د طالبانو شریعت، په متروکو وهل او سنګسارول دي

شهاب

په اوسني وخت کې او له هغه وروسته چې د ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې د ژورو بدلونونو له امله د انساني کرامت او ارزښت په اړه د هغو بدلونونو په ګډون چې رامنځته شوي، د دين په اړه ډېرې عنعنوي مفکورې ټکنۍ او تر پوښتنې لاندې راغلې دي. له همدې امله، ځینو خلکو هڅه وکړه چې دیني متنونه بیا ولوستل شي او د «پاراډایم بدلون» په پام کې نیولو سره چې له تېرو وختونو پاتې شوي ډیری مذهبي چلندونه او مفکورې له پامه وغورځوي او د دیني متنونو په تفسیر کې د وخت اړتیاوې په پام کې ونیسي.

یو له هغو یقیني موضوعاتو څخه چې په اوسني پېر کې ثابت نه ګڼل کېږي ډېرو پوهانو او ځینو مسلمانو فقهاوو د هغوی د بیا ارزونې هڅه کړې ده او په دې اړه نوي نظرونه مخې ته راغلي دي، چې د «سنګ‌سار» مسله ده. که څه هم د اسلام په تاریخ کې داسې ډلې او اشخاص شتون لري چې د داخلي مذهبي دلایلو له امله یې مخالفت کړی، خو د وخت په تېرېدو سره دا اعتراضونه له پامه غورځول شوي او سنګسار کول د اسلامي سزا په توګه ګڼل شوي چې هېڅ شک پکې نشته؛ خو اوس فضا بدله شوې او داسې کسان نشته چې په ښکاره د دی کار مخالفت وکړي او یا د سختو شرایطو په لګولو سره د هغې د تطبیق ځنډولو جراات وکړي. زموږ په زمانه کې د سنګسار سزا «سخته او وحشیانه سزا» ګڼل کېږي او له همدې امله د اسلام مدافعین باید له دې د خلاصون لاره ومومي.

یو له هغو کسانو چې د سنګسار سزا په اړه یې په تفصیل سره لیکلي دي د «عصام حلمي تلمیه» په نوم یو کس دی چې د یوسف قرضاوي شاګرد او له الازهر پوهنتونه فارغ دی. په دې اړه يې مکمل كتاب هم ليكلى او د بې شمېره ديني دلايلو په بيانولو سره يې هڅه كړې ده چې دا معنى ثابته كړي چې سنګسار د اسلامي جزا برخه نه ده او بايد په اسلامي جزا كې شامل نه شي چې د دښمنانو د تبليغ لپاره یې زمينه برابره كړې، ترڅو د اسلام پر ضد داسې تبلیغات وکړي چې پدې کار سره اسلام بدنام کړي.

ما په دې وروستیو کې می ولیدل چې د شرعي علومو یو متخصص د «ثائر علی الحلاق» په نوم په عصام تلمیه نیوکه کړی چې ولې یې بې ضرورته ځان ستړی کړی، او خپل وخت یې پدې مصرف کړی چې ثابته کړه چې سنګسار غیر اسلامي کړنه ده؛ ځکه چې د شرعي علومو دغه متخصص په اند موږ په داسې حالت کې نه يو چې په اسلامي هېوادونو کې واکمنان يو په بل پسې د اسلامي شريعت د احکامو د پلي کولو هڅه کوي او له بله پلوه غواړي د سنګسار سزا هم عملي کړي او موږ وغواړو چې د دښمنانو د تبلیغاتو مخه ونیسو او د اسلام بدنامه نشي، نو له همدې کبله چې د سنګسار سزا اسلامي سزا نه ده او مسلمان واکمنان یې باید مخه ونیسي. د هغه په ​​وينا، په هېڅ اسلامي هېواد کې مسلمان واکمن د شرعي احکامو له پلي کېدو سره علاقه نه لري او له همدې امله پر داسې مسايلو خبرې کول د وخت ضايع کول دي.

له دې ټولو سره سره د دې کرښو لیکوال په دې باور دی چې له دې ډول مسایلو سره معامله نه یوازې ګټوره بلکې یو له مهمو کارونو څخه هم ده او هغه خلک چې د دیني علومو سره سر او کار لري باید ورته پام وکړي. زما دا ادعا کیدای شي ډیر اسناد ولري، خو زه به په چټکۍ سره دلته دوه مهم دلیلونه وړاندې کړم:

لومړۍ: د ثائر الحلاق د مفکورې په خلاف اوس طالبان په افغانستان كې واک ته رسیدلي او د شرعي قانون پلي كولو هوډ لري. ناورین هغه وخت اوج ته رسیږي چې دا ډله چې د تاریخ له ژورو څخه راوتلې او د ابتدایي ذهنیت خاونده ده، غواړي چې د دین په اړه د هماغه ساده مفاهیمو او له پخوانیو کتابونو څخه اخستل شوي شریعت پلی کړي. یو له هغو مجازاتو څخه چې طالبان یې په پلي کولو کې زیات لیوالتیا ښيي، د سنګسار سزا ده. دغې ډلې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال دا کار وکړ او نړیوالو اعتراضونو ته یې هېڅ پام ونه کړ. آن کله چې دوی په لیرې پرتو سیمو او په کلیوالو سیمه کې هم د سنګسار ساز له عملي کولو ډډه نه کوله. څو کاله وړاندې طالبانو په غور کې د رخشانې په نوم یوه نجلۍ په بې رحمانه ډول سنګسار کړه او د هغې ویډیو یې په رسنیو کې خپره کړه. واک ته د طالبانو له رستنیدو وروسته د ۸صبح ورځپاڼې په ګډون په یو شمیر رسنیو کې داسې راپورونه هم خپاره شول، چې ګواکې طالبان په ځینو ولایتونو کې د سنګسار سزا ورکوی او د هیچا پروا نه لری. همدا اوس د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د «جنايتکارانو» په دُرو وهلو خبرونه خپريږي. ظاهراً، طالبان پخپله لېواله دي چې د دوی د کړنو انعکاس وشي؛ ځکه د دوی ویاندان دا خبرونه د رسمي چینلونو له لارې رسنیو ته ورکوي. هغه کسان چې د طالبانو له نړیوال لید او ذهنیت سره اشنا دي هیڅکله به د طالبانو له دغه چلند څخه حیران نه شي. په هرصورت، په ۲۱ پیړۍ کې د مجرمینو په دُرو  وهل څه معنی لري او په داسې حالت کې چې وکیلانو او حقوق پوهانو بدیل وړاندیز کړی دی.

دوهم: کله چې په ۲۰۱۴ کال کې داعش ناڅاپه په عراق او سوریه کې راڅرګند شو او یوه عجیبه ګډوډۍ یې پیل کړه او له تاوتریخوالي ډک چلند یې څرګند کړ، ډېرو مسلمانانو ویل چې د داعش د جنګیالیو وحشتناک چلند او خونړی جنایتونه له اسلام سره هیڅ تړاو نه لري او له اسلام او اسلامي خلافت څخه ناوړه ګټه پورته کوي؛ خو کله چې موږ د داعش منبر مخي ته کې ناستو او د هغوی خبرې مو واورېدې، نو فکر مو کولو چې هغوی له موږ څخه ډېر د «مذهبي او فقهي دود» تر اغېز لاندې دي او هر کار چې کوي، له دیني اړخه د خپلو کړنو لپاره دلیل لري.

ځينې پوهان دا غوره ګڼي چې په ديني دودونو کې شته توهمات او غلط تعليمات دې له پامه وغورځول شي او د هېرولو بادونو ته دې پرېښودل شي او پر ځای دې د ديني رواياتو د روښانه او دفاع وړ ټکو د روښانولو لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي. هغه ستونزه چې دا حالت رامینځته کوي دا دی چې موږ په دیني دود کې د تیارو او خطرناکو ټکو شتون ته پالمرنه نه کوو چې یو شمیر بې وجدانه خلک له دغو تورو ټکو څخه د خپلو خود غرضه، بد اخلاقه او غیر اخلاقي چلند د پیاوړتیا لپاره ګټه پورته کوي او موږ د دوی سره د معاملې لپاره بیا کومه لار نلرو.

موږ په کاپی اندازه په مذهبي دودونو باندې په زړورتیا نیوکه کولی شو. دا مهمه نده چې آیا دا نیوکه د مذهب دننه ده یا د مذهب دباندې. موږ په دواړو برخو کې د طالبانو او د هغوی په شان ډلو ته د ننګولو لپاره یو څه لرو. هغه څه چې مهم دي دا دي چې دیني مفکورې د عقل او اخلاقو له مخې اندازه کیږي ترڅو د هغو چلندونو د خپریدو او نفوذ په وړاندې خنډونه رامنځته کړو چې ټولنې او مذهب او آن دینداره خلکو ته زیان رسوي.

حل لارې باید ولټول شي ترڅو په هر هېواد کې عرفي قوانین د بېلابېلو جرمونو لپاره سزاګانې په پام کې ونیسي. دې مسايلو ته په کتو بايد دينداره خلک د دين په مرکزي ارزښتونو، اصولو او اخلاقو خبرې وکړي او په ټولنه کې يې د بنسټيز کولو لپاره هلې ځلې وکړي او په دې برخه کې د نورو کارونو ترڅنګ له ټولنې د بې وزلۍ او لوږې د لیرې کولو هڅې وکړي. په کومه ټولنه کې چې بې وزلي له حده زیاته شوې وي، په داسې ټولنه کې لومړی باید د خلکو لومړنیو اړتیاوو ته پام وشي.

Back to top button