د کونړ لپاره د طالبانو د کرنې رییس په خپل دفتر کې ووژل شول

۸صبح، کونړ: له کونړ ولایته سیمهییزې سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت د طالبانو د کرنې رییس مولوي عزتالله هدایت په خپل دفتر کې وژل شوی دی.
یوه باوري سرچینه د خپل نوم د نه ښوودلو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې مولوی عزتالله سهشنبه د لیندۍ پر لومړۍ نېټه په خپل دفتر کې په ډزو وژل شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې مولوي عزتالله د خپلمنځي اختلافونو په پایله کې د خپلو مخالفو طالبانو له خوا وژل شوی دی.
په دغه ولایت کې د طالبانو مسوولانو د هغه وژل کېدل تایید کړي، خو لامل یې د زړه ناروغي بللې ده.
په دې وروستیو کې د طالبانو او د دغې ډلې د کسانو ترمنځ خپلمنځي اختلافونه زیات شوي او په بېلابېلو دلایلو یو بل په نښه کوي.