د طالبانو له لوري د مدرسو جوړول او  له ښوونځيو سره مخالفت، د نړیوالې ترهګرۍ اوږدمهاله سټراټېژي

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، د مدرسو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. دې ډلې په تېر يو نيم کال کې له ارګه نیولې د هېواد تر لېریو پرتو سيمو پورې د مدرسو جوړولو ته مخه کړې ده،خو په ورته مهال یې ښوونځيو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې. د چارو د شنونکو په وینا، د مدرسو جوړول او ښوونځي مخالفت په سیمه کې د پراخ نفوذ لپاره د نړیوالې ترهګرۍ د اوږدمهالې سټراتیژۍ یوه برخه ده او د ترهګرو د مرکزونو د جوړولو لپاره خوندي فضابرابروي. د چارو کارپوهان په هېواد کې د مدرسو زیاتېدل د سیمې د سکښت بدلون بولي او ټينګار کوي،چې د طالبانو دا اقدام په اوږدمهال کې نه یوازې افغانستان بلکې سیمه هم له جدي ننګونو سره مخ کولای شي .

څه موده وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت په افغانستان کې د شاوخوا شپږ زره رسمي دیني مدرسو د ثبت خبر ورکړ. د دغه وزارت د مسوولانو د معلوماتو له مخې، په هېواد کې پر ثبت شویو مدرسو سربېره ۱۵زره او ۷۱۶ ناثبت شوې مدرسې او دارالحفاظونه هم فعالیت کوي. د دغه وزارت د رسمي معلوماتو پر بنسټ، پر دې سربېره په افغانستان کې څه باندې ۲۲۰ دولتي او خصوصي دارالعلومونه فعال دي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان له نیولو وروسته، یو شمېر دولتي ښوونځي په دیني مدرسو او پوځي مرکزونو بدل کړل.

یو شمېر شنونکي چې په افغانستان کې دي او نه غواړي چې له طالبانو نه د وېرې له امله یې نومونه په رپوټ کې یاد شي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د طالبانو له خوا د مدرسو جوړول او د ښوونځیو ضدیت د« نړیوالې ترهګرۍ» د ودې لپاره یوه اوږدمهاله تګلاره ده. هغوی د طالبانو له لوري  د ښوونځیو جوړول د هېواد لپاره خطرناک بولي او ټینګار کوي چې د طالبانو دا کار په اوږدمهال کې د سیمې جوړښت بدلولای شي. د هغوی په وینا، که د مدرسو د جوړولو او پر مدرسو د ښوونځيو د بدلولو بهیرپه همدې ډول دوام ومومي، په راتلونکي کې به د هېواد وضعیت نور هم کړکېچن شي.

د دیني چارو یو کارپه یما (مستعار نوم ) چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي او نه غواړي چې د طالبانو د ویرې له امله خپل هویت څرګند کړي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې په هېواد کې د مدرسو ښوونیز نصاب اصلاً له نه کنټرولېږي. د د هغه په وینا، د جمهوریت پر مهال هم مدرسو افراطيت دوداوه. د ديني چارو د دغه کارپوه په وينا، د مدرسو ګڼ زده کوونکي د جمهوريت په دوره کې د سړک د غاړې د ماينونو د ښخولو پر مهال د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي وو. د دیني چارو دغه کارپوه زیاتوي: «په ډیری مدرسو کې د زده کوونکي د استخباراتي موخو او مذهبي افراطیت لپاره استخدام او  روزل کیږي خو د افغانستان په دودیزه ټولنه کې خلک فکر کوي چې د خدای دین ته خدمت کیږي»

له بلې خوا یو شمېر کارپوهان هم په دې باور دي چې د مدرسو جوړول او د ښوونځي ضدیت سربېره پر دې چې د طالبانو د فکر د استازیتوب کوي د «نړیوالې ترهګرۍ» د سټراتیژیکو موخو لپاره به هم وکارول شي. د دغو شنونکو په وينا، په تېرو شلو کلونو کې د ښوونځيو پر جوړېدو سربېره ،د سلفي او ديوبندي افکارو مذهبي مدرسې جوړې شوې او د طالبانو د جنګي ځواک يوه لويه برخه همدغو مدرسو جوړوله. دا اندېښنې په داسې حال کې زیاتېږي چې طالبانو د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د ګڼ شمېر مدرسو پر جوړولو سربېره، په یو شمېر ولایتونو کې دولتي ښوونځي هم په مدرسو بدل کړي دي. تر دې وړاندې طالبانو د دې ډلې مشر ملاهبت الله اخندزاده ته یو منسوب غږیز کلپ خپور کړی و، چې په هېواد کې يې د مدرسو د جوړېدو خبره پکې کړې وه.

د ديني مدرسو د جوړولو لپاره د طالبانو د مشر امر

د طالبانو د ډلې غايب مشر ملا هیبت الله اخندزاده امر کړی دی، چې په ټولو ولسوالیو او ولایتونو کې دیني مدرسو جوړې شي. د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۵مه، طالبانو د دې ډلې مشر ته منسوب یو پیغام خپور کړ، چې په یوه برخه کې يې راغلي: « د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې باید دیني مدرسې جوړې شي.» د طالبانو د غايب مشر د حکم له مخې باید دغو مدرسو ته د وژل شویو طالب جنګیالیو ماشومان جذب او پکې وروزل شي. تر دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت مخکيني وزير نورالله منیر ویلي و، چې په هر ولایت کې یوه لویه مدرسه او په هره ولسوالۍ کې له درېيو تر لسو نورو دیني مدرسې جوړېږي.

په ارګ کې د دیني مدرسې جوړېدل

په روان کال کې طالبانو په ارګ کې د یوې دیني مدرسې د جوړېدو خبر ورکړ. دې ډلې د ارګ په انګړ کې د پي پي اس يا د مخکيني ولسمشر د ساتنې د ځانګړو ځواکونو د روزلو ځای په مدرسې بدل کړی دی. سرچيو ويلي، چې طالبانو پر دغه ښوونيز مرکز د « احسن العلوم مدرسې» نوم اېښی دی.

پر مدرسې د ښوونځي بدليدل

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، د دیني مدرسو د پیاوړتیا او جوړولو ترڅنګ، دولتي ښوونځي هم په مدرسو بدل کړي دي. دغې ډلې په یوه بل اقدام کې د فراه ولایت د« زراعت مسلکي لېسه» په جهادي مرکز بدله کړې ده. د پنجشنبې په ورځ د وږي په ۲۴مه، سرچینو ۸صبح ته وویل، چې په دې مدرسه کې په جګړو کې د وژل شويو طالبانو لسګونه زامن حضور لري او زده کړې کوي.

پر دې سربېره، طالبانو د عبدالحی حبیبي لېسه، چې د خوست ولایت یو له معتبرو دولتي ښوونځیودی، په یوه دیني مدرسه بدله کړه. سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې په دغه ښوونځي کې ۶۰۰۰ زده کوونکي او ۱۳۰ ښوونکي پر زده کړې او تدریس بوخت وو. دغې ډلې د همدې بهير په لړ کې د کندهار ولايت د تخنيک ليسه او د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د ببرک خان ځدراڼ لېسه هم په ښوونځیو بدله کړې ده.

د ۸ صبح ورځپاڼې د موندنو له مخې،طالبانو په سمنکان کې د ښوونکو د  روزنې د انېسټېټيوټ ودانۍ په یوې جهادي مدرسه بدله کړې ده. د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۸مه طالبانو په سمنګان کې د ښوونکو د روزنې انېسټيټوټ په ودانۍ کې د جهادي په نوم یوه مدرسه جوړه کړې ده. تر دې وړاندې په تخار ولایت کې طالبانو د دغه ولایت تخنیکي او مسلکي انسټېټیوت په یوې دیني مدرسه بدل کړی دی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محسن هاشمي د چهارشنبې په ورځ د غبرګولې په ۱۱ مه، دغه انسټېیټیوت په یوه جهادي مدرسه بدل کړ. سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې په دغه انسټېیټیوت کې ۲۳۶ نارینه او ښځینه محصلین د بریښنا او ساختماني انجنیرۍ او دغه راز د موټر او کمپیوټر د ترمیم په څانګو کې پر زده کړو بوخت وو، چې د درسونو له بشپړېدو پرته بې برخلیکه شوي دي.

دغه راز د طالبانو د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د مدرسو عمومي رييس مفتي عبدالرزاق صديقي د روان کال د تلې په مياشت کې نيمروز ولايت ته د خپل سفر په پر مهال په دغه ولایت کې د ديني مدرسو لپاره د يو ميليون او ۳۰۰زره افغانيو د تخصيص خبره وکړه.  یوازې په کاپیسا ولایت کې ۲۰۰ خصوصي مدرسې شته. دغه شمېرې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د پوهنې ټلویزیون له خوا خپرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي  دفتر (سیګار) هم په خپل یوه راپور کې ویلي چې طالبان زده کړو ته د زده کوونکو لاسرسی محدودو کړی دی. سیګار لیکلي چې طالبانو دولتي ښوونځي په دیني مدرسو بدل کړي دي.

په مدرسو د دولتي ودانیو بدلېدل

طالبانو پر مدرسو د ښوونځيو پر بدلولو سربېره په يو شمېر ولايتونو کې هغه ودانۍ هم په مدرسو بدلې کړې چې پخوا د پوځي موخو لپاره کارول کېدې. دې ډلې خپلو کسانو ته لارښوونه کړې، چې هغه دیني مدرسې چې اساسي ودانۍ نه لري، کولای شي، نورې دولتي ودانۍ ونیسي او فعالیت پکې وکړي.

دغې ډلې په یوه بل اقدام کې په زابل ولایت کې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د جلب او جذب د قوماندانۍ ودانۍ هم په یوې جهادي مدرسه بدله کړې ده. په زابل ولایت کې سرچینې وايي، په زابل ولایت کې د جلب او جذب قوماندانۍ ودانۍ په داسې حال کې پر جهادي لېسه بدله شوې ده، چې د کلات ښار څلورمه امنیتي حوزه   یوه خصوصي رستورانټ لېږدول شوې ته او طالبانو د زور په کارلو سره دغه شخصي رسټورانټ د څلورمې امنیتي حوزې په دفتر بدل کړی دی.

د بهرنيانو  مدرسې

د طالبانو له لوري  د مدرسو پر جوړولو سربېره، يو شمېر اسلامي هېوادونو په تېر يو نيم کال کې په افغانستان کې د ديني مدرسو د جوړولو ژمنه کړې ده. د طالبانو د پوهنې وزارت د شنبې په ورځ د لړم په ۷ مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له یوې ترکۍ موسسې سره د یوه هوکړه لیک د لاسلیکېدو خبر ورکړ. د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به د ترکیې خیریه بنسټ «ایدیف» د افغانستان په پنځو ولایتونو کې دیني مدرسې جوړې کړي. د هرې مدرسې لګښت ۲۵ زره ډالره اټکل شوی دی. خو د طالبانو د پوهنې وزارت  دا نه ده څرګنده کړې چې دغه دیني مدرسې به په کومو ولایتونو کې جوړې شي. په کابل کې د سعودي عربستان سفیر د طالبانو لاسته د هېواد له لوېدو مخکې ویلي وو، چې هېواد یې په افغانستان کې د ۱۰۰ دیني مدرسو د جوړولو لګښت منظور کړی دی. تر اوسه څرګنده نه ده، چې په هېواد کې څومره دا مدرسې جوړې شوې دي. د خلیج یو شمیر هیوادونو په تیرو څو لسیزو کې د ډیرو مدرسو د جوړولو لګښت ورکړی دی.

د پوهنې وزارت له لوری ثبت شوي دارالعلومونه

د طالبانو د پوهنې وزارت د ټلویزیون د رپوټ له مخې، اوسمهال په هېواد کې ۲۱۸ دولتي او خصوصي دارالعلومونه فعال دي. په دغو دارالعلومونو کې چې تر ډېره دیني مدرسو ته ورته دي، یوازې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې ۲۵۰ زره  او۵۷۴ تنه زده کوونکي پر دیني زده کړو بوخت وو..

پر مدرسې د احمد شاه مسعود د مقبرې بدلېدل

باخبرو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، طالبان په پام کې لري چې په پنجشیر کې د احمدشاه مسعود په مقبره کې یو لویه جهادي مدرسه جوړه کړي. دغو سرچينو د چنګاښ په ٢٢مه، د چهارشنبې په ورځ ٨صبح ورځپاڼې ته تاييد کړه، چې د طالبانو له لوري دغه لويه جهادي مدرسه د پنجشېر د بازارک په سريچه سيمه کې د احمدشاه مسعود په مقبره کې د جوړېږي. د سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، دغه مدرسه د شاوخوا زرو زده کوونکو لپاره په پام کې نیول شوې ده  او د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امر جوړېږي.

پر دیني مدرسو د خصوصي ټلویزیونونو د ودانیو بدلیدل

طالبانو پر مدرسې د دولتي ودنیو او دولتي ښوونځيو پر بدلولو سربېره يو شمېر خصوصي ټلوېزيونونه هم په ديني مدرسو بدل کړي دي. د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولې په ۱۱مه، دغې ډلې په بلخ ولایت کې د مترا خصوصي تلویزیون ودانۍ یوې دیني مدرسې ته ځانګړې کړه. د میترا خصوصي ټلویزیون د امتیاز خاوند د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور دی. د دغه خصوصي ټلویزیون خپرونې د طالبانو په لاس کې د حکومت له راپرځېدو وروسته بندې شوې دي. د طالبانو د پوهنې د وزارت پخواني وزیر نورالله منیر د میترا ټلویزیون په ودانۍ کې دیني مدرسه پرانیستله.

د جمهوريت پر مهال د مقناطیسي ماینونو په اېښودو کې د دیني مدرسو د زده کوونکو رول

د جمهوريت پر مهال د سړک غاړې د ماینونو او د مقناطیسي ماینونو په جوړولو کې د دیني مدرسو د یو شمېر زده کوونکو د لاس لرلو په تړاو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. مخکيني امنيتي ځواکونو د دینی مدرسو دغه زده کوونکي لاس په لاس هم نیولي وو. د ۸صبح ورځپاڼی د موندنو له مخې، د جمهوریت پر مهال امنیتی ځواکونو د پروان ولایت د مرکز چاریکار ښار او د سالنګ ولسوالی د شکرګاه په سیمه کی د «عبدي بای» مدرسې دوه تنه زده کوونکی د مقناطیسی ماینونو د ښخولو پر مهال نیولي وو. دا د جمهوریت پر مهال په ورانکارو چارو کې د لاسلرلو له امله د دیني مدرسو د زده کوونکو د نیول کېدو یوه وړه بېلګه ده . په دې برخه کې ډېر معلومات په دولتي ادارو او رسنیو کې ثبت او خپاره شوي دي.

د داعش اړوند مدرسې

په هیواد کې له مدرسو ناوړه ګټه اخیستنه اوږد تاریخ لري. د جمهوریت پر مهال، کله چې دولتي بنسټونو د پوهنې پر وضعیت تقریبا بشپړ کنټرول درلود، هم ځینې مدرسې هم د افراطي ډلو په لاس کې وې. د جمهوریت پر مهال په ننګرهار ولایت کې تر ۱۰ زیاتې دیني مدرسې په داعش ډلې پورې تړلې وې، چې خپلو جنګیالیو ته یې پکې زده کړې ورکولې. د ننګرهار ولایت د حج او اوقافو   ریاست پخوانیو چارواکو رسنیو ته تایید کړې، چې د داعش اړوند دیني مدرسو زده کوونکي د دغې ډلې د جنګیالیو زامن دي او دغه راز د سیمې لږ شمېر اوسېدونکو هم په دغو مدرسو کې زده کړې کوي.

د رسمي مراجعو د شمېرو له مخې، چې نه غواړي  هویت یې په ډاګه شي، پر هېواد د طالبانو په  واکمنېدو سره په هېواد کې د دیني مدرسو فعالیت ۴۰ سلنه زیات شوی او په رسمي توګه ثبت شوي دي. د طالبانو د پوهنې، حج او اوقافو وزارت د راپور پر بنسټ، په ټول هېواد کې شاوخوا شپږ زره دیني مدرسې په رسمي توګه ثبت شوې دي.پر دې سربېره، ، د ۱۵زره او ۷۱۶ مدرسو او دارالحفاظونو د غیر رسمي فعالیت راپور ورکړل شوی.

د پوهنې وزارت د جمهوريت  پر مهال د ۱۲۷۵ مدرسو او ۱۵۰ فعالو دارالعلومونو د ثبت خبر ورکړی و. په دې وروستیو کې د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي دي، چې جیش محمد او لشکر طیبه د طالبانو په مهربانۍ او ټکنالوژۍ او نورو سیمو ته په لاسرسي سره، خپل مرکزونه افغانستان ته لېږدولي دي.

ورته لیکنې

Back to top button