د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په زابل کې ۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړوي

۸صبح، زابل: د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) د زابل ولایت د لېرو پرتو سیمو اوسېدونکو ته، ۱۰ روغتیایی مرکزونه جوړوی.

د زابل ولايت د عامي روغتيا رياست وايي، چې د دغو مرکز ونو د جوړېدو تړون، د غوايي په ٢٣مه، د شنبې په ورځ په دي ولايت کې د يادي ادارې له مسوولينو سره لاسليک شوی دی.

د زابل ولايت د عامي روغتيا رياست چارواکي وايي چې ډېر ژر به د زابل په دای چوپان، خاک افغان، ارغنداب او شملزو ولسواليو کې، د دغو مرکزونو د جوړولو کار پيل شي.

د هغوی په وینا، د ځینو مرکزونو ودانۍ ترمیم ته اړتیا لري او ځيني نور بيا نوې جوړیږي.

ويل کيږي، هغه سيمې چې دغه روغتیايي مرکزونه پکې جوړېږي، پخوا له روغتیايي خدمتونو بې برخې وې.

د هغو روغتيايي مرکزونو د ظرفيت په اړه چې په پام کې ده، تازه د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق لخوا جوړ شي، معلومات نه دي ورکړل شوی.

زابل د هېواد په سوېل کې یو له هغو ولایتونو چې د بيارغاونې لپاره يې دومره کار نه دی شوی او ډېری سیمې یې په تېرو کلونو کې د تګ راتګ او امنیتي ستونزو له امله، د روغتیايي خدمتونو تر پوښښ لاندې نه دي راغلي.

د زابل په لرو پرتو ولسواليو کې د روغتيايي مرکزونو نشتوالي او د ناروغيو خپرېدو وخت ناوخته، د دې ولايت اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.

ورته لیکنې

Back to top button