۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي، چې د افغانستان د وضعیت په تړاو ناسته جوړوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) ویلي، چې تمه ده دا ناسته چهارشنبه د کب پر ۱۱ جوړه شي.
تمه ده، په دې ناسته کې د افغانستان وضعیت وارزول شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز به هم د امنیت شورا غړو ته خپل راپور وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته د افغانستان وضعیت د ځينو سازمانونو له لوري هېر شوی او دې چارې ګڼې اندېښنې راپارولې دي.