لوګر کې د سنځل ګل دودیزه کلنۍ مشاعره وشوه
۸صبح، کابل، راپور: محمد عزيز پردېس

د لوګر په سنځل ګل سږنۍ مشاعره کې د شعر په ژبه د اوربند غوښتنه وشوه
په لوګر کې د سنځل ګل ۱۵مه کلنۍ دوديزه مشاعره د غبرګولي په ۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ د شاعرانو، ليکوالانو، مدني فعالينو او دولتي چارواکو په ګډون سره ترسره شوه.
د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي ياده مشاعره کې وويل، له دې وروسته به هڅه وکړي چې په ياد ولايت کې پنځلس ورځنۍ یا هم میاشتنۍ ادبي دېره جوړه کړي څو د لوګر شاعرانو، فرهنګیانو او ځوانانو د راټولېدنې او فکر جوړونې برخې ته په کې کار وشي.
په مشاعره کې شاعرانو خپل شعرونه بیان کړل او د شعر په ژبه یې د اوربند او تلپاتې سولې، د هېواد پرمختګ، د فرهنګ بډایينې او ساتنې غوښتنه وکړه.
د لوګر والي د ياد ولايت اطلاعاتو او کلتور رئیس ته سپارښتنه وکړه، څو د شاعرانو هغه شعرونه چې د یادې مشاعرې په پار یې چمتو کړي ؤ راټول او د کتاب په بڼه یې چاپ کړي.
د مراسمو په وروستیو شېبو کې ځينو شاعرانو ته ستايندړې ډالۍ شوې او په پای کې ګډونوالو د کتابونو، لاسي صنایعو او لرغونو توکو نندارتون څخه هم ليدنه وکړه.
لوګر کې له سنځل ګل مشاعرې هر کال لمانځنه کیږي، چې سږ کال یاده مشاعره کې د امنيتي ستونزو له کبله د ګډونوالو شمېر کم ؤ.
سنځل ګا مشاعره له نن څخه ۱۵ کاله وړاندې په لوګر کې د یو شمېر ځایي فرهنګیانو او اديبانو له لوري پیل شوه چې هر کال د سنځلې ګل په غوړېدا سره جوړیږي.
په لوګر کې د «سنځل ګل کلنۍ دوديزه مشاعره»، د هېواد په ختیځ ننګرهار کې د «نارنج ګل ملي مشاعره»، شمال زون کې د «ريدي ګل ملي مشاعره» او «شمال دوديزه کلنۍ مشاعره»، په ميدان وردګو کې «مڼې ګل مشاعره»، کندهار کې د «انار ګل مشاعره» هغه دودېزې میلې او مشاعرې دي چې د هر لېږديز لمريز کال په پیل او د پسرلي په لومړیو ورځو کې ترسره کیږي.