له بشري مرستو د طالبانو ناوړه ګټه اخیستنه، هېوادوال د حساب ورکولو غوښتنه کوي

امریکايي نشریې «فارن پالیسي» په یوه څېړنیز رپوټ کې لیکلي، چې طالبان له هغو ملیونونه ډالرو نغدي مرستو نه چې هره اوونۍ افغانستان ته لېږل کیږي، ناوړه ګټه پورته کوي. دغې رسنۍ د خپلو سرچینو له خولې لیکلي، چې د بشري مرستو یوه لویه برخه اړمنو خلکو ته نه رسېږي. د دغه رپوټ له مخې، له افغانستان سره د مرسته کېدونکو پیسو یوه برخه چې اندازه یې څرګنده نه ده، د طالبانو له لوري غلا کیږي او د دغې ډلې د مشرانو د شخصي موخو لپاره لګول کیږي. یو شمېر هېوادوال، سیاستوال او اقتصادي شنونکي هم په دې باور دي، چې له افغانستان سره کېدونکې بشري مرستې د طالبانو له لوري تس و نس کیږي. هغوی د طالبانو له لوري هېوادوالو ته د حساب ورکولو او د دغو پيسو پر لګول کېدو د هېوادونو او مرستندیو بنسټونو د جدي څارنې غوښتنه کوي، خو دا هغه غوښتنه ده، چې طالبان یې کله هم په تړاو ځواب ویونکي نه دي پاتې شوی.
د کاپیسا ولایت یو اوسېدونکی نصیر احمد له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: « په دې کې شک نشته چې د مرستو پیسې د طالبانو له خوا حیف و میل کیږي. په تېر یو نیم کال کې له افغانستان سره په میلیونونو ډالره مرسته شوې ده. که دا پیسې تس و نس شوي نه وای، نو بې وزلي به تر دې بریده نه پراخېده. طالبان باید راشي او حساب ورکړي چې دا پیسې چېرته دي او چېرته لګول کیږي.»
نصیر احمد زیاتوي، چې افغانستان ته له میلیونونو ډالرو نغدي مرستو سره سره، د بې وزلۍ او لوږې لمن پراخه شوې او دغو مرستو د هېوادوالو د عادي ژوند پر وضعیت کوم اغېز نه دی کړی. د ده په وینا، طالبان د مرستو ډېره برخه پر خپلو جنګیالیو او یا په دې ډلې پورې اړوند کسان وېشي.
یو شمېر سیاسي څېرې هم غوښتنه کوي چې طالبان دې ولس ته حساب ورکړي او ملګري ملتونه او مرستندوی هېوادونه دې له طالبانو حساب واخلي. د افغانستان د ملي کنګرې ګوند مشر او د ولسي جرګې پخواني غړی عبداللطیف پدرام له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي:« افغانستان په ټولیزه توګه د طالبانو په واک کې دی. چیرته چې مرسته کیږي، هغوی له خپل فشار او نفوذه کار اخلي، په عین حال کې،مرستې باید خلکو ته ورسیږي. خلک وږي او بې وزلي دي او دا مرستې باید بندې نه شي.»
ښاغلی پدرام د دغو مرستو د تس و نس کېدو د مخنیوي لپاره داسې وړاندیز کوي: «ملګري ملتونه باید د مدني بنسټونو او د خلکو د شوراګانو د ځانګړو مشورتي ډلو د جوړولو له لارې چې لږ ترلږه څارنه وکړي، دغه مرستې ورسوي، کنټرول یې کړي او حساب واخلي. هر چېرته چې مرستې کیږي، باید د رسنیو له لارې ثبت شي او ورسره هممهاله، طالبان باید راپور ورکړي چې ملګرو ملتونو چېرته او کومې مرستې کړې دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې «فارن پالیسي» مجلې د جمعې په ورځ د لیندۍ پر۹مه خبر ورکړ، چې د امریکا او ملګرو ملتونو له خوا هره اوونۍ لسګونه میلیونه ډالر په ټول افغانستان کې د وېش لپاره کابل ته لېږدول کېږي، خو د دې پیسو ډېره برخه په اصل کې اړمنو خلکو ته نه رسېږي. سرچینو فارن پالیسي ته ویلي، چې له افغانستان سره د پیسو د کېدونکو مرستو یوه برخه چې اندازه یې څرګنده نه ده، د طالبانو له لوري غلا کیږي. د دغه رپوټ له مخې، دغه مرستې له خپلو اصلي موخو اړول شوې او د طالبانو د جګپوړو مشرانو د شخصي موخو لپاره لګول کیږي.
د افغانستان یوه پخواني استخباراتي او پوځي چارواکي چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې له دې امریکايي رسنۍ سره خبرې کړې ویلي، چې خوراکي توکي او نغدې پیسې د طالبانو د ځینو ځایي قوماندانانو له خوا د دغې ډلې پر کورنیو او ملاتړو وېشل کېږي. هغه او په افغانستان کې یوې بلې خیریه سرچینې څرګنده کړه چې په نورو سیمو کې طالبان د بشري مرستو د وېش لیستونه کنټرولوي.
دغه پخواني افغان افسر فارن پالیسي ته ویلي: «طالبان د پيسو د څارنې او مدیریت په حال کې دي او پریکړه کوي چې کومو خلکو ته او د هیواد کومې برخې ته ولېږدول شي. خلک ناچاره دي. «طالبان]» په هېواد په ځانګړې توګه د غور او بادغیس ولایتونو په هزاره میشتو او تاجیک میشتو سیمو او نورو لېریو پرتو سیمو کئ هېڅ ملاتړ نه لري.»
په امنیتي ادارو او خیریه موسسو کې نورو سرچینو رسنیو ته ویلي چې طالبان د ډالرو د کسر لپاره د پیسو د لېږد غیر رسمي سیسټم (حواله) کاروي. فارین پالیسي لیکي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک او د افغانستان خصوصي نړیوال بانک (AIB) ته نغدې پیسې لیږدول کیږي، چې د ملګرو ملتونو ادارې حسابونه پکې لري، خو په تړاو هیڅ حساب نشته چې پیسې په پای کې چیرته ځي.
دغې رسنۍ زیاته کړې چې د امریکا متحده ایالتونو او ملګرو ملتونو په داسې حال کې چې طالبان د ښځو او نورو ډلو پر وړاندې د «وحشیانه چلند» له امله غندي، د ټولېزې لوږې د مخنیوي لپاره میلیاردونه ډالر هم برابر کړي دي.
له بلې خوا، د امریکا متحده ایالتونه او ملګري ملتونه له څو میاشتو راهیسې هره اوونۍ کابل ته لسګونه میلیونه ډالر نغدې پیسې لیږدوي. د رپوټونو له مخې، په لومړي سر کې د دغو مرستو اندازه په اوونۍ کې ۳۲ میلیونه ډالره وه، خو وروسته زیاته شوه او په ځینو مواردو کې هره اوونۍ له ۴۰ تر ۸۰ میلیونو ډالرو پورې نغدې پیسې کابل ته استول کېږي.
تر دې وړاندې امريکا متحدو ايالتونو ويلي وو، چې په تېر یوه کال کې له يو ميليارد ډالرو نه زياتې بشري مرستې د دغه هېواد د خلکو د ملاتړ او د نړيوالو سازمانونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د مالي ستونزو د حل په موخه افغانستان ته لېږل شوې دي. خو فارن پالیسي مجلې د سرچینو له خولې ویلي، چې د بشري مرستو ډیره برخه هېڅکله هغو کسانو ته نه رسیږي چې ورته اړتیا لري.
نغدي او غیر نغدي مرستې د افغانستان د پولي اقتصاد د ساتلو او په دغه هیواد کې د لوږې د مخنیوي په موخه ترسره کیږي. خو ډېری هېوادوال د دغو مرستو له کموالي شکایت کوي. شیرین اغا د هیواد یو بې وزله وګړی دی. هغه له خپلو اتو ماشومانو سره د کابل ښار په یوه ګوټ کې په یوه داسې کور کې چې دروازه او دېوالونه نه لري، ژوند کوي. دا سړی شاوخوا ۴۵ کاله عمر لري او د سبو د بازار یو کارګر دی. هغه وايي چې په تېرو پنځلسو مياشتو کې يې يوازې يوه بوجۍ اوړه او يو بوتل اوبلن غوړي ترلاسه کړي دي.
شیرین اغا له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې څرګندوي:« څو ځلي زموږ سروې وشوه، خو یو ځل یې هغه هم څو میاشتې وړاندې له ما سره د یوې بوجۍ اوړو او یو بوتل غوړیو مرسته وکړه او بس. تر نن ورځې پورې موږ هیڅ نوره مرسته نه ده ترلاسه کړې او دا مهال موږ د سونګ لرګي نه لرو او په سړه هوا کې ژوند کوو. زه یولاسګاډی لرم او په بازار کې کار کوم او د ورځې له ٢٠ تر ١٠٠ افغانيو کار کوم.»
یو شمېر نور هېوادوال چې له هېڅ ډول مرستو نه دي برخمن شوي، وايي چې د مرستو بستې يوازې د رسنيو له لارې ګوري. د کابل اوسېدونکی هارون وايي: « موږ د افغانستان په نوم د میلیونونو ډالرو مرستې یوازې د رسنیو له لارې ګورو، خو هېڅ وخت ترې برخمن شوي نه یو. د دې پیسو ډېره برخه د طالبانو له خوا حیف و مېل کېږي، او ځواب ویونکي هم نه دي، چې چېرته لګول کیږي. ملګري ملتونه هم په دې هکله خلکو او نړۍ ته راپور نه ورکوي.» د کابل دغه اوسېدونکی له طالبانو غواړي چې هېوادوالو ته معلومات ورکړي چې افغانستان ته د میلیونونو ډالرو نغدي مرستې او زرګونه ټنه خوراکي توکي چې د مرستې په توګه رالېږل شوي، چېرته مصرف شوي دي.
بلخوا، د اقتصادي چارو شنونکي له افغانستان سره د نغدي مرستو د اهمیت خبره کوي او وايي چې د دې مرستو بندېدل په دغه هېواد کې د «لوی» اقتصادي ناورین لامل کېدای شي. مجیب الرحمن عثماني چې د اقتصادي چارو یو شنونکی دی، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «په هر حالت کې که دا مرستې خلکو ته ورسیږي او کنه، افغانستان ته ښې ګټې لري، ځکه چې د اسعارو بازارونه او د توکو بیې یې تر یو بریده کنټرول کړي دي. خو که بندې شي، د ډېرو هغو بنسټونو د فعالیت د درېدو لامل کیږي چې دا مهال د پوهنې، خوارځواکۍ، روغتونونو او طبیعي پېښو ته د رسېدو په برخو کې کار کوي. دغه راز د دغو مرستو بندېدل د اوږدمهاله اقتصادي ناورین لامل کیږي.»
د اقتصادي چارو دغه شنونکی ټینګار کوي: «د مرستو په بهیر کې د روڼتیا نشتوالی، چې د لګول کېدو څرنګوالی یې څرګند نه دی، د هغو نړیوالو سازمانونو د حساب ورکونې نشتوالی چې پخپله په افغانستان کې د څارونکو په توګه کار کوي او له اونیزو ډالري مرستو سره سره د خلکو د ژوندانه په وضعیت کې د ښه والي نه راتلل، دا ثابتوي چې دغه مرستې حیف و مېل کیږي.
تر دې وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې (سیګار) هم له افغانستان سره د کېدونکو مرستو د لګول کېدو د څرنګوالي او د مرسته شویو پیسو د سرچینو په تړاو خبرې کړې وې. د امریکا د ځانګړې څارونکې ادارې د راپور له مخې، د امریکا حکومت د طالبانو له واکمنېدو وروسته، له افغانستان سره د شویو۱.۱ میلیارد ډالرو نغدي مرستو په تړاو د دغې ادارې د څېړنو مخه نیسي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان ساپکو ویلي، چې د ده دفتر په خپل تاریخ کې په لومړي ځل پر دې نه دی توانیدلی چې د یو شمېر دولتي ادارو د نه همکارۍ له امله په افغانستان کې د امریکا د حکومت د لګښتونو راپور وړاندې کړي. ساپکو زیاته کړې، چې د امریکا پراختیايي ادارې او د دغه هېواد د مالیې وزارت د هغو ۱.۱ میلیارد ډالرو نغدو پیسو په تړاو چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته استول شوي، د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم دوی ته په دې هکله معلومات نه دي ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې ملګرو ملتونو تر اوسه د دغې بودجې د سرچینې په تړاو په رڼه توګه معلومات نه دي وړاندې کړي او په دې برخه کې داسې اندېښنې هم شته چې ښایي دغه پیسې د طالبانو لاسته ورغلي وي.
دغه ميليونونه ډالره مرستې په داسې حال کې له افغانستان سره کېږي چې د لوږې د نړيوال شاخص په وروستي راپور کې افغانستان د تېر کال په پرتله خوراکي توکو ته د لاسرسي له پلوه شپږم مقام ته راغورځېدلی دی. د دغه سازمان د راپور له مخې، سږ کال افغانستان د نړۍ په ۱۲۱ هېوادونو کې یوسلو نهم ځای خپل کړی، په داسې حال کې چې تېر کال دغه هېواد یوسلو دریم ځای درلود.