د نشه یي توکو د کښت، تولید، پیر او پلور د مخنیوي په برخه کې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده فرمان کومه ګټه نه ده کړې، بلکې د هېواد په یو شمیر ولایتونو کې د تریاکو د پیر او پلور بازارونه ګرم شوي دي. طالبانو پر افغانستان په خپله لومړنۍ واکمنۍ کې د خپلو مالي اړتیاوو زیاته برخه د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاقو له لارې پوره کوله.
په تیره یوه لسېزه کې ددې ډلې تر واک لاندې سېمې په هېواد کې د نشه یي توکو د تولید ستر مرکزونه بلل کېدل.
پر افغانستان د طالبانو بیاواکمنېدو سره ددې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده، د یوه فرمان له مخې په هېواد کې د نشه يي توکو کښت، تولید او قاچاق منع کړل. د طالبانو سیمه یېزو قوماندانانو او مسوولان هم ژمنه کړې چې د اخوندزاده دغه فرمان به پلی کوي، خو دې ژمنې لا تراوسه د عمل جامه نه اغوستې او طالبان هم پر دې نه دي توانیدلي چې د نشه یي توکو له قاچاق سره مخه ښه وکړي. هغه څه چې ښکاره دي، هغه دادي چې د نشه يي توکو د پیر او پلور دمنع کولو فرمان ددې لامل ګرځیدلی چې د افغانستان په بازارونو کې د تریاکو بیې لوړې شي.
د فراه اوسېدونکي وايي چې ددې ولایت په ځانګړو بازارونو کې سږ کال د تریاکو بیه د تیر کال په پرتله اووه برابره لوړه شوې ده او تریاک له کوم خنډ پرته د کروندګرو او نشه يي توکو سوداګرو ترمنځ معامله کېږي.
ګلاب الدین د فراه یو اوسېدونکی دی. هغه چې د تریاکو د پیر او پلور له بازارونو ښه خبر دی، له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، سږ کال په دې ولایت کې د طالبانو زیاترو سیمه ییزو قوماندانانو کوکنار کرلي و اوله دې لارې یې ښه ګټه ترلاسه کړې ده.
ګلاب الدین زیاتوي چې تیر کال یو کیلو تریاک له درې تر څلور زره افغانیو پلورل کېدل، خو سږ کال یوه کیلو تریاک تر ۲۷زره افغانیو پورې په ځانګړو بازارونو کې پلور کېږي. د نوموړي په وینا، د تریاکو بیه ورځ تر بلې مخ په لوړېدو ده.
فیصل، د فراه ولایت بل اوسیدونکی دی. هغه وايي چې طالب قوماندانانو په یاد ولایت کې د نشه يي توکو بازارونه په خپل لاس کې اخیستي او له دې لارې ښې پرېمانه پیسې ترلاسه کوي. د فیصل په وینا، د فراه ولسوالیو د مرکزونو په بازارونو کې نشه یي توکو لکه د نورو عادي توکو په څېر پلورل کېږي او طالبان سره بېره پر دې چې مخنیوی یې نه کوي، بلکې له خپلو کسانو په استفادې سره هڅه کوي چې دا بازارونه په خپل لاس کې واخلي.
په فراه کې یوه معتبر سر چینه تاییدوي چې د نشه یي توکو د پیر او پلور پر ګرم بازار سربېره، د نشه یي توکو د پروسس کارخونې هم په دې ولایت کې فعالې دي. دا سرچینه وايي، ددې ولایت په بکواه، بالابلوک او فراه رود ولسوالیو کې د نشه یي توکو کارخونې له ځنډ پرته د نشه یي توکو په پروسس بوختې دي. سرچینه ټینګار کوي چې د فراه بالابلوک ولسوالۍ د شیوان سیمه د نشه يي توکو کان بلل کېږي او همدااوس په دې سیمه کې د نشه يي توکو په ځانګړي ډول د شیشې او هیرویینو د تولید کارخونې شپه او ورځ فعالیت کوي. د فراه اوسېدونکي وايي چې هېڅکله یې په دې ولایت کې د نشه یي توکو داسې ګرم بازار نه و لیدلی.
په فراه کې د نشه يي توکو د پیر او پلور زیاتوالي ترڅنګ، په دې ولایت کې د طالبانو والي مرستیال ملا عبدالکریم جهادیار، ولسوالان، د امنیې قوماندان او د ولسوالیو مخوره راوغوښتل او ورته ویې ویل چې د مولوي هبت الله فرمان دې لکه څنګه چې ښايي هماغسې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې پلی کړي.
په فراه کې د تریاکو ګرم بازار ته په پاملرنې، داسې شکونه هم راولاړ شوي دي چې د طالبانو مشر فرمان د خلکو د تیراېستلو له پاره صادر شوی دی. د فراه اوسېدونکي وايي چې د طالبانو د والي مرستیال دا احضاریه هم یو نمایشي کار و او بس.
له دې سره جوخت فراه یوازینی ولایت نه دی چې په هغه کې د نشه يي توکو پیر او پلور روان دی. د هېواد په لویدیځ کې هرات بل هغه ولایت کې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې په یو شمیر ولسوالیو کې د نشه يي توکو د کښت په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.
راپورونه وايي چې د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې پام وړ کوکنار کرل شوي دي او کروندګرو د کوکنار حاصلات د تیر په پرتله ښه بللي دي. خو په هرات کې د تریاکو د پیر او پلور بازار د فراه په شان ګرم نه دی.
شیر احمد د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ اوسیدونکی دی. نوموړي ۱۰۰کیلوګرامه تریاک پیرلي دي او د بیې لوړېدو ته یې په تمه دی، څو یې وپلوري او زیاتې پیسې ترلاسه کړي. شیر احمد وايي چې په دې ولسوالۍ کې د یو کیلوګرام تریاکو بیه ۳۰ زره افغانۍ ده؛ په داسې حال کې چې نوموړي یوه کیلو تریاک په ۱۷افغانۍ پېرلي دي. د شېر احمد په خبره یوازینی بازار چې کولای شي په لنډه موده کې زیاتې پیسې ترلاسه کړي، هغه همدا د نشه يي توکو د پېر او پلور بازار دی.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې د کوکنارو فصل نږدې دی. کروندګر کېدای شي تر راتلونکو ۲۰ ورځو پورې خپلې ځمکې د کوکنارو کښت ته چمتو کړي. په هرات او فراه کې سیمه ییز طالبان خبرداری ورکوي چې د کوکنارو مخه به ونیسي. خو د طالبانو دا خبرداري هم نه دي توانېدلي چې کروندګر د کوکنار له کښت څخه ایسار کړي. په غزني کې سیمه ییزو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې طالبان د تریاکو له حاصل اخېستو وروسته کښتونو ته ورغلي او هغه یې تخریب کړي دي. د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي درې ورځې وړاندې ملت ته د حساب ورکولو پرمهال اعلان وکړ چې په هېواد کې د نشه يي توکو کښت، تولید، پیر او پلور صفر ته رسېدلی؛ خو د نوموړي څرګندونې له واقعیت سره په بشپړ ډول توپیر لري. د طالبانو ډله د نشه يي توکو له کښت، تولید، ویش، پیر او پلور سره نه جلا کېدونکې اړیکه لري. دوی هر کال له دې لارې پاموړ عواید ترلاسه کوي. د نشه يي توکو د تولید او پروسس کارخونو فعالیت هم دا په ډاګه کوي چې د طالبانو قوماندانان په عملي ډول په افغانستان کې د نشه يي توکو د پیر او پلور بازار د کنټرول او انحصار په لټه کې دي.