۸صبح، کابل: د دوحې د هوکړې له لاسلیک کېدو دوه کاله وروسته، دادی له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو د څرنګوالي د څېړلو په اړه، د جمهوري غوښتونکو د پرېکړې له مخې ټاکل شوې، چې د امریکا کانګرس تر راتلونکو شپږو ورځو په دې تړاو خپله لومړۍ غونډه جوړه کړي.
د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو چارو کمېټې په دې اړه، د لومړۍ استماعې غونډې نېټه، د اګست ۱۷مه اعلان کړی ده.
ټاکل شوې ده، په دې غونډه کې، د۲۱ اتحاد هوایي شرکت اجرایوي رئیس (فرانسیس کیو هوانگ) او د اناناس کاري ځواک بنسټ ایښودونکی (ډیویډ سکاټ مان)، هغه دوه پوځي چارواکي، چې د وتلو په بهیر کې ښکیل ول، کانګرس ته د «بېړنۍ او ناهمغږۍ» وتنې په اړه سپیناوی وړاندې کړي.
له افغانستانه په بېړه د وتلو په تړاو د بایډن د حکومت د تصمیم د څېړلو پرېکړه، له هغې وشوه چې د جمهوري غوښتونکو استازی (کیون مک کارټي) د امریکا د استازو جرګې د رئیس په توګه وټاکل شو.
د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکو غړو تل له افغانستانه د وتلو په اړه، ددغه هېواد د ولسمشر جوبایډن پر پرېکړه نیوکه کړې ده.
د دوحې د هوکړې له لاسلیک کېدو او بیا په تېره، په بېړه له افغانستانه د امریکايي او نورو لوېديځو ځواکونو تر وتلو وروسته، د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، په کابل کې د لوېدیځ په ملاتړ ولاړ حکومت نسکور شو او طالبان بېرته واک ته ورسېدل.