تخار کې د طالبانو خپل منځني نښتې؛ یو لوړپوړی قوماندان او دوه طالبان وژل شوي دي

۸صبح، تخار: تخار کې ځايي سرچینې وايي چې په دې ولایت کې د طالبانو په خپلمنځي نښته کې، ددغې ډلې یو لوړپوړی قوماندان او دوه غړي یې وژل شوي دي.

سرچینې وايي دا نښته د غويي په لومړې نېټه د جمعې په سهار ۸:۳۰ بجې، د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ او درقد ولسوالۍ د پولې ترمنځ، په اکبرخان سیمه کې رامنځته شوې ده.

په دغه نښته کې د درقد ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ګارنیزیون قوماندان طوره خان، او ددغې ډلې دوه نور غړي هر یو امین او عبدالولي وژل شوي دي.

د طالبانو دغه خپلمنځي نښته د سیمه ییز واک پر سر د وېش له امله رامنځته شوې ده.

طوره خان چې د درقد د طاهریانو د کلي اصلي اوسېدونکی دی د سیمې د اوسېدونکو په وینا د ملکي کسانو، پخواني امنیتي ځواکونو په وژلو او د درقد ولسوالۍ په سقوط کې یې رغنده رول درلود.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د تخار ولایت مرکز تالقانو ښار کې د طالبانو په خپلمنځیو نښتو کې هم، ۱۸ طالبان ووژل او ټپیان شول.

د طالبانو خپلمنځي نښتې په دې وروستیو کې ډېرې شوي او تل له زیانونو سره مل وي.

ورته لیکنې

Back to top button