د طالبانو لاس د بې وزلو په جيب کې، طالبان په سمنګان کې له بشري مرستو «حق» اخلي

د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې یو شمېر مدني فعالان او د پارلمان پخواني غړي د دغه ولایت پر اوسېدونکو د بشري مرستو له غیر عادلانه وېشه شکایت کوي. د هغوی په وينا، طالبان عملاً د اړمنو کورنیو د ثبتولو په بهیر کې حضور لري او د مرستندویه موسسو پر ځايي کارکونکو د فشار په اچولو سره، په نوملړ کې د خپلو غړو او خپلوانو نومونه شاملوي او له اړمنو «حق »اخلي.

په پارلمان کې د سمنګان ولایت یو پخوانی غړی چې نه غواړي نوم یې په دغه رپوټ کې واخيستل شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې د بشري مرستو ډېره برخه د طالبانو د ځايي چارواکو په لاسوهنې سره، د دغې ډلې پر جنګیالیو او کورنیو وېشل کېږي. هغه زياتوي، چې خلک له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي او طالبان د دې پر ځای چې له خلکو سره همکاري وکړي، هڅه کوي د خپلو غړو او خپلوانو جیبونه ډک کړي. هغه چې د مستحقو کورنيو د نوم ليکنې او د مرستو د وېش له بهيره خبر دى، څرګنده کړه، چې په دغه ولايت کې د مرستو د وېش د بهير له پېلېدو سره د طالبانو ډېرى جنګيالي چې د پښتون ميشتو ولايتونو دي، سمنګان ته راځي.

د هغه په ​​وينا، د طالبانو هغه مشران، چې د مرستو د وېش په بهير کې خلاص لاس لري، خپل اوږد نوملړ جوړوي او د مرستندويه موسسو سيمه ييزو کارکوونکو ته يې ورکوي، څو د وړو کسانو په توګه ثبت شي. هغه زیاتوي چې سيمه ييز کارکوونکي د طالبانو د ډلې د غړو د نوملړ د ردولو صلاحیت نه لري.

د سمنګان ولایت مدني فعالان هم ادعا کوي چې په تېرو دوو لسیزو جګړو کې طالب جنګیالیو په بېلابېلو نومونو ګڼې تذکرې اخیستي او اوس له دغو تذکرو په استفادې څو څو ځلي مرستې ترلاسه کوي. په سمنګانو کې یوه مدني فعال سمیع الله (مستعار نوم) ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: « د طالبانو ډيری جنګیالي په مستعارو نومو څو ځلي له بشري مرستو برخمن شوي دي. هېڅ خصوصي یا مدني بنسټ د مرستو د ویش پر بهیر څارنه نه کوي، که چیرې سيمه ييز کارکوونکي د مستحقو کسانو په نوملړ کې د طالبانو د کسانو نومونه شامل نه کړي، پر امنیتي ګواښ سربېره د وېش بهیر هم ګډوډېږي»

د سمنګان ولایت یو بل مدني فعال احمد وايي:«طالبان د مرستو د وېش په ځای کې د مرستو ترلاسه کوونکو ته له ځيرک ټيلفونونو د کار اخيستو اجازه نه ورکوي؛ ځکه دوی وېره لري چې دا تصويرونه به د رسنيو لاسته ورشي. د ویش بهیر تر پیلېدو مخکې د دې ډلې د جنګياليو له لوري ټیلفونونه راټولېږي او د ویش بهير تر پای ته رسېدو پورې په ځانګړي ځای کې ساتل کیږي.»

پردې سربېره، چې په سمنګان کې ځايي طالبان د دې ولایت د ملکي اوسېدونکو پر ځای بشري مرستې ترلاسه کوي، د دې ډلې جنګیالي له نورو ولایتونو هم سمنګان ته د مرستو د ترلاسه کولو لپاره راځي. دغه جنګیالي د مرستو له ترلاسه کولو او په ځايي بازارونو کې د هغو تر پلورلو وروسته، بېرته خپلو ولایتونو ته ستنیږي.

د یوه هوټل څښتن ۸صبح ورځپاڼې ته دا خبره تایید کړې ده. د ايبک ښار يو هټيوال قيوم اکبري وايي، يو شمېر طالبان يې هټۍ ته د خوراکي توکو بستې د پلور لپاره وروړي.

په نغدي مرستو کې لاسوهنه

د سمنګان لپاره د طالبانو د والي ویاند عبدالله هوتک د روان لمریز کال د غويي میاشتې په پیل کې پر خپل ټویټر پر اړمنو کسانو د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د ۲۶۵ زره امریکايي ډالرو نغدي مرستې د وېش د پېلېدو خبر ورکړ. هغه وليکل، چې د نغدو پيسو د وېش بهير د يکشنبې په ورځ د ليندۍ په ۶مه؛ پيل شوې دی. د هغه په ​​وينا، دغه پيسې پر ٩٣١ کورنيو وېشل شوې دي.

د عبدالله هوتک د يادښت له مخې، له دې پيسو پر ١٢ کورنيو ٦٠٠ ډالري، پر څلورو کورنيو ٧٠٠ ډالري او پر ٩١٥ نورو کورنيو ٢٧٥ ډالري مرستې وېشل شوي، چې ټولټال ٢٦٥ زره امريکايي ډالره کېږي. خو په سمنګانو کې د طالبانو د والي وياند د دغو نغدي مرستو په ويش کې د توپير علت روښانه نه کړ.

په سمنګان ولایت کې د نغدي مرستو د وېش د بهیر د څارنې په برخه کې د يوه برحاله بنسټ یو کارکوونکی وايي، د نغدو مرستو د ویش په لومړي پړاو کې یوازې ۳۰ کورنۍ توانیدلي چې ۲۷۵ ډالره مرسته ترلاسه کړي، خو د دغه ولایت په ايبک ښار او ولسوالیو کې ۸۸۵ کورنيو یوازې ۱۸۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې دي، هرې کورنۍ شاواخوا ۲۰۵ ډالره ترلاسه کړي، چې په وينايي بايد هرې کورنۍ ته ۲۷۵ امریکايي ډالر ورکړل شوي وای، خو د هرې کورنۍ حق ۷۰ امریکايي ډالره کم شوی دی.

د اېبک ښار يوه اوسېدونکی عبدالحليم د دوشنبې په ورځ د ليندۍ پر ۷مه، نغدي مرسته ترلاسه کړې ده. هغه ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې نږدې دوه مياشتې وړاندې يې نوم د يوې مرستندويه موسسې د سيمه ييزو کارکوونکو له خوا ثبت شوى و او دليندۍ پر ۷مه يې مرسته ترلاسه کړې ده. عبدالحکیم زیاتوي چې له ساعتونو انتظار وروسته یې ۱۸ زره افغانۍ نغدې پيسې ترلاسه کړي او د دې ادارې سيمه ييزو کارکوونکو ورته ویلي، چې که د مرستندویه موسسو او د طالبانو د استازو له خوا ورسره ټيلفوني اړيکه ونيول شوه نو بايد تایید کړي، چې د UNCHR له مرستو يې ۲۷۵ ډالره ترلاسه کړي دي.

د اړمنو په نوملړ کې د شاملېدو لپاره د باج ورکړه

له دې ټولو سره سره، د سمنګان ولایت د مرکز او ولسوالیو اوسیدونکي کله ناکله دې ته اړ کيږي، چې په نوملړ کې د خپلو نومونو د شاملېدو لپاره طالبانو ته پيسې ورکړي. لینا هغه کونډه ده، چې شاوخوا ۳۵ کاله عمر لري. هغه د یوې پنځه کسیزې کورنۍ مسووليت پرغاړه لري. لينا وايي، د هغې يوه ګاونډي چې د طالبانو په ليکو کې دنده لري، شاوخوا څلوېښت ورځې وړاندې د دې نوم د مستحقو کسانو په نوملړ کې شامل کړ. د هغې په ​​وينا، د دې کار په بدل کې مجبوره شوې، چې له دغه طالب جنګيالي سره د اووه زره افغانيو بډو ژمنه وکړي. اوس مېرمن لینا د ۱۸۰۰۰ افغانیو له ترلاسه کولو وروسته، د هغو ۷۰۰۰افغانۍ د باج په توګه يوه طالب ته ورکړې دي.

خو په سمنګانو کې د وسله والو طالبانو ځايي چارواکي اړمنو کورنيو ته د بشري مرستو د عادلانه او شفاف وېش خبره کوي او ټينګار کوي، چې په دې پروسه کې يې لاسوهنه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د روان کال په تېرو نهو میاشتو کې یې په افغانستان کې پر ۲۴،۳ میلیونه وګړو خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشلي، څو له لوږې خوندي وي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ټینګار کړی چې دا مرستې یوازې د ملکي وګړو او اړمنو خلکو لپاره په پام کې نیول شوې دي.

ورته لیکنې

Back to top button