۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان عمومي اسمبلې د افغانستان د وضعیت په اړه یو پرېکړه لیک صادر کړی دی.
د ملګروملتونو سازمان عمومي اسمبلې پنجشنبې د لړم په نهمه په هغه ناسته کې چې د افغانستان د وضعیت په اړه جوړه شوې وه، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د لومړي ځل لپاره، د دې هېواد د وضعیت په هکله یو پرېکړه لیک صادر کړ.
په دې پرېکړه لیک کې، د افغانستان د روان بشردوستانه وضعیت د تشرېح ترڅنګ، د بشري حقونو، امنیت، ترهګرۍ، له نشه يي توکو سره د مبارزې او کډوالۍ په اړه خبرې کړې او د هېواد ټولنیز او اقتصادي وضعیت یې هم ارزولی دی.
پرېکړه لیک د افغان کډوالو د کوربتوب له امله، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ستاینې ترڅنګ، له هېوادونو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی چې د افغان پناه غوښتونکو له پراخ حضور سره مخ دي.
نوموړي پرېکړه لیک له طالب چارواکو غواړي چې د افغانستان نړیوالو او دوه اړخیزو ژمنو ته پایبند پاتې شي او د بشري حقونو د رعایتولو او ټولګډونه دولت د جوړېدو پر لاره ګام پورته کړي.
دغه پرېکړه لیک پر ښوونیزو مرکزونو، مذهي او قومي لږکیو او ځایونو ترهګر بریدونه غندلي او په افغانستان کې یې له بشري حقونو پر سرغړونې او ښځو او نجونو پر محرومیت نیوکه کړې ده.
دا پرېکړه لیک د جرمني له خوا عمومي اسمبلې ته وړاندې شو او ۱۱۶ هېوادونو موافقې رایې ورکړې دي.
د ویلو ده چې د روسیې، چین، پاکستان، نیکاراګویه، بروندي، بلاروس، ګینه، اتیوپيا، زیمبابوه او شمالي کوریا دغه پرېکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړې ده.