په ترکیه او سوریه کې له خونړیو زلزلو نږدې یوه اونۍ وروسته د امریکا جیولوژیکي ادارې هغه ۷ هېوادونه اعلان کړل، چې ترټولو ډېرې زلزلې به تجربه کړي.
د فرانسې خبري اژانس دوشنبه د فبرورۍ پر ۱۳ نېټه د امريکا د جيولوژيکي ادارې له قوله خبر ورکړی چې فالجي، تانګاه، اندونيزيا، جاپان، چين، ايران او ترکيه زلزلهخېز هېوادونه پېژندل شوي دي. په دغو هېوادونو کې د زلزلې د پېښېدو لپاره کوم کره وخت نه دی اټکل شوی.
که څه هم مخکې په افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او هند کې د زلزلې د رامنځته کېدو وړاندوینه شوې وه، خو د امریکا د جیولوژیکي ادارې په راپور کې د دغو هېوادونو یادونه نه ده شوې.
په ترکیه او سوریه کې له خونړیو زلزلو وروسته، چې له امله یې تر ۲۸ زرو ډېر کسان ووژل شول او لسګونه زره نور ټپیان شول، په دغه هېواد کې د ورته طبیعي پېښو څارنه زیاته شوې ده.