امريکا له افغانستانه د خوندي وتلو لپاره سیمې ته جنګي الوتکې رالېږي

د ۸صبح پښتو مجله، زباړه: م. ع. پ

د امريکا دفاع وزارت اعلان کړی چې سيمې ته ډېر شمېر بم غورځوونکې او جنګي الوتکې استوي چې له افغانستانه د دغه هېواد سرتېري په خوندي توګه ووځي.
د امريکا د دفاع وزیر لويډ اسټین او د ګډو ځواکونو لوی درستیز مارک مېلي په یوه خبري ناسته کې دغه څرګندونه کړې ده. د امريکا دغو دوو لوړپوړو پوځي چارواکو همداراز د ترهګرۍ په مخنیوي کې د افغان ځواکونو کړنې هم ستایلې دي.
په دغه ناسته کې مارک ميلي وويل چې د امريکا F-18 دولس جنګي الوتکې سيمې ته استول شوې دي او د B-52 ډوله شپږ بم غورځوونکې الوتکې به د ځواکونو د وتلو عملیاتو لپاره وکارول شي. په همدې توګه په سلهاوو تنه ځانګړي ځواکونه د امريکايي پوځیانو د خوندي وتلو لپاره چمتو شوي دي.
په دغه ناسته کې د امريکا د ګډو ځواکونو مشر څرګنده کړه چې د طالبانو له لوري د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د بريدونو امکان شته او دا اټکل چې ګواکې طالبان به دولت ته سقوط ورکړي، سم نه دی.
ميلي وويل چې د امریکا د دفاع وزارت اوسمهال له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه له افغان امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ د مواردو په ارزولو بوخت دی. په دغو همکاريو کې د افغان امنيتي ځواکونو روزنه او کانګرس ته د افغان پوځ لپاره په اوږدمهاله توګه په کال کې د څلور ميليارده امريکايي ډالرو ورکړې وړانديز شامل دی.
د ميلي په وينا، امريکا په پام کې لري چې د افغان هوايي ځواکونو ملاتړ ته له یوه بل هېواده له لیرې دوام ورکړي.
په دغه ناسته کې د امریکا دفاع وزير هيله وښوده چې افغان دولت به د طالبانو په وړاندې ودرېږي. لويډ استين وويل چې د امريکا له ملاتړ پرته طالبانو ته ماته ورکول د افغانانو لپاره ستونزمنه ده. د امريکا د دفاع وزير وويل چې، هيله من دی افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو په کابو کولو کې مهم رول ولوبوي. هغه زياته کړه: «هغه څه چې نن يې موږ شاهد يو، دا دي چې تمه مو يې لرله؛ يعنې پر افغان ځواکونو د فشار زیاتېدل دي.» لويډ استين په هلمند کې د افغان امنيتي ځواکونو عملياتو ته په اشارې سره وويل چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو غوره فعالیت کړی دی.
له بله پلوه، ناټو هم اعلان کړی چې د ناټو ځواکونو د وتلو بهیر دوام لري، خو دغه وتل د همکاريو پړاو ته د پای د ټکي اېښودلو په معنی نه دي. د ناټو عمومي سرمنشي د اروپايي ټولنې د دفاع وزيرانو په ناسته کې وويل چې ناټو سازمان له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ د دوام لپاره د لارو چارو په سنجولو بوخت دی.

ورته لیکنې

Back to top button