د طالبانو د والي درېيم واده، د ځوانې نجلۍ مهر يو ميليون افغانۍ دی

۸صبح، میدانوردګ: په ميدان وردګو کې ځايي سرچينې له يوې ځوانې نجلۍ سره، د دغه ولايت لپاره د طالبانو د والي مولوي حافظ محمد امين عمري د دريم واده خبر ورکوي.
د سرچينو دمعلوماتو له مخې، د دغه واده مراسم پرون، د لړم پر ۱۸، په کابل کې ترسره شوي دي.
د ځايي سرچينو له معلوماتو سره سم، دغه طالب چارواکي د يو ميليون افغانيو مهر په بدل کې ځان ته يوه ځوانه نجلۍ نکاح کړې ده.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، تر دې دمه د دې ډلې د قوماندانانو د مکرورو ودونو په تړاو ګڼ رپوټونه ورکړل شوي دي.
په دې وروستيو کې ۸صبح په يوه څېړنيز رپوټ کې موندلې ده، چې په وروستيو مياشتو کې د دې ډلې جګپوړو چارواکو د ډيرو پيسو په لګولو سره، دويم، دريم او څلورم ودونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چی د طالبانو ډلې مشر ملا هبت الله څه موده وړاندې د يوه فرمان په صادرولو سره، د دې ډلې له غړو وغوښتل چې له بياځلي او نااړينو ودونو ډډه وکړي.
خو ليدل کيږي چې د طالبانو ډلې ځينو غړو او چارواکو د خپل مشر پر خبره غوږ نه دی ګرولی.