امريکا له افغانستانه په وتلو کې زړه نازړه ده

ليکوال: عبدالاحد حسيني، ژباړن: م. ع. پ

د امريکا ځینو اطلاعاتي آژانسونو د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د راتلونکې په اړه د دې هېواد ولسمشر جو بايډن ته خبرداری ورکړی دی. دغو آژانسونو ويلي چې که امريکايي ځواکونه د دولت او طالبانو ترمنځ د واک له وېشلو مخکې افغانستان پرېږدي، نو د افغانستان ډېری سيمې به د دوو يا درېیو کلونو په اوږدو کې د طالبانو تر ولکې لاندې راشي. د ارزونو له مخې طالبان په سيمو باندې خپل کنټرول په چټکۍ سره ډېروي او له بله پلوه په روزنو او پوځي مرستو سربېره د افغانستان پوځ اوس هم په ماتېدونکي حالت کې دی. که څه هم امريکا تر دې دمه په افغانستان کې د خپلو پاتې سرتېرو د برخليک په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو د افغان دولت ځینو پوځي مشرانو او چارواکو ويلي چې که امريکايي سرتېرې آن د روان زېږديز کال تر وروستيو پورې هم له افغانستانه ووځي نو د امريکا ماموريت به ناکام او د وروستيو دوو لسيزو لاسته ‌راوړنو ساتنه به پېچلې کړي. د افغانستان د ملي امنيت شورا ويلي چې په بیړې سره د امريکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې د کورنيو جګړو د رامنځته کېدو احتمال شته دی. خو طالبانو خبرداری ورکړی چې له مې مياشتې وروسته په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د پاتې کېدو په صورت کې به دغه ډله د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې خپله مبارزه له سره پيل کړي. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا دولت د سيمې له هېوادونو سره د خپلو اختلافاتو د حل او د دولت او طالبانو د خبرو د پايلو لپاره د استانبول ناسته ځنډولې ده.
نیویارک ټایمز څو ورځې مخکې يو راپور خپور کړ چې د امريکا حکومت د استخباراتي ادارو لخوا ارزونې په ګوته کوي. دغه راپور چې یوه برخه یې تېر کال د ډونالډ ټرمپ حکومت لپاره چمتو شوې وه د امريکا د حکومت د پټو يا محرمو معلوماتو برخه وه او تراوسه نه و خپور شوی. د نیویارک ټایمز د معلوماتو په اساس، دا ارزونه د افغانستان د راتلونکي په اړه د هغو څرګندو اټکلونو ټولګه ده چې استخباراتي کارپوهانو په تېرو دوو لسیزو کې وړاندې کړې دي. په دغه راپور کې ویل شوي که چېرته بهرني ځواکونه د دولت او طالبانو ترمنځ د واک له وېشلو مخکې له افغانستانه ووځي، نو دغه هېواد به د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته په دوه یا درېیو کلونو کې په لویه کچه د طالبانو په واک کې شي. نیویارک ټایمز زیاتوي، په داسې حال کې چې د امريکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې هوکړې له مخې د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتونکی ؤ، خو جو بایډن په دې هکله بل ډول نظر لري او په خپل وروستي تصميم کې یې ویلي چې، د روان کال د مې په لومړۍ نېټه د امریکايي ځواکونو وتل د تخنیکي دلایلو له امله، ستونزمن دي. هغه ټینګار کړی چې، په راتلونکي کال کې د امریکایي ځواکونو وتل د اټکل وړ دي.
په راپور کې راغلي چې له افغانستانه د امريکاي سرتېرو د وتلو نېټې په نږدې کېدو سره، د جو بایډن د حکومت چارواکي هڅه کوي چې نوموړی او د ملي امنیت نورو لوړ پوړي چارواکي تر اغېز لاندې راولي. د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي، که څه هم دفاع وزیر لويد استین تر دې دمه نه ده جوته کړې چې هغه به له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره کومه کړنلاره مخ ته يوسي، خو د پنټاګون ځینې چارواکي په دې باور دي چې امریکایي سرتېري باید د لاډېرې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، امریکایي چارواکو وړاندوينه کړې چې که بهرني ځواکونه افغانستان پرې‌ نږدي او په لږ شمېر سره دې هېواد کې پاتې شي نو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د افغانستان د ځينو برخو د سقوط مخه ونیسي او له کابل سره به مرسته وکړي چې لوی ښارونه په خپل کنټرول کې وساتي.
خو د امريکا یو شمېر پوځي قوماندانانو او حکومتي چارواکو خبرداری ورکړی که امریکايي ځواکونه آن د روان کال تر پایه هم له افغنستانه ووځي نو د امريکا ماموریت ناکامه کوي او د تېرو دوو لسیزو لاسته ‌راوړنو ساتنه به پېچلې کړي. د دغو چارواکو په وینا، د دې لاسته ‌راوړنو د خوندیتوب یوازینۍ لار په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د يوې برخې پاتې کېدل دی.
دغو چارواکو دلايل وړاندې کړي چې سږکال به د امريکايي ځواکونو وتل د اوسني حکومت د «ړنګېدو»، د بشري او ښځو حقونو د «جدي» سرغړونې او د نړیوالو ترهګرو ډلو د بېرته راستنیدو لامل شي. د جو بایډن دولت یو شمېر نورو چارواکو ویلي چې په بېړې سره وتل به افغانستان ته د امریکايي سرتېرو د بېرته راتګ سبب لامل شي.
د بايډ حکومت چارواکي د هغو ګواښونو په اړه اندېښمن دي چې د طالبانو لخوا افغان مېرمنې ورسره مخامخ دي،مېرمنو ته متوجه دي. دغو چارواکو اټکل کړی چې ښايي په لومړيو کې طالبان د مېرمنو حقونه خوندي کړي خو په هېواد کې د دغې ډلې په واکمنېدو سره به له ښځو څخه ملاتړ پېچلی شي. دا په داسې حال کې ده چې په ملګروملتونو سازمان کې د امريکا د سفیر په وینا، که چیرته افغانستان غواړي د نړیوالې ټولنې مالي او سیاسي ملاتړ له ځان سره ولري، نو په هېواد کې بايد د هرې هوکړې او تړون لاسته راوړنې خوندي وساتي. هغه ويلي دي، په دې کې د شک هېڅ څه نشته.
له بلې خوا، په دغه راپور کې راغلي چې د بایډن ادارې لوړپوړي چارواکي د القاعدې او اسلامي دولت د بيا فعالېدو د وړاندوینو په اړه شک لري؛ ځکه دوی باور لري چې طالبان د اسلامي دولت ډلې (داعش) مخالف دي او د القاعدې ډلې حضور هم پيکه دی. د نیویارک ټایمز د راپور په اساس، سپینې ماڼۍ په دې اړه ځینې ناستې ترسره کړې او نورې غونډې هم کوي. په دې توګه جو بایډن په پام کې لري چې د امريکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن او دفاع له وزیر لویډ استین سره ناستې ترسره کړي. بلینکن له دې مخکې د ناټو غړو هېوادونو په ناسته کې د امريکا له متحدینو سره خبرې کړې وې. استین هم کابل ته د سفر پر مهال، د افغان حکومت نظرونه اخيستي دي.
د راپور له مخې د بایډن اداره هڅه کوي چې له مې مياشتې مخکې په بين‌الافغاني مذاکراتو کې پرمختګ وشي. د یادونې وړ ده چې د افغان حکومت مرکچي پلاوي یوې برخې د وري په اوومه د شنبې په ورځ دوحې ته سفر وکړ. له بلې خوا، ویل شوي چې د بایډن اداره د استانبول ناستې په ترسره کېدو ټينګار کوي او سربېره پردې هڅه کوي چې د طالبانو له لوري د ۹۰ ورځني تاوتريخوالي په کمېدو سره بين‌الافغاني مذاکراتو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې امريکايي چارواکي د پورته ذکر شويو وړاندوینو په اړه شک لري؛ ځکه چې د دوی په وینا، د معلوماتو اټکل ښايي په راتلونکي کې ننګونې وزېږوي. د نړیوالو مرستو دوام دغو له مواردو ګڼل شوی دی، ځکه چې د دوی په باور امريکا د پاتې کېدو په صورت کې په ډېرو پیسو لګولو محکومه ده او د وتلو په صورت کې دا احتمال شته چې کانګریس ډېر ژر د مالي ملاتړ د اندازې د کمېدو اقدام وکړي.
له بله پلوه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه هم بېلابېل نظرونه شته. د واشنګټن له ایالته دیموکرات استازی او په کانګرس کې د وسله‌والو خدماتو د کمیټې رئيس ادم سمیت په یوه انلاين غونډه کې وویل چې، نننی افغانستان د ۱۹۹۰ کال افغانستان په څېر نه دی چې د القاعدې ډله دې کمپ په کې جوړ کړي. د سمېت په باور د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل امریکایانو ته د خطر د ډېرېدو لامل کېږي او په مالي لګښتونو سربېره د امریکا مخالفو ډلو لپاره د قوتونو د جذبولو په پروپاګند کې مرسته کوي.
په ورته وخت کې ویل کیږي چې افغان ملي پولیس او سیمه‌يیز ځواکونه د سیمو د ساتلو توان نه لري او دا دې لامل کېږي چې پرځای يې د پوځ او کمانډو ځواکونه ځای پر ځای شي خو د امريکا له لوري دغه تکتيک ډېر وخت نیسي.
د امريکايي ځواکونو وتل افغانستان له کورنۍ جګړې سره مخ کوي
له بله پلوه، د افغانستان لوړپوړي امنيتي چارواکي وايي چې د امريکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې به افغانستان له یوې بلې کورنۍ جګړې سره مخ شي. د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب د روان کال د وري په اوومه نېټه په يوه خبري کنفرانس کې وويل: «که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او موږ د سولې په لور لاړ نه شو، نو د دې خطر او وېره شته چې افغانستان له يوې کورنۍ جګړې سره مخ شي.» نوموړي ټينګار وکړ چې حکومت او د افغانستان خلک نه غواړي د يوې کورنۍ جګړې په لور لاړ شي.
هغه څرګنده کړه چې امنيتي ځواکونه هڅه کوي، د افغانستان کورنۍ جګړې د رامنځته کېدو د مخنيوي احتمالي نیمګړتیاوې ډکې کړي. هغه وويل، ټول چمتووالی د همدې لپاره دی چې د دغه ډول استخباراتي خبرداريو مخه ډب شي. محب اوسنی فرصت د سولې لپاره ترټولو غوره فرصت په ګوته کړ او د طالبانو له ډلې يې وغوښتل چې له دې فرصته ګټه پورته کړي. د ملي امنيت شورا سلاکار همداراز وويل، که طالبان په دې تمه وي چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته به قدرت ته ورسېږي، نو تېروتنه کوي. هغه وويل، په اوسني وخت کې هېڅوک د طالبانو ډلې په تمه نه دي او هېڅوک دغه ډله نه غواړي.
محب زياته کړه، د طالبانو ډله د سولې په لټه کې نه ده او د طالبانو کوم پلاوي چې دوحې ته یې سفر کړی بشپړ واک نه لري. هغه وويل: «دوی پر اصلي موضوع بحث نه کوي، د افغانانو وژنې ته يې دوام ورکړی، پلونه او د افغانستان بنسټيزې پروژې ويجاړوي. موږ غواړو چې طالبان واقعي مذاکراتو ته چمتو شي څو سولې ته ورسېږو.»
ملي دفاع وزارت هم وايي چې د هرې سناريو لپاره چمتو دي. د مسؤلينو په وينا، که کوم لوري له حکومت سره د امنيت په ټينګښت کې مرسته وکړه ښه به وي او که نه افغان دولت پر کوم چا «پور» نه لري. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د نه وتلو په صورت کې خبرداری ورکړی دی. طالبانو ويلي، که امريکايان د دغې ډلې او امريکا ترمنځ د شوې هوکړې په مادو عمل ونه کړي نو په هغه صورت کې به دوی د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې خپلې وسله ‌والې مبارزې ته دوام ورکړي.
له دغو اندېښنو سره هم‌مهاله امريکا د استانبول ناسته تر نامعلومې نېټې پورې ځنډولې ده. د سرچينو په وينا، په لومړيو کې تمه وه چې د استانبول ناسته د مارچ په ۲۷مه نېټه ترسره شي، خو د سيمې له هېوادونو سره د امريکا اختلافات، د طالبانو له لوري د وړاندې شوې طرحې په اړه نه همغږي او د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري له دې طرحې سره مخالفت د دې لامل شو چې امريکا پر خپل ټاکل شوي مهال وېش له سره غور وکړي. په دې توګه پرېکړه شوې ترڅو چې ټول اړخونه سره همغږۍ او هوکړې ته ونه رسېږي نو د استانبول ناسته به نه ترسره کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د سرچينو په وينا، لږترلږه د جمهوريت حوزې له لورې به درې بېلابېل نظریات د امريکا د طرحې په اړه وړاندې شي.
تمه ده چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ډله، مخکيني ولسمشر حامدکرزي ته نږدې کسان او يو شمېر نور سياستوال خپل وانديزونه وړاندې کړي او د ملي روغې جوړې عالي شورا د دغو طرحو د يوځای کولو او راټولولو مسؤليت په غاړه لري.
ويل کېږي چې د امريکا له لورې د وړاندې شوې طرحې په اړه سلامشورې روانې دي. امريکا له دې مخکې د افغانستان د راتلونکې او د سولې بهیر د ګړنديتوب لپاره د سولې انتقالي دولت طرحه وړاندې کړې ده. که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ له دغې طرحې سره په څرګند ډول مخالفت وکړ، خو له وخته مخکې ټاکنو په اړه يې شين څراغ وښود؛ هغه ټاکنې چې د څارونکو بنسټونو له نظره تخنیکي، د وخت او اعتباري اړخونو ته په کتو سره يې ترسره کېدل ناشوني دي.

ورته لیکنې

Back to top button