د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا به درې ورځې وروسته د افغانستان پر وضعیت بحث وکړي

۸صبح، کابل: افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي یا یوناما د دغه سازمان د امنیت شورا ته د عمومي منشي له خوا د دغه هېواد په اړه د وروستي راپور د خپرولو خبر ورکړی دی.

یوناما شنبه ماسپښین د لیندۍ پر ۲۶ خبر ورکړی، چې ټاکل شوې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا ناسته د ډسمبر پر ۲۰ د امریکا په نیویارک ښار کې ترسره شي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې تمه کېږي، چې په دې ناسته کې د افغانستان په اړه د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي فصلي راپور د امنیت شورا ته وړاندې شي.

یوناما ویلي، چې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا په ناسته کې به د یوناما رییسه روزا اوتونبایوا هم وینا وکړي.

د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا به په داسې حال کې د افغانستان وضعیت وڅېړي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تازه د افغانستان په خاوره کې د ټي‌ټي‌پي د پټنځایونو په اړه د پیاوړيو اسنادو له وړاندې کولو خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button