د طالبانو د پوهنې وزارت د ګرمو سیمو ښوونځي د لسو ورځو لپاره رخصت کړل

۸صبح، کابل: د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې د ګرمو ولایتونو ښوونځي د بېمخینې سړې هوا له امله د لسو ورځو لپاره رخصت شوي دي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مکتوب له مخې، چې سه شنبه د مرغومي پر شلمه نېټه د ۸صبح ورځپاڼې لاس ته رسېدلی دغه وزارت د ګرمو ولایتونو د ښوونځیو د رخصتۍ سپارښتنه کړې ده.
په مکتوب کې لیکل شوي، چې په هېواد کې د بېمخینې سړې هوا او د ګرمو ولایتونو د پوهنې ریاستونو د غوښتنې له امله او د زدهکوونکو ژوند او روغتیا ته په پاملرنې د هېواد د ګرمو ولایتونو ښوونځي د مرغومي له ۲۱ د سلواغې تر لومړۍ نېټې رخصت دي.
د دغه وزارت په وینا درسونه به د سلواغې له لومړۍ نېټې بېرته عادي وضعیت ته وګرځي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپېژندنې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د سړې هوا یوه څپه د هېواد له لوېدیځ او شماللوېدیځ څخه دننه شوې او پر شمالي، شماللوېدیځ، لوېدیځ، شمالختیځ او مرکزي ولایتونه به سخته اغېزه وکړي.