امریکا له کډوالو د ملاتړ په موخه د افغانستان له ګاونډیو سره همکاري کوي
د ۸صبح پښتو مجله

د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې د امریکا سفارت اعلان وکړ چې دغه هېواد نیت لري له افغان کډوالو او بې ځایه شویو د ملاتړ په موخه د افغانستان له ګاونډیو سره همکاري وکړي.
په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست راس ویلسن د غبرګولي په ۳۰مه تېټه د کډوالو د نړۍ والې ورځ په مناسبت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: دغه هېواد له نږدې د افغانستان له ګاونډیو سره له کډوالو، پناه غوښتونکو او بې ځایه شویو د ملاتړ لپاره همکاري کوي.
د امریکا سفارت د سرپرست په وینا په روان کال کې په افغانستان کې ۱۵۰ زره وګړي بې ځایه شوي دي.
همدارنګه راس ویلسن لیکلي چې موږ له پناه غوښتونکو سره یوو او له نږدې د افغانستان له ګاونډیو او نړیوالې ټولنې سره همکاري کوو چې د افغان پناه غوښتونکو، کډوالو او بې ځایه شویو څخه ملاتړ وکړو.
امریکا په افغانستان کې له کورونا سره د مبارﺯې په موخه ۲۶۶ میلیون ډالره مرستې اعلان هم وکړ. د څو لسیزو جګړو له امله افغانستان په نړۍ کې ډېر کډوال لري.