امریکا، طالبان او د یرغمل کولو ډیپلوماسي

واشنګټن پوسټ د ډسمبر په شلمه راپور ورکړ چې طالبانو دوه امریکايي اتباع چې د دغې ډلې له خوا یرغمل شوي وو، خوشې کړي دي. د امریکايي بندیانو خوشې کېدل په داسې وخت کې کېږي چې دغې ډلې د ښځو په لوړو زده کړو بندیز ولګاوه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوی د کورنیو د غوښتنې له امله د یرغمل شویو کسانو د هویت په اړه د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس زیاته کړې، چې د دغو دوو بندیانو خوشې کېدل د ښځو پر زده کړو د بندیز له امله پر طالبانو د نړیوالو د غوسې په کمولو کې هېڅ اغېز نه درلود.
د یرغمل نیولو تاکتیک د بنسټپالو او ترهګرو ډلو ترمنځ یو عام تاکتیک دی. القاعده، داعش، بوکو حرام، جیش محمد او طالبانو له دې ستراتیژۍ ډېره ګټه پورته کړې ده. له ۲۰۰۱ کال وروسته، طالبانو تل کورني او بهرني اتباع او عسکر یرغمل نیولي دي، ترڅو د پیسو او عاید د ترلاسه کولو او د خپلو بندیانو په تبادله کې ورڅخه کار واخلي. په تېرو شلو کلونو کې طالبانو سوداګر، د لویو شرکتونو کارکوونکي او بهرني اتباع د جګړې د تمویل لپاره تښتولي، تر څو د جګړې لپاره کافي پیسې پیدا کړي. خو اوس داسې ښکاري چې طالبانو خپله لاره بدله کړې او له یرغمل شویو کسانو د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو او د خپلو خلکو د تبادلې لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
د دغو دوو امریکايي برمته شویو په خوشي کولو سره طالبان هڅه کوي چې نړۍ ته خپل نیک نیت وښيي او له بلې خوا په دې وتوانیږي چې په نړیوال ډګر کې د خپل ځان مثبت انځور جوړ کړي. له بلې خوا د طالبانو دا اقدام په داسې ورځ وشو چې هغوی د نجونو او ښځو پر لوړو زده کړو هم بندیز ولګاوه. د دغو دوو یرغمل شویو د خلاصون لپاره د طالبانو بله موخه دا ده چې د دغو دوو بندیانو د خلاصون خبر به د نړۍ هېوادونه اړ کړي چې د ښځو د تعلیم مسلې ته لږ پام وکړي. خو د طالبانو دغه چال تر اوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې. لکه څنګه چې نېډ پرېس اشاره کړې، د دغو دوو بندیانو خوشې کېدل د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو د غوسې په کمولو هېڅ اغېز نه لري.
امریکا او د یرغمل نیولو خطرناکه ډیپلوماسي
تر دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو له روسیې سره د بندیانو په تبادله کې د دغه هېواد د باسکټبال مشهورې لوبغاړې برتني ګرینر راخوشې کړه. دا تبادله د متحده عربي اماراتو په یوه پوځي اډه کې وشوه. د مېرمن ګرینر خوشې کېدل د ویکتور بټ (د وسلو پلورونکي) په مقابل کې چې د ۲۵ کلونو په بند محکوم و خوشی شو. د بایډن اداره تر دې دمه د ۱۴ امریکایی برمته شوی اتباعو په خوشې کولو توانېدلی ده. دا شمیره د پام وړ بدلون څرګندونه کوي. د امریکایي چارواکو او خصوصي ارزونو له مخې په وروستیو کلونو کې د هغو امریکایانو شمیر چې د بهرنیو حکومتونو له خوا نیول شوي د تروریستي ډلو یا جنایتکارو ډلو په پرتله زیات دي.
د سپتمبر په میاشت کې، متحده ایالاتو د نیویارک له زندانه حاجي بشر نورزی چې د «افغانستان د مخدره توکو د مافیا تر ټولو مشهوره څېره» بلل کېږي، خوشې کړ ترڅو د متحده ایالاتو سمندري ځواک تجربه لرونکي مارک فریچس خوشې کړي. سږکال په نورو تبادلو کې، متحده ایالاتو د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو دوه نږدي کسان چې د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو خوشې کړل، او همدارنګه د روسیې د کوکاین قاچاق وړونکي هم خوشی کړ.
پخوا د بندیانو تبادله تر ډېره د جاسوسانو له تبادلې سره تړلې وه. آن د سړې جګړې په سختو ورځو کې هم امریکا او شوروي اتحاد د سوداګرۍ له امله یو بل سره معامله کوله. د متحده ایالاتو د قانون پلي کونکو چارواکو له اوږدې مودې راهیسې په متحده ایالاتو کې په جرمونو محکوم یا تورن بهرني اتباعو خوشې کولو سره مخالفت کړی. د آغلې ګرینر د خوشې کولو معاملې نوې اندیښنې راپورته کړې چې ښايي نور امریکایان د دښمن حکومتونو لخوا ونیول شي چې له متحده ایالاتو څخه د څه غوښتنو تمه لري. دغه ستراتیژي په امریکا کې دننه له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې ده. مکسیمیلیان هیس په دغه مقاله کې چې د فارن پالیسي لپاره یې لیکلې د بایډن دا تګلاره یوه تاریخي تېروتنه وګڼله. هغه په دې باور دی چې د بایډن دغې ستراتیژۍ د امریکا نړیوال وقار له منځه وړی دی. د وال سټریټ ژورنال لپاره په یوه مقاله کې، ارونا ویسوانتا او جمیز ایردي ویلي چې متحده ایالاتو په زور سره دا وضعیت منلی دی. دا پدې مانا ده چې متحده ایالات د نورو هیوادونو په پرتله ډیر زیانمن شوي. ایران، شمالي کوریا او وینزویلا هغه هېوادونه دي چې له دغه وضعیت څخه ګټه پورته کوي. طالبانو هم له دې حالت څخه ګټه پورته کړې/ او ګټه پورته کوي. د دې لپاره چې په رسمیت وپېژندل شي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ تر لاسه کړي، او د افغانستان کنګل شویو پیسو ته لاس رسی پیدا کړي، طالبانو د نړیوالې ټولنې په وړاندې د یرغمل نیولو ډیپلوماسۍ لاره غوره کړې ده. د یرغمل نیولو ډیپلوماسۍ معمولا داسې حالت کې کارول کېږي چیرې چې یو بد لوبغاړی خلک یا شتمنۍ یرغمل کوي او د یو څه امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره د دولت په وړاندې د ګټې اخیستنې لپاره کاروي. یرغمل نیول لږترلږه درې اړخونه لري: یو خوا یرغمل شوی، یرغمل کونکی، او یو هم دریم اړخ. په ډیرو مواردو کې، د یرغمل شویو او دریمې ډلې په اړه د حکومت انګیرنه، او همدارنګه د دریو ترمنځ اړیکه، د یرغمل ډیپلوماسۍ ترټولو ټاکونکی عامل دی. یرغمل نیونکي عموما یرغمل شوي کسان په غوره حالت کې د بهرنیانو په توګه ګوري او په بد ترین حالت کې دښمنان په توګه او له همدې امله یې د مصرف وړ بولي. برسېره پردې، یرغمل کونکي پدې باور دي چې د یرغمل کولو په کارولو سره دوی کولی شي دریم اړخ دي ته مجبور کړي چې امتیازات ورکړي.
یرغمل شوی ملت
د دې لپاره چې طالبانو څنګه د افغانستان خلک یرغمل کړي، اړینه ده چې د دوی د رژیم په فلسفه پوه شو. طالبان د «خلکو لپاره د حکومت» مفهوم نه مني. د دوی په اند، د یوه دولت دنده د خدای خدمت کول دي، چې د افغانستان په قضیه کې هغه وګړي چې د خدای له حقیقي لارې څخه ګمراه شوي دي، بیا مسلمان کړي. طالبان د اتباعو په مفهوم باور نه لري. دوی د افغانستان خلک د خپل ځان تابع ګڼي. د حکومت په دې مفکوره کې باید «رعیت» د ملاتړ یا خدمت پر ځای د «ریښتیني اسلام» غیږې ته راوړل شي. د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې وروستیو کې د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په اړه ویلي چې دغه ډله د افغانستان خلکو یوازی (صالح افغانانو) لپاره د خدمت زمینه برابروي. د «صالحو افغانانو» او «نا صالحو افغانانو» تر منځ د دوی توپیر هغه وخت څرګندیږي چې موږ د طالبانو بیانونه، قوانین او کړنې وڅیړو. د بېلګې په توګه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي، چې د تېرو شلو کلونو د ښوونځیو فارغین بې ګټې دي او طالبان یې په رسمیت نه پېژني. د دوی د عدلیې وزیر په ولایتونو کې ټولو ادارو ته امر کړی چې یوازې هغه کسان په دندو وګماري چې د طالبانو تر څنګ جنګېدلي دي. هغه مخکې ویلي وو، هغه کسان چې له مخکیني حکومت سره یې کار کړی کافر او د زغملو وړ نه دي. په تېرو څو ورځو کې طالبانو سخت محدودیتونه لګولي لکه په پوهنتونونو کې د نجونو له زده کړې منع کول او په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو له کار کولو مخنیوی. د دې محدودیتونو لګول د ولس یرغمل کول دي.