د هېواد په شمال کې بریدونو ته د طالبانو غبرګون

لیکنه: اتل سالار هاشمي

د هېواد شمالي ولایتونو کې د پرلپسې بریدونو په غبرګون کې طالبانو یوځل پخوا له خوست او شاوخوا سیمو پښتانه طالبان ور ټول کړي وو، هغه وخت پنجشېر او ورسره څېرمه سیمو کې خورې ورې نښتې زیاتې وې، اوس في الحاله ور څېرمه ولایت بدخشان کې د جګړې یوې بلې بڼې زور اخیستی دی، چې دغه ډول جنګ واکمنې طبقې ته د سر او مال ډېر زیان اړوي.

دا ځل په اصلاح له لوی کندهار څخه د طالبانو هغه مشران چې په ډېره بې رحمۍ، وحشت او ډبر زړو مشهور دي، شمال ته لېږلي دي، یوازې د مشرانو لېږل هم نه دي، بلکې ورسره يې ګڼ شمېر په جګړه مارۍ کې مشهور جنګیالي او افراد هم ور لېږلي دي چې د خپلو مشرانو لپاره د پياوړي موټ کار ور کړي، دا کار څو انګېرنې لري:

یو؛ دا چې طالبان په سیمه کې سخت او وحشي عملیات کول غواړي، له دې امله يې تازه دمي ځواکونه سیمې ته لېږلي دي، دا چې جګړه مخامخ نه ده، بلکې هغه ډول ده لکه دوی چې به کندهار او نورو ولایتونو کې د تېر دولت خلاف کوله، نو ځکه يې د کندهار او شاوخوا ولایتونو افراد غوښتي دي چې هماغه ډول تکتیکونه د دښمن خلاف وکاروي لکه دوی چې به پخوا د خپل دښمن خلاف کارول.

دویم؛ دا چې طالبانو په سیمه پر فارسي ژبو طالبانو باور بایللی دی، له دې امله يې خپل مشران او کشران هلته ولېږل چې د چارو واګې له محلي طالبانو څخه واخلي او پښتنو په خاص ډول د کندهار طالبانو ته يې وسپاري، د دوی فکر دا دی چې دغه کړنه به د امنیت په ښه والي کې مهم رول ادا کړي.

دریم؛ دا چې طالبان تر خپل منځ اختلافات سره لري، دغه بریدونه هم د دوی د خپل منځي اختلافاتو نتیجه ده، نو په کندهار کې ناست طالب مشران (شیخ او ورسره همفکره ډله يې) غواړي هلته د خپلو مخالفو طالبانو لاسونه لنډ کړي، خپل موټ پياوړی کړي، لکه د بلخ د والي تر وژلو وروسته چې يې هلته هم د کندهار والي یوسف وفا (ملا امین نورزی) ولېږی، دلته هم غواړي چې د خپل ګورت بډیان را میدان ته کړي، څو د لوبې رُخ خپل لور ته کړي.

څلورم؛ دا چې طالبان د سیمې خبرونه نشر ته نه ور کوي، هلته جګړه زیاته ده، د طالبانو شته ځواک يې په کابو کولو کې پاته راغلی دی، نو ځکه يې د نویو ځواکونو غوښتنه وکړه چې طالبانو له خپل اصلي مرکز کندهار څخه د ځواکونو په لېږلو دغه کمی پوره کړ.

زما په نظر، که دا هر احتمال واقعیت ولري، نو د طالبانو اینده روښانه نه برېښي او جدي ننګونې يې په مخکې پرتې دي. راځئ اوس پر دې هر احتمال تفصیلي بحث وکړو:

لومړی احتمال دا دی چې طالبان په سیمه سخت عملیات کوي، ممکن له دې سره جوخت کور په کور تلاشي وکړي، له هر کور څخه چې اسلحې او د بمونو مواد تر لاسه شول، هغه به دښمن ګڼل کېږي، برخورد به هم ورسره د دښمن په شان کېږي.

طالبانو دا کار وړاندې هم کړی دی، پنجشېر کې يې همداسې وکړل، څپونکي عملیات يې وکړل، د دوی په وینا چې د ډېرو درنو اسلحو زېرمې يې کشف کړې، مخالفان يې ونیول او ځواک يې سره ور منتشر کړ، له دې امله هلته اوس امن شو. هغه وخت د طالبانو د نظامي کمېسيون مشر عبد القیوم ذاکر د خلکو پر خولو و، چې سیمه کې د عملیاتو مشري کوي او پراخ جنګي جنایتونه يې هم کړي دي.

که طالبان واقعا عملیات کوي، نو د عملیاتو لپاره به هلته نظامي ځواک هم ډېروي، ښايي ځواکونه نور هم زیات کړي او دغه چاره چې دوی يې د امنیت تامینولو لپاره کوي، امکان لري د دوی پر خلاف کار ور کړي. د دې به یو زیان دا وي چې هیواد کې د ډاډمن امنیت ادعا له ګواښ سره مخوي، دوی به تل ادعا کوله چې کامل امنیت دی، اما دغه عملیات به د دوی خپله خبره بې بنسټه ثابته کړي. دویم زیان يې دا دی چې دوی ته هم مالي او ځاني زیانونه په کې رسېږي، دريم تاوان يې دادی چې د سیمې ولسي وګړي په کې خوږېږي، چې دا بیا په خپل وار د ولس او د دوی د حکومت تر منځ واټن پيدا کوي او انجام به يې خطرناک ثابت شي.

دویم احتمال دا وو چې پښتنو په سیمه کې پر فارسي ژبو طالبانو خپل باور بایللی دی. دا خبره تر یوه حده پخوا هم وه چې طالبانو له خپلو پښتنو ماسیوا پر نورو طالبانو زیات باور نه کاوه، له دې امله په کابینه کې هم د نورو قومونو رول او شتون ډېر پیکه دی، نو که د بدخشان په ناامنه کولو کې دوی پر فارسي ژبو طالبانو بې باوره شوي وي، بیا خو خبره تر هغه هم ډېره خرابه ده چې لومړي احتمال کې پر وغږېدو.

د سیاسي اسلام تاریخ ته که ګورو، زیاتره وخت افراطي اسلامي ډلو له منځ څخه یوه بله ډله را وتلې، یوه ډله د بلې لپاره دښمنه جوړه شوې ده، دوی لکه لرګی په خپل ځان کې يې تل وَینه کړي دي او له دننه څخه را خوړل شوې دي.

له دې ثابتېږي چې طالبان په خپل منځ کې ډېر شدید اختلافات سره لري، د مارکس د ډیالیکتیک قانون له عینکو که ور وکتل شي، نو د دوی د اختلافاتو له مینځه ښايي یو دريم شی را ووزي، لکه د مجاهدینو اختلافاتو چې طالبان وزېږول، عیني پایله به د طالبانو اختلافات هم ولري.

دا ځل ښايي طالبانو په شان تر یوه قومانده لاندې دریم شی را پيدا نه شي، له غیر پښتنو سره د مور او میرې چلند به طالبانو ته ډېر ژر ستر خوږی پيدا کړي، دا وار طالبانو په دې کار سره څو ډوله غالبزو کورونه وران کړي دي، دغه کار به يې هم قومي، سمتي و ژبني اختلافات تشدید کړي، هم به مذهبي اختلافاتو ته نوی رنګ ور کړي، دا هر یو د افغانستان غوندې هیواد لپاره هر ډول خطرناک ثابتېدلای شي، ځکه هیواد له وړاندې لا د کوما په حال کې دی، نو دغه درمل يې ښايي د ابد لپاره په خوب بیده کړي.

طالبان په خپلو ناسمو کارونو سره هره ورځ د هیواد ملي وحدت ته زیان رسوي، هره ورځ پر خلکو په یوه او بله بهانه کړۍ را تنګوي، ازادي يې محدودوي، د ژوند په شخصي چارو کې يې مداخله کوي، حقوق يې ځنې اخلي او ګڼې پلمې يې د ځورولو لپاره لټوي. دا کار هم د هیواد لپاره خطرناک دی، هم د پښتنو لپاره او هم خپله د طالبانو لپاره.

طالبان اوس د هغه مریض مثال لري چې خپلو دردونو بې سیکه کړی وي، هغه له خپلو دردونو بې اختیاره نارې وهي، خو نه پوهېږي چې څه وايي او څه غواړي؟ طالبانو عیني معامله کوي، د دوی په کړنو د انسان سر نه خلاصېږي چې تاسو لیوني یاست او که بل څوک هغه کارونه درباندې کوي چې ستاسو، وطن او قوم په تاوان دي.

دریم احتمال دا دی چې طالبان تر خپل منځ اختلافات سره لري، دا نه چې له فارسي ژبو سره اختلاف لري، بلکې پښتانه او په خاص ډول يې کندهاري طالبان یو له بل سره بدبین دي او نفرت يې سره کېږي.

د حقاني ډله د شیخ هبة الله له ګروپ سره جوړه نه ده، د ملا یعقوب او بردار ډله هم ځان ته یو تنګی واوره خوري، تر دې منځ يې یوه ډله اصلاح طلبي طالبان هم شته چې خولې لري، خو ویل نه په کوي، دوی ځانو ته اطلاح غوښتونکي وايي، اما د عملي کار جرأت ورسره نه شته، په مجموع کې يې ټول طالبان د شیخ هبة الله اخوندزاده له سرټمبګۍ، د واک له انحصار او انانیت څخه سرټکوي. ما وړاندې یادونه وکړه چې د سیاسي اسلام لپاره اسلامي غورځنګونه هر وخت د خپلمنځي اختلافاتو ښکار شوي دي او همدې کار يې ملا ور ماته کړې ده.

څلورم احتمال دا وو چې هلته ډېره جګړه ده، د طالبانو شته ځواکونه يې ستړي کړي دي او خبره سوکه سوکه د هغوی له کنټروله وزي، ځکه يې له وړاندې لا د تازه دمه ځواکونو غږ کړی دی. دا احتمال له واقعیت څخه لرې هم نه دی، مګر یو څه کمزور راته ښکاري. ځکه د سیمې خونړي جنګونه نن نه شي پټېدلای، حتما له سیمې خلک رسنیو ته دا خبر ور کوي چې دلته یا هلته جنګ دی، نو دا احتمال په خپل ذات کې شونتیا لري، مګر ډېره کمه.

اخیر کې که د پایلې په توګه ووایم، هر احتمال چې وي، د طالبانو دغه ډول غبرګون به حتما د دوی پرخلاف نتایج ور کوي. طالبانو لکه چې دا اصل هیر کړی دی چې وايي؛ هر عمل عکس العمل لري، که دوی په سیمه کې عملیات کوي، خلک ځوروي، پر دښمن فشار زیاتوي، هر کار چې کوي، عیني کار له دوی سره هم کېدای شي، که دښمن يې خوږېږي، طالب هم د اُسپينې نه دی، خوږ په خوږ دي، یوه ورځ د یوه لپاره ده او بله ورځ پر هغوی ده، که طالبان ملاتړ لري، مخالفان يې هم لري، که دوی بهرنی لاس تر شا لري، مخالفان يې هم لري، لنډه دا چې که طالبانو په هر څومره قوت او زور سره توپ وار کوي، هغه توپ به په همدومره فشار د دوی لور ته را ګرځي، پښتانه وايي چې وینه په وینه نه مینځل کېږي، که طالبانو له لومړي سره تر شته ټولو اپشنونو تېرېږي او یوازې د جنګ، حذف، وژنې او قتال اپشن غوره کوي، د وینې ځواب په وینه، د ټک ځواب په ټک، د سوک ځواب په سوک ور کوي، نو دغه جنګ نه درېږي، اوږد به شي، طالبان او مخالفان دواړه به د دوی اور خاشاک وي او په اخیر کې به زیان دې ملت، وطن او دین ته رسېږي، چې پړه به يې دنیا او اخرت کې مسوولو کسانو ته ور تر غاړې وي.

ورته لیکنې

Back to top button