د طالبانو لوړو ګمرکي تعرفو د ننګرهار د شوکاڼو د ۴۵ کارخونو چارې ټکنۍ کړې دي

د جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته طالبانو پر صادراتي او وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړې، چې له امله یې سوداګر او صنعتکاران له سخت مالي زیان سره مخ شوي.

ننګرهار کې د شوکاڼي کاروباریان وایي، له کله راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي د تېر په پرتله یې پر شوکاڼي ګمرکي تعرفه دوه برابره لوړه کړې، چې له دې امله یې میلیونونه افغانۍ زیان لیدلی دی.

دوی زیاتوي، د طالبانو دغې پرېکړې د شوکاڼي د پروسس د نږدې پنځوسو کارخونو چارې ټکنۍ کړي او ګڼ په کار بوخت کسان یې بې روزګاره شوي.

د ننګرهار په شېخ مصري ښارګوټي کې د شوکاڼي د پروسس د یوې کارخونې مسوول حاجي یارمحمد وایي، د ګمرکي تعرفې د لوړوالي له امله له شاخوا شپږو میاشتو راهیسې له یوې کارخونې هم بهر ته صادرات نه دي شوي.

د هغه په خبره د شوکاڼي په کارخونو کې شاوخوا ٢٥ زره کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت وو، چې دې چارې ټول په کور کېنولي دي.

نوموړي له ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «له کله چې طالبان واک ته ورسېدل، د شوکاڼي پر صادراتو یې ګمرکي تعرفه لوړه کړې. پخوا یې د یو ټن مال پر سر ١٣٠٠ افغانۍ اخېستې، خو اوس ٢٥٠٠ افغانۍ ګمرک اخلي موږ ته د هر موټر پر سر پنځه زره افغانۍ تاوان رسېږي، پخوا په دې فابریکو کې کابو ٢٥ زره کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول بوخت وو؛ خو اوس له ساتونکو پرته نور ټول رخصت شوي دي.»

د کارخونو مسوولین وایي، لوړه ګمرکي تعرفه د دې لامل شوې، چې د افغانستان شوکاڼي نړۍوال بازار له لاسه ورکړی او پرځای یې نورو هېوادونو بازار خپل کړی.

د یوې بلې کارخونې مسوول دوست محمد شېرزاد خبرداری ورکوي، چې د طالبانو له لوري لوړې ګمرکي تعرفې د شوکاڼي کاروبار له سقوط سره مخ کړی او اندېښنه لري، که دوی له خپلې پرېکړې په شاه نه شي پانګوال به په دې برخه کې خپلې پانګې له هېواده بهر وباسي.

دی زیاتوي: «موږ نور د پرمختګ هیله له لاسه ورکړې؛ ځکه د ګمرکي تعرفې له امله مو نړۍوال مارکېټ بایللی او نور هېوادونه مخکښ شوي او زمونږ ځای یې نیولی، که طالبان ګمرک او مالیه کمه نه کړي ډېر پانګوال به خپلې شتمنۍ نورو هېوادونو ته ولېږدوي.»

خو د ننګرهار د ګمرک لپاره د طالبانو رییس بیا وایي، د ګمرکي تعرفې لوړوالی د مرکزي حکومت امر دی او دوی یې یوازې د تطبیق مسوولیت لري.

د ګمرک رییس حاجي عبدالهادي ابرار د شوکاڼي د پروسس په برخه کې د چارو ټکني کېدل ردوي او زیاتوي، چې هره ورځ د تورخم بندر له لارې تر پنځوس موټرو شوکاڼي لېږدول کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «د پخوا په پرتله د شوکاڼي لږ صادرات کم شوي؛ خو اوس هم هره ورځ پنځوس یا شپېته موټر شوکاڼي پاکستان او بیا نورو ملکونو ته رسېږي، تعرفه موږ نه ده زیاته کړې، دا د مرکز امر دی او مونږ د دې د عملي کولو لپاره قدم اخیستی دی.»

د شوکاڼي په دغو کارخو کې ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه، چې د ګمرکي تعرفې له لوړوالي سره په کور شوي او له جدي اقتصادي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.

خیال محمد چې د شوکاڼي د پروسس په یوه کارخونه کې په کار بوخت و د طالبانو دغه پرېکړه ظالمانه بولي او پر دغې ډلې غږ کوي، چې د خپلو شخصي ګټو په موخه دې د خلکو کاروبار نه زیانمن کوي.

نوموړی له طالبانو غوښتنه کوي، چې د کاروبار پر وړاندې د خنډ جوړولو پرځای دې د دې برخې د پياوړې کېدو لپاره کار وکړي.

خیال محمد زیاته کړه : «له کله چې طالبانو ګمرک زیات کړی او کارخانې بندې شوي زه وزګار شوی یم، کور کې نور د خوراک لپاره هېڅ هم نه لرم، دا ډېر ظلم دی، چې طالبان د خپلو ګټو لپاره په کاروباریانو ګمرک زیاتوي.»

د شوکاڼي کاروباریان وایي، واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې اروپایي، امریکایي او یو شمېر اسیایي هېوادونو ته له ننګرهاره پنځه سوه ټنه شوکاڼی صادرېدل او په نړۍوال بازار کې یې ځانګړی ځای خپل کړی و، چې د طالبانو له راتګ وروسته یې سخت مالي زیان لیدلی او کار یې په ټپه درېدلی دی.

ورته لیکنې

Back to top button