د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې پرېکړه لیک؛ روسیه دې ژر تر ژر اوکراین پرېږدي

د ملګرو ملتونو عمومي سازمان اسمبلۍ له ناستې وروسته، هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې پر بنسټ یې روسیه باید ژر تر ژر د اوکراین خاوره پرېږدي.
د یورونیوز د راپور له مخې، دغه پرېکړه لیک پنجشنبه د فبروري په ۲۳ مه نېټه، د ۱۴۱ مثبتو، ۷ منفي رایو او ۲ ممتنع رایو پر بنسټ تصویب شو.
ایران، هند او چین له هغو هېوادونو دي چې دغه پرېکړه لیک ته یې ممتنع رایه ورکړه.
په دې پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو د سازمان غړو د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي ساتنې په موخه، له دغه هېواده د روسیې له قید او شرط پرته او ژر وتلو غوښتونکي شول.
دغه پرېکړه لیک په داسې حال کې تصویب شوی دی چې پر اوکراین د روسیې له برید نه یوکال کیږي او مسکو ددغه هېواد په بېلابېلو برخو خپل بریدونه ډېر کړي دي.