د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان کمېشنرۍ د بلخاب د ۲۵ زرو بېځایه شویو د بېرته ستنېدو خبر ورکړ

۸صبح، کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ په خپله خوښه د بلخاب د زرګونه بېځایه شویو له ستنېدو خبر ورکړی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان د عالي کمېشنرۍ د افغانستان برخې شنبه د لیندۍ پر ۱۹ یوه ټویټ کې ویلي، چې د سرپل ولایت د بلخاب ۲۵ زره تنه بېځایه شوي کسان د دغه بنسټ په مرسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ د کورنیو بېځایه شویو د کورونو د بیارغولو لګښتونو او د ګرمو جامو د برابرولو ژمنه هم کړې ده.

د دغه بنسټ په وینا په ټول افغانستان کې ۳.۴ میلیون تنه بېځایه شوي، چې ډېری یې ښځې او نجونې دي.

د ویلو ده، چې له طالبانو څخه له جلا شوي قوماندان مولوي مهدي مجاهد سره د جګړې لپاره د دغې ډلې د جنګیالیو له ورتګ سره زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې.

ورته لیکنې

Back to top button