ولاړ رېل گاډی

لیکوال:احسان‌الله درمل

فرهنگ یعنې د ارزښتونو ټولگه. دغه ارزښتونه په سر کې د یوې ټولنې د فکري، علمي او شعوري کچو په پام کې نېولو سره د ټولنیزو، اقتصادي، جغرافیایي او حیاتي اړتیاوو پر بنسټ تراشل شوي وي او بیا لسگونو آن سلگونو نسلونو ته سینه په سینه را رسېدلي وي. یو نیم وخت داسې هم کېږي، چې له لسگونو نسلونو څخه را پاته شوي ارزښتونه دومره زاړه شوي وي، چې له خلکو یې د را منځته کېدو زمانه او منطق هېر شوي وي؛ آن په ټولنه کې هغه ټولنیزې، اقتصادي، جغرافیایي او حیاتي اړتیاوې هم بدلې شوې وي، چې د رفع کېدو لپاره یې دغه ارزښتونه جوړ شوي ول، خو بیا هم نوموړي ارزښتونه په ډېره مینه پالل کېږي او پرېښودل او بدلول یې عیب باله شي.

شاوخوا دوه، دوه نیم میلیونه کاله پخوا چې لومړني انسانان له افریقا څخه د اروپا او منځني ختیځ مختلفو برخو ته وکوچېدل، نو په بېلابېلو جغرافیو کې مېشته شول. د دې جغرافیو متفاوتو اقتصادي ظرفیتونو او ایکولوژیکي شرایطو د بېلا بېلو فرهنگونو ودې او نمو ته لارې هوارې کړې. هر ځای چې نوې ټولنه را و ټوکېده، رېښو او اړتیاوو یې د یوه نوي فرهنگ د را ټوکېدو لپاره هم ځمکه برابره کړه. د وخت په تېرېدو زموږ شاړه خاورینه ځمکه په داسې یوه باغ بدله شوه، چې د میلیونونه ټولنو ونې په کې را وټوکېدې او د بېلابېلو ځمکنیو او ایکولوژیکي شرایطو پر بنسټ د هرې ونې پاڼې بېل رنگ او بېله مېوه لري (فرهنگ).

ځینې فرهنگونه سیال او ډینامیک وي او ځینې هغه ولاړ یا سټاټیک. ډینامیک فرهنگونه هغه دي، چې د وخت په تېرېدو سره پر خپلو ارزښتونو د فکر کولو وړتیا لري. هغه ارزښتونه چې نور نو د ټولنې په درد نه خوري او په ځینو برخو کې آن د ټولنیز پرمختگ په لاره کې اصطکاک ایجادوي، د ټولنیز مزل له لارې ایسته کوي او ځای یې داسې ارزښتونو ته ور خالي کوي، چې د ټولینز ژوند له حسن او پرمختگ سره مرسته کولای شي. خو په ولاړو یا سټاټیک فرهنگونو کې فکر هم ولاړ وي؛ ارزښتونه د ټولنیز سفر په لاره کې د لویو بتانو په څېر ولاړ وي، چې گام په گام باید سر ورته ټیټ شي.

فرهنگونه له یو بله د بېلابېلو ارزښتونو د پاللو پر بنسټ بېلېږي، خو د ارزښتونو د ساتلو لپاره نږدې ټول فرهنگونه له مشترکو وسایلو گټه اخلي. له دغو وسایلو څخه دوه ډېر مشهور او عام یې وېره او تمه یا سزا او جزا دي، چې گڼو دیني متونو او مدني قوانینو هم گټه ترې اخیستې ده. فرهنگونه د خپل حاکمیت په ساحو کې وگړو ته دا ور پیچکاري کوي، چې که دا ارزښتونه مات شي، نو انسان له کومو ناوړو پایلو سره مخ کېدای شي او که هغه ارزښتونه وپالل شي، نو کوم انعام ورته گوري. دغه وېره او تمه یا سزا او جزا ممکن مختلفې بڼې ولري او په بېلابېلو فرهنگونو کې یې بېلابېل وارینټونه موجود وي، خو په فزیولوژیک لحاظ د دې ټولو دنده یوه ده او هغه د یوه فرهنگ د حاکمیت په ساحه کې د مروجو ارزښتونو ساتنه ده. په هم مهاله ډول فرهنگونه په خپلو غېږو کې داسې ادبیات (کیسې، اسطورې، متلونه، سندرې او نور هنري توکي) هم روزي، چې له لویه سره د خپلې مور (فرهنگ) او د هغې د اولادونو (ارزښتونو) په اړه مثبت تصور خپروي او خلکو ته دا ور دیکته کوي، چې دغه نسل په نسل را پاته شوي ارزښتونه څومره مهم دي او باید په څومره لوړه بیه وساتل شي. په همدې دلیل پښتانه متل کوي، چې له کلي ووځه خو له نرخه مه وځه!

لکه څرنگه چې د تخنیکي وسایلو تولیدوونکې کمپنۍ له خپلو وسایلو سره د وړو کتابونو په بڼه کیتلاگونه خپروي، چې د وسایلو د کار طرز په کې تشریح شوی وي، همداسې د ټولنو د را منځته کېدو په زمانه کې ځینې کسانو د «مه کوئ او وکړئ» یوه ټولگه را منځته کړه چې د دې کیتلاگ نوم وروسته فرهنگ شو. وروسته انسانانو د دې کیتلاگ د سم تعمیل لپاره وسایل (وېره او تمه یا سزا او جزا) جوړ کړل او کیتلاگ ته د تقدس ور بخښلو په نمط یې ادبیات ایجاد کړل. تر دې ځایه نه څوک د فرهنگ په اړتیا سترگې پټولای شي او نه د هغو کسانو پر نیت شک کولای شي، چې دا کیتلاگونه یې لیکلي دي. البته فرهنگونه (خصوصاً ولاړ یا سټاټیک هغه) د ټولنې لپاره هغه مهال په جنجال اوړي، چې د ارزښتونو د را منځته کېدو شرایط یې بدل شوي وي، خو د ارزښتونو د ساتلو وسایل یې لا هم په خپل ټول ځواک حاکم وي. څرنگه چې د ټولنې ټول وگړي د شعور دې کچې ته نه شي رسېدلای، چې پر خپل ځان د حاکم کیتلاگ د را منځته کېدا شرایط درک کړای شي، ځکه خو نو د دې کیتلاگ د تعمیل لپاره حاکمو وسایلو (وېرې او تمې) ته لا هم غاړه ږدي او نسل په نسل یې انتقالوي.

د فرهنگونو بله ستونزه دا ده چې د خپل حاکمیت په ساحه کې د وگړو د شعوري کچې د لوړېدا لپاره دومره هڅې نه کوي، لکه د خپل استبداد د استحکام لپاره یې چې کوي. د دې خبرې معنا دا ده چې مثلاً فرهنگونه دا خبره ندرتاً کوي، چې یو کار ولې باید و نه شي او هغه بل ولې باید وشي، خو وگړي د ماشومانو په څېر یا له بلاوو او شیشکو څخه وېروي او یا یې د لوبو او خوراک په شیانو تطمیع کوي. میندې چې ماشومان وېدوي یا ورته وېروونکې او خیال پاروونکې کیسې کوي او یا خوږې وعدې ورکوي. خو دا خبره تر اخره نه ورته کوي، چې د شپې په خپل وخت ویدېدل د ماشوم روغتیایي اړتیا ده او که خوب یې سم نه وي، نو ذهن او بدن یې زیانمنېږي. ځکه خو ماشومان خوب د دې لپاره نه کوي، چې خوب د ژوند ډېره مهمه برخه ده، بلکې د دې لپاره ویدېږي، چې که ویښ پاتې شي ممکن بلا ورپسې راشي او یا که ویده شي، ممکن سهار ته یې مور ورته نوې نانځکې او ایسکریم واخلي. له انسانانو سره د فرهنگونو او دینونو دغه ډول چلند د دې سبب شوی، چې په فرهنگي او مذهبي ټولنو کې واقعي اخلاق سالمه وده نه کوي، بلکې د ډار او تمې اخلاقي نظام حاکم وي.

په قبایلي او وروسته پاتې ټولنو کې د پیغور وېره او د شملې د هسکېدو تمه دوه هغه وسایل دي، چې د فرهنگي استبداد حاکمیت ټینگوي او نه پرېږدي چې ټولنه د واقعي اخلاقو په لور وخوځېږي. واقعي اخلاق دا دي چې یو کس له هر ډول ډار او تمې پرته سم کار وکړي او له ناوړه هغه ډډه وکړي. څرنگه چې په قبایلي ټولنو کې ټولنیز عدالت نه وي پلی شوی او خلک د خپلو حقوقو د گټلو لپاره باید د غیرت او ننگ په سنگرونو کې کښېني، ځکه خو د دې ټولنو په فرهنگ کې مرکزي ټکی غیرت او مېړانه وي. قبایلي فرهنگونه ټول ارزښتونه د غیرت او مېړانې پر محور را څرخوي او د دې وسایلو په مټ فرهنگي حاکمیت ته لاره هواروي. که هغه کار وکړې غیرتي به ښکارې؛ که هغه بل و نه کړې خلک به درته بېغیرته وایي او که پلانۍ چاره وکړې بې ننگه به دې بولي. له لویه سره قبایلي فرهنگونه د اخلاقي او سم اوسېدو لپاره معیار د خلکو سترگې ټاکي، نه د ارزښتونو ذاتي وجود. ځکه خو په دې ډول ټولنو کې خلک هڅه کوي، چې یوازې د خلکو د سترگو په هندارو کې یې تصویر سم راشي او نور نو په دې پسې نه گرځي، چې ښه کوي که بد. څرنگه چې د عوامو سترگې د ښه او بد د تللو لپاره حساسې تلې نه وي، ځکه خو ډېر امکان شته، چې یو کس د بدۍ په کولو ښه او مېړنی وبلل شي او بل د نیکۍ او خیر په کار له کلي وشړل شي او یا هم سر وخوري. زموږ په ژوند او شاوخوا کې داسې بېلگې کمې نه دي.

په یوېشتمه پېړۍ کې چې هر څه د ساینټیفیک کېدو خوا ته روان دي، اړتیا ده چې موږ هم د لرغونپوهانو غوندې د خپل فرهنگ لویه پدېده د یوه ډېر مهم تاریخي اثر غوندې تر څېړنې لاندې ونېسو. اول پر دې پوی شو، چې دغه کیتلاگ په کومو شرایطو کې لیکل شوی و او هغه وخت زموږ پر ټولنه حاکم اقتصادي او ایکولوژیکي شرایط څه ډول ول؟ بیا پر دې بحث وکړو، چې آیا د هماغو شرایطو لپاره را منځته شوي ارزښتونه لا هم د دې وړ دي، چې د یوېشتمې پېړۍ شرایطو ته ځواب ووایي؟ دا پوښتنه لا ډېره بنسټیزه ده، چې آیا زموږ فرهنگ د خپل حاکمیت د ټینگښت لپاره سم وسایل کاروي او که انسانان د ماشومانو غوندې غلطوي را غلطوي؟ همدا ډول موږ باید وپوهېږو، چې زموږ فرهنگ د واقعي اخلاقو له عامېدو سره مرسته کوي او که مخه یې نېسي؟ که دغو څو اساسي پوښتنو ته مو ځواب و موند، د خپل څو زره کلن ولاړ رېل گاډي (فرهنگ) ماشین به مو چالان کړی وي او بیا به په دې ډینامیک رېل گاډي کې د یوېشتمې پېړۍ پر اوسپنیزو کرښو هم سفر کولای شو.

ورته لیکنې

Back to top button