غایي علت
لیکوال: احسان الله درمل

د هرې پدیدې لپاره څلور علتونه وي. اول مادي علت یانې چې دا پدیده له څه شي جوړه شوې ده. دوهم فاعلي علت یانې چا جوړه کړې ده. درېیم صوري یا شکلي علت یانې پدیده څه ډول هندسي جوړښت لري او څلورم هم غایي یا موخیز علت یانې دا پدیده د څه لپاره جوړه شوې ده.
مثلاً یوه کوټه فرض کړئ. د کوټې مادي علت خاورې، خښتې، سیمټ، لرگي، اوبه، اوسپنې او نور دي. فاعلي علت یې خټگر یا معمار دی. شکلي علت یې مربع، مستطیل یا بل کوم هندسي شکل دی خو غایي یا موخیز علت یې دا دی چې په کوټه کې موږ له باد و بارانه په امن یو؛ پکې اوسو او د لوښو د ساتلو لپاره یې د ظرف په توگه هم استعمالوو.
د هرې مادي یا معنوي پدیدې د گټې او تاوان په اړه چې بحث کوئ، د دغو څلورو علتونو او په ځانگړي ډول د غایي علت تله پسې را واخلئ. که یوه پدیده له هغو موخو سره سمه روانه وي چې ورته ټاکل شوې دي، ښه تر ښه گنې ممکنه ده چې پر ضرورت یې له سره غور وشي. دغه کمپیوټر چې زه اوس دا خبرې په لیکم، د دې موخې لپاره جوړ شوی چې یو څه په ولیکم، یو څه په کې ذخېره کړم او یو څه په تحلیل کړم او همدارنگه نور ډېر پېچلي کارونه راته وکړي چې کمپیوټرپوهان پرې پوهېږي. که کمپیوټر مې په دې کارونو کې یو هم نشي کولای، ته وا تر یوه اضافي او له کاره لویدلي لوښي به زیات ارزښت ولري؟
یو نیم وخت داسې هم کېږي چې یوه پدیده د خپل موخیز علت پر خلاف کار پیل کړي او د خپلې ضد پدیدې موخیز علت غوره کړي. پاراډاکس دقیقاً همدې حالت ته وایي. په کوټه کې لگېدلې پکه د دې لپاره وي چې هوا یخه کړي، که یې گرمه کړه پاراډوکسي حالت دی.
زموږ په ټولنه کې زیاتره مادي او معنوي پدیدې یا د خپل موخیز علت په تله پوره نه خېژي او یا حتی په پاراډوکسي حالت کې دي. تر ټولو مشهوره پدیده چې زموږ ټولنه ورسره لاس و گریوان ده، جنگ دی. د جنگ موخیز علت ښکاره دی خو له جنگیالیو چې یې وپوښتې وایي روان جنگ د ازادۍ، ارزښتونو او دین لپاره دی. اوس نو د دې جنگ پایلې او کار ته کتل پکار دي، چې ایا دغه پدیده له خپل ټاکلي موخیز علت سره موازي روانه ده او که پاراډوکسي خاصیت یې اخیستی دی؟ د ازادۍ لپاره پیل شوی جنگ چې څومره اوږدېږي، هماغومره موږ د غلامۍ په تمبولۍ کې ډوبېږو؛ د ارزښتونو لپاره پیل شوې جگړې له موږ شته ارزښتونه هم ولوټل او د دین د تحفظ لپاره روانې شخړې چې دین ته څومره زیان واړاوه، دومره هیچا نه دی اړولی. اوس نو باید جنگیالي غور وکړي چې د کومو موخو لپاره یې چې د جگړې پدیده وسیله کوله، جگړه خو د هغو موخو مخالفه روانه ده. دغه پاراډوکسي پدیده باید ودرېږي او که لا هم همداسې د تقدس پټکی ور په سر شي؟ خبره مو د جنگ کوله، دا یوه معترضه دې هم پکې وي:
د وطن په یوه لرې پرته سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ په دوه درې متره ځمکه لانجه وه. لانجه په جرگو حل نشوه او کورنیو د مسلې د حل لپاره جگړه غوره کړه. په جگړه کې پنځه شپږ مړي وشول او لانجه نه یوازې دا چې حل نشوه، بلکې لس چنده زیاته شوه. د دوه درې متره ځمکې ټول قیمت به یې یو لک افغانۍ نه و خو که د یوه کس قیمت ۱۰۰ اوښان هم ومنو نو دا د یو لکو مسله د ۶۰۰ اوښانو په مسله بدله شوه. خلک چې منځ ته راغلل، د دوه درې متره ځمکې لانجه یې نه یادوله، د شپږو مړو د لانجې خلاصون د جرگې اصلي موضوع وه. دا کیسه مې ځکه وکړه، چې جنگ مسله حل کوي نه، بلکې یوه بله او لا ډېره لویه مسله زېږوي. ځکه خو لوی اردو ژبی شاعر ساحر لدهیانوي وایي چې:
جنگ به نو څنگه مسایلو ته را وباسي حل؟
جنگ خو پخپله یوه لویه مسله ده یاره
د اپرېل ۲۲مه د کتاب ورځ وه، زموږ په ټولنه کې چاپېدونکي کتابونه د غایي علت په تله وتلئ. کتاب د فکر او ذوق د بدلون وسیله ده. آیا زموږ کتابونه له خپلې دې ډېرې مهمې موخې سره موازي روان دي؟ که روان وي ولې زموږ حالت د تیاره پېړیو دی؟ بېخي هاغسې لکه رنسانس چې لا ساه نه وه اخیستې.
د پوهنتون موخیز علت دا دی چې د علم په مختلفو څانگو کې داسې کسان وروزي چې د علم په هماغو برخو کې د ټولنیزو اړتیاوو ځواب ووایي. که دایې موخه وي، زموږ په ټولنه کې د علم په کومه برخه کې دغسې کسان شته چې موږ یې د نورو له اړتیاوو خلاص کړي یو؟ حتی داسې پوهنتونونه هم شته چې د مسلکي کادرونو پر ځای جنگیالي تولیدوي. د پاراډاکسونو دغسې نادرې بېلگې صرف زموږ په وطن کې موندلای شئ.
د سیاست موخیز علت د بل لپاره کار دی، خو دلته ځان ته کار کوي. عادي سړی وي، له خیمې سیاست ته ور ووځي، بله ورځ یې په جریبونو ځمکه غصب کړې وي او بنگلو ته یې له سرونو خولۍ لوېږي.
کومه به یې شمارو؟ دلته که یخچال خواړه وسوځول او بخاریو کنگل ونېو له امکانه لرې یې مه گڼئ.
هره پدیده چې له خپل موخیز علته منحرفه شي مردوده ده او د بدلولو لپاره یې فکر پکار دی.