که څه هم د نړۍ هېوادونه د مشهورو شخصیتونو مقبرو ته ځانګړې پاملرنه کوي، خو د ابو ریحان البیروني قبر د غزني ولایت د یوه بڼ په ګوټ کې په خورا بې پروایۍ سره هېر شوی دی. دغه بڼ د غزني د تاريخي کلا په شمال ختيځ کې د بهلول د باغونو په سيمه کې دی. په تېرو حکومتونو کې د چارواکو له ژمنو سره سره، د سیمې د دغه مشهور او عالم شخصیت مقبره تراوسه نه ده جوړه شوې.
ابو ریحان البیروني شاوخوا زر کاله وړاندې په غزني ولایت کې ومړ، خو قبر یې لا هم کنډواله پروت دی. د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو له مخې، په تېرو دوو لسیزو کې څو ځلې د دغې مقبرې د جوړېدو ژمنې شوې او یو ځل خو د البیروني پېژندنې د مطالعاتو د کلتوري مرکز له لوري د دغې مقبرې د جوړېدو عملی چارې پیل شوې، خو د ناڅرګندو دلایلو له امله بشپړې نه شوې.
۷۰ کلن فخرالدین چې له ځوانۍ راهیسې د باغ البیروني ساحې او د هغه د مقبرې ساتنه کوي، په هیواد کې د تیرو څو لسیزو له حکومتونو شکایت کوي. هغه چې اوس د کار او د دې مقبرې د ساتنې توان نه لري، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي: «یو ځل د شاهی حکومت پر مهال له ایټالیا نه یو بهرنی څېړونکی غزني ته راغی او د دغه عالم مقبره يې چې د دوو نښتو قبرونو په ډوله وه، پرانېسته او پرهغې یې له څو ورځني کار او څېړنېو وروسته د ښځې او سړي هډوکي وپېژندل او له یو بله یې سره بېل کړل.» دغه عمر خوړلی کس زياتوي: «د څېړنو په پايله کې ثابته شوه، چې يو له دغو قبرونو د ابو ريحان البيروني او بل يې د هغه د مېرمنې دی او بېرته یوبل ته د نږدې دوو قبرونو په بڼه جوړ شول.خو له هغه وروسته دغه بڼ ته څوک نه دي راغلي چې دا قبر جوړ کړي»
د فخرالدين په وینا، په تېرو کلونو کې له ايران او د منځنۍ اسيا له هيوادونو ګڼ سيلانيان د دغه ساینس پوه د مقبرې لیدو ته راتلل. هغه چې تر ډېره د دې مقبرې رغولو ته د حکومت له بې غورۍ شکایت کوي، زیاتوي:« په تېرو څو کلونو کې یو ځل یوه پروژه راغله او د شاوخوا دیوالونو کاریې بشپړ شو، بیا یې ویل چې کتابتون او کلتوري ځای به جوړ کړو. قبر هم له دې ځایه د ګمبزې منځ ته لېږدوو، بیایې کار نیمګړی پرېښود او ولاړل.»
ځايي سرچينې تاييدوي، چې د اسلامي نړۍ د کلتوري مرکز په توګه د غزني تر نومول کېدو وروسته دغه ولایت ته د تېر حکومت پام واوښت او د البيروني مقبرې رغونه يوه له هغو پروژو وه، چې بايد د يوه کال په موده کې بشپړه شوې وای. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، په پام کې وه چې په بشپړ او اساسي ډول د مقبرې د جوړیدو ترڅنګ په دغه ولایت کې د البیروني پېژندنې یو لوی مرکز هم جوړ شي. د دې پروژې د بشپړولو لپاره د تېر حکومت له بودجې نه څه باندې ۲۲ میلیونه افغانۍ منظورې شوې وې او د جوړېدو چارې یې پیل شوې، خو قراردادي شرکت دغه پروژه نیمګړې پرېښوده او پیسې یې حیف و میل شوې.
پر دې سربېره، په ۲۰۱۵ کال کې د ازبکستان د دولت په استازیتوب یو باصلاحیته پلاوی چې د دغه هېواد سفیر او په فرهنګي برخه کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی پکې شامل و، د دغه عالم د مقبرې جوړولو ته لستوڼې رابډ وهل او غزني ته راغی. د دغه پلاوي غړو هم د البیروني پېژندني د څېړنیز مرکز د جوړېدو لومړنۍ چارې پېل کړې او ژمنه یې وکړه، چې دغه پروژه به بشپړه کړي، خو اوس چې له هغه وخته شپږکاله تېرېږي، تر اوسه په دې ځای کې د کار د پېلېدو کوم څه نه ترسترګو کیږي.
د غزني ولايت فرهنګپال پر مسوولو بنسټونو په تېر بیا د اطلاعاتو او فرهنګ پر وزارت په نیوکې سره وايي، چې د دغه وتلي شخصيت مقبره بايد کلونه وړاندې جوړه شوې واى. فردوس عالمي چې د هېواد د کلتوري او تاریخي سیمو په برخه کې یې څېړنه کړې، وايي: «پخوانیو حکومتونو بې پروايي کړې، دا واقعاً د شرم خبره ده چې یوه بهرنی سیلاني ته دا وران او ویجاړ ځای وښيو او ورته ووایو، چې د البیروني په نوم یو څوک دلته خښ دی.» هغه له طالبانو غواړي چې د دې مهمې ابدې پخوانۍ طرحې چې د ښار جوړونې او اطلاعاتو او کلتور په وزارتونو کې دي، عملي کړي.
د يادونې وړ ده، چې د تېر حکومت په وروستيو مياشتو کې په یوځل بیا د ابوريحان البيروني د مقبرې د جوړېدو مسأله راپورته شوه او ټاکل شوې وه، د ښارجوړونې وزارت له لوري چمتو کړای شوې طرحه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ په سیمه کې عملي شي. خو د نا امنیو په زیاتېدو او د مخکیني حکومت په سقوط سره، دغه طرحه هم د نورو طرحو په څېر د کاغذونو پرمخ پاتې شوه او پلې نه شوه. د البیروني بڼ د غزني ښار په څنډه کې موقعیت لري چې شاوخوا پنځه جریبه ځمه یې نیولې ده.
ابوريحان محمد بن احمد البيروني چې په ابوريحان البيروني مشهور و، په ۳۵۲ هجري قمري کال کې د خوارزم ښار څنډې ته په یوه کلي کې وزېږید. هغه د انسان پېژندنې، جیومیټرۍ ستورپوهنې،ریاضي، تاریخ او ورته نورو برخو سترعالم پېژندل کیږي. له دغه نابغه نه په بیلابیلو برخو کې ۱۴۰علمي آثار پاتې دي.
د تاريخي روایتونو له مخې، ابوريحان البيروني په ۱۷ کلنۍ کې څېړنه پيل کړه او په ۲۵ کلنۍ کې يې په سيمه کې ځانګړی شهرت وموند، کله چې د پنځمې پېړۍ په لومړيو کلونو کې سلطان محمود غزنوي خوارزم ونيوه، نو د ابو ریحان په ګډون یې یو شمېر پوهانو ته بلنه ورکړه، چې غزني ته راشي. ابو ریحان دا بلنه ومنله او د غزنویانو د واکمنۍ مرکز ته راغی او خپل ټول عمریې همالته تېر کړ. هغه د هند پر لور په ډیرو لښکر کشیو کې له سلطان محمود غزنوي سره ملګری و. د دې ملګرتیا لامل د هند د خلکو د کلتور او ژبې په تړاو څېړنه بلل شوې ده. بالاخره دغه نامتو عالم په ۴۲۷ هجري قمري کال کې د ۷۵ کلونو په عمر په غزني ولایت کې وفات شو او په همدې ښار کې خاورو ته وسپارل شو.