۸صبح، کابل: افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان پراختیایي پروګرام له بشردوستانه، اقتصادي او ټولنیزو نوښتونو د ملاتړ لپاره له نړیوال بانک سره ۲۰ میلیون ډالري قرارداد لاسلیک کړی دی دی.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان پراختیایي پروګرام (UNDP) پنجشنبه د چنګاښ پر ۲۳ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د بشردوستانه، اقتصادي او ټولنیزو نوښتونو له پراختیا د ملاتړ لپاره له نړیوال بانک سره ۲۰ میلیون ډالري هوکړه لاسلیک شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه قرارداد به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې پلی شي او موخه یې د بېړنیو پروژو او د دولتي او مدني سازمانونو د ظرفیت جوړول دي.
دغه بنسټ جوته کړې، چې په افغانستان کې د اوږدمهاله نښتو له امله غیردولتي او مدني سازمانونو د بشردوستانه او پراختیایي فعالیتونو د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیا پروګرام زیاته کړې، چې د طالبانو له واکمنېدو او د مرسته کوونکو له وتلو سره د مدني او غیردولتي سازمانونو عملیاتي او مالي ظرفیتونه لا بد شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایي پروګرام د استازي مرستیال سورایو بوزوروکووا ویلي، چې دغه سازمان په افغانستان کې د غیردولتي او مدني سازمانونو د ملاتړ د څرګندولو او د هغوی په وده کې د مرستې لپاره له نړیوال بانکه هرکلی کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان پراختیایي پروګرام څرګنده کړې، د هغه قرارداد له مخې چې له نړیوال بانک سره یې لاسلیک کړی، له بېړنيو اغېزناکو پروژو څخه به هم ملاتړ وشي.
د دغه بنسټ په وینا، د دغو پروژو موخه به زیانمنونکو له دې جملې معلولانو ته د روغتیا، زده کړو، کرنې، خوراکي خوندیتوب او د ژوندانه د فعالیتونو لپاره د لاسرسي زیاتېدل وي.