له داعشه د طالبانو ګټه اخیستنه

د داعش خراسان څانګه هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ تماسونه او خبرې اترې جدي شوې. څومره چې دا اړیکې پراخېدې، د داعش نوم او دې ډلې ته منسوب ترهګریز بریدونه نور هم عامېدل. داسې لکه د طالبانو د «شر له منځه وړلو» لپاره چې پراخې هڅې روانې وې او د ځینو هغو ناوړه بشري ضد کړنو لپاره یې چې تر هغې ورځې پورې د طالبانو په نوم ثبتېدې، یو نوی ادرس معرفي کاوه.

د داعش ترهګرۍ د طالبانو له جنایتونو سره ډېر توپیر نه درلود. دواړو ځانمرګي بریدونه کول. د ژورنالیستانو، ځایي مخورو او مدني فعالانو په ګډون د مخالفینو د سرونو پرې کول د دواړو تګلاره وه. که څه هم د ملکي مرکزونو لکه لوبغالي، ښوونځي او روغتونونو چاودنې تر ډېره د داعش په نوم ثبتېدې، خو د داعش له راتګ مخکې هم دا ډول جنایتونه شوي وو. بل خوا، د سیستماتیکو تبلیغاتو په پایله کې د خلکو په ذهنونو کې رامنځته شوي تصویر د طالبانو په پرتله داعش ډله ډیره تاوتریخجنه وښوده او دا خبره تلقین کړای شوه چې ګواکې داعشیان بد ترهګر شوي او «ښه» مخالفین پر خبرو بوخت دي. احتمالاً د سولې د مذاکراتو پر سر اختلاف او دا چې ایا جګړه باید دوام وکړي او که له امریکایانو سره خبرې وشي، له طالبانو د داعش په رامنځته کېدو او له بلې جهادي پروژې سره د دغې ترهګرې ډلې د عناصرو په یو ځای کېدو کې رول درلود. خو دا بېلتون د طالبانو د سپينولو او واک ته د بېرته رسېدو د پلان د ګټې لپاره و، نه د زيان لپاره. طالبانو د جمهوریت په وروستیو کلونو کې په تېره بیا کله چې یې له امریکایانو سره له جګړې لاس واخیست، وکړای شول چې د دولت تر واک لاندې سیمو کې خورا بې رحمانه بریدونه او ترهګریزې کړنې ترسره کړي او خپل لاسونه د داعش په لستوڼي پاک کړي. د اسلامي جمهوریت په وروستیو میاشتو کې کابل په یوه داسې مسلخ بدل شو، چې د طالبانو ټول مخالف قشرونه پکې په خورا بې رحمۍ سره وژل کېدل. په یوه پیښه کې یې په کابل کې یو خبریال په تېرې ډبرې حلال کړ. پوهنتونونه، ښوونځي، لوبغالي او بازارونه په پرلپسې توګه په نښه شول. د دغو بریدونو ګټه کومې ډلې اخیسته؟ داعش نه د واک ادعا لرله او نه هم  نورو دا ډله په داسې مقام کې لیده چې د واک د ترلاسه کولو لپاره له طالبانو او افغان حکومت سره جګړه وکړي. د طالبانو« د شر لمنځه وړلو» دا کمپاین اغېزناک و او ټولنه تسلیمیدو ته چمتو شوه. واک طالبانو ته چې خپل ځانمرګي بریدګر، بوشکه یې بمونه، خنجرونه او درې یې نه پټولې، وسپارل شو څو له نړیوالې ټولنې سره د هغه «شر» پر وړاندې په جګړه کې چې له لمنې یې زېږېدلی و، همکاري وکړي. له هغې وروسته د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې ژبه بدله شوه، د ترهګرو پخواني نوملړونه یوې خوا ته پرې ښودل شول او خبرې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو پر «همکارۍ» او په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې او د القاعدې او نورو بهرنیو ترهګرو ډلو د نفوذ پر مخنیوي متمرکزې شوې.

اوس خبره تر دې ځایه رسېدلې ده چې د ځانمرګو د کنډوکونو خاوند او پېژندل شوی ترهګر خلیفه حقاني چې د زنبق څلور لارې د برید او د انټرکانټیننټال د برید په څېر مشهور بریدونه له خپلو «جهادي» ویاړونو بولي، د ملګرو ملتونو له استازو سره په کتنه کې نړۍ ته ډاډ ورکوي چې داعش جدي خطر نه دی. د داعش خراسان څانګه او طالبانو تر منځ بنسټیز فکري توپیر څه دی؟ که دوی ووایي چې د داعش خراسان څانګه د نړیوال جهاد په هڅه کې ده او غواړي چې اسلامي خلافت رامنځته کړي، نو بیا د سراج الدین حقاني په خپل نوم کې د خلیفه مختاړی د کومې موخې لپاره دی؟ دا چې ملا هبت الله خپلو مامورینو ته وايي چې د افغانستان خلک جهادي اطاعت ته چمتو کړي، څو هر لوري ته چې امر ورته وشي جهاد ته ولاړ شي، ایا دا له نړیوال جهاد پرته بل څه دي؟ د طالبانو تر چتر لاندې د زرګونو نړۍوالو ترهګرو راغونډېدل هم د دې څرګند ثبوت دی چې طالبان له نړیوالو ترهګرو سره همفکره دي. د سیاسي او اقتصادي ګټو له امله د همفکره ډلو تر منځ جګړه او نښته کومه نوې خبره نه ده او د داعش پر وړاندې د طالبانو چاڼیز بریدونه د مور ډلې (طالبانو) او د هغې د ماشوم (داعش) تر منځ د بنسټیز فکري توپیر د ثابتولو سند نه شي کېدای. طالبانو په کلونو د داعش له پروژې ګټه پورته کړې او اوس هم د ځان په پرتله د یوې وینې تویونکې ډلې په توګه د خلکو د وېرولو لپاره ترې ګټه اخلي.

ورته لیکنې

Back to top button