کېدونکي دي، چې تازه والی او پاکوالی یې د ټولنې د یوې لویې برخې لپاره د اندیښنې وړ نه دی. د عرضې په ټولو برخو کې د خوړو حفظ الصحې ته پام نه کېږي او له بده مرغه د خوړو کیفیت خورا ټیټ دی. د خوراکي توکو، میوو او سبزیجاتو د لېږد، زېرمه کولو او بسته بندۍ په سیسټم کې د ټیټې کچې امکانات هم نه شته. د سړو خونو او یخچال لرونکو موټرو کارول عام/ ممکن نه دي، د بریښنا، اوبو او فاضله موادو سیسټم نه شته. خوراکي توکي له نورو هیوادونو په خورا ټیټ کیفیت واردېږي. لنډه دا چې په هېواد کې د بې وزلۍ، بې دولتۍ او د بېخ بناوو د اسانتیاوو د نشتوالي له امله د ژوند او روغتیا معیارونه دومره ټیټ شوي چې که هر ګوټ ته وګورو نو د اندېښنې وړ حالت سره به مخ شو. له همدې امله د کابل ښار او زموږ د هېواد اصلي مسأله پاکوالي ته پاملرنه نه، بلکې د قانون رعایت دی. مسأله د دستکشو نشتوالی نه، بلکې د دولت نشتوالي دی. ستونزه په اوړو کې د مچانو او ویښتانو په شتوالي کې نه، بلکې د هغو دېوانو په شتوالي کې ده چې تر کرغېړن سیوري لاندې یې غنم نه راشنه کېږي، کاري فرصتونه نه پیدا کېږي او اوړه کم شوي دي.
په دې ورځو کې د طالبانو تر ادارې لاندې کابل ښاروالۍ د حفظ الصحې او د بیو د کنټرول تر نامه لاندې یو ریاکارانه کمپاین پېل کړی چې ګواکې په پلورنځیو او د خوراکي توکو د جوړولو او تولید په مرکزونو کې د ګرن پلورنې او ناپاکۍ مخه ونیسي، په داسې حال کې چې دا ډله پخپله د ناپاکۍ، غولونې او لوږې مشهوره سرچینه او عامل ده. د روغتیا ساتل په تبلیغ او تنبیې سره نه رامنځته کېږي، بلکې په پوهاوي، سرچینو ته په لاسرسي، پرېمانۍ، ښوونې او سالمې حکومتولۍ سره رامنځته کېږي.هغه ښار چې دوامداره برښنا، یخچالونه، د فاضله موادو سسټم، تشنابونه، د څښاک اوبه او تر ټولو مهمه دا چې فابریکه او کاري فرصتونه نه لري، واکمنان یې دا تبلیغ کوي چې ډوډۍ د خدای مسؤلیت دی، پاکوالی د طالبانو د اطاعت معادل وګڼي، ښوونځی اوزده کړې تکفیر کړي. تحصیل کړي کسان شکنجه او توهین کړي، که په هغه ښار کې ټول «امارتي» مامورین او جنګیالي تفتیش شي، بیا به هم خلکو ته د صحي او معیاري خوړو رسول ممکن نه دي. تر دې بده دا چې د طالبانو چارواکي او مسوولین د روغتیا له اصولو سره اشنا نه دي او د خپل ژوند، جامو او چلند په بڼو سره د ژوند ناسالمې بېلګې ګرځېدلي دي. هغوی په خپلو دفترونو کې د ریاست الوزرا تر کچې پورې تودانۍ ساتي، په هرځای کې په بې جرابو پښو او چپلقو سره ګرځي، په جوماتونو کې د صابون او د مینځلو مایع کارول دود نه دي او ډیری یې له استنجا وروسته خپل لاسونه په صابون نه مینځي. هغوی بې ډوله او غیر صحي ویښتان لري، او که یې د ژوند هرې برخې ته وګورو، نو د روغتیايي وروسته پاتې والي او له مدني ژونده د بې خبرې نښې نښانې پکې له ورایه لیدل کیدای شي. د ښار د پاکوالي او د ژوند د ادابو د زده کړې په برخه کې د دغه راز خلکو کمپاين دوه مخي اوغولوونکي تبلیغات دي. تر دې مهمه دا چې هغه دستګاه او اداره چې د ټولنې د اصلاح ادعا کوي، باید په خپله د شر او ککړتیا سرچینه نه وي. هغه ځواک چې په ټولنه کې محرومیت او جهالت پراخوي او د پرمختګ او کرارۍ مخه نیسي، نه شي کولای چې د خلکو له زړونو او ذهنونو سره اړیکه ټینګه کړي او د مثبتو ټولنیزو پروګرامونو د پلي کولو لپاره د ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي. هټۍوال له هغوی نه دوه مخي او فریب زده کوي، له اوامرو او قواعدو د تیښتې لارې پیدا کوي، خو په ځان کې بدلون نه راولي.
د وزن او ګران پلورنې کنټرول هم د طالبانو په تګلارې سره شونی نه دی، ځکه د طالبانو ډله پخپله پر زورواکۍ بوخته ده. هغه ځواک چې د قانون تله یې ماته کړې وي او د ټوپک په زور یې اعلان کړی وي، چې د طالب له فرمان او سلیقې پرته د ښه او بد د تشخیص لپاره هېڅ بله تله نشته، څنګه کیدای شي، چې مغازه په مغازه وګرځي او د توکو پر بیو څارنه وکړي؟ هغه ډله چې د خلکو له مالونو د جبري عشر په راټولولو،، د دولتي څوکیو او ملي عوايدو په انحصار، د بودجې په تخصيص او د مالياتو په ټاکلو کې هېڅ کله له خلکو سره مشوره نه کوي، او هېڅ مرجع ته ځواب ویونکې نه ده، څنګه په بازار کې انصاف دودولای شي؟ د غولونې په تلې سره انصاف او عدالت نه شي تامین کیدای.