امریکا ترکیه له ناټو سره د سویډن د يوځای کېدو ملاتړ ته هڅوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ترکیه هڅولې ده، چې د شمالي اتلانتیک د تړون له سازمان (ناټو) سره د سویډن د يو ځای کېدو ملاتړ وکړي.
رویټرز د پنجشنبې په ورځ دجون ۲۲مه، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یوه ویاند متیو میلر له خولې راپور ورکړی دی، چې انتوني بلینکن د ترکیې د بهرنیو چارو له نوي وزیر هاکان فیدان سره په کتنه کې ویلي، چې امریکا انقره هڅوي چې د ناټو له پوځي سازمان سره د سویډن د يو ځای کېدو ملاتړ وکړي.
ترکيې د امنيتي اندېښنو له امله د لوېديځ په پوځي اېتلاف کې د شاملېدو لپاره د سويډن له غوښتنې سره مخالفت کړی، خو د اتحاد غړو هيله څرګنده کړې، چې سويډن به د جولای تر نيمايي پورې د ناټو غړی شي.
د میلر په وینا دا کتنه په لندن کې د اوکراین د وضعیت د ښه کولو په اړه د غونډې په څنډه کې وشوه.
تېره میاشت، بلینکن له ترکيې غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره د ناټو په نظامي تړون کې د سویډن غړیتوب وروستی کړي.
سویډن او فنلند د پوځي نه ژمنتيا د پرېکړې له بدلون وروسته، پر اوکراین د روسیې له يرغل سره هممهاله له ناټو سره د يوځای کېدو غوښتنه وکړه.
فنلنډ د اپریل په میاشت کې له ناټو سره یو ځای شو، خو ترکیه لا هم د سویډن د یوځای کیدو مخه نیسي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي وو، تر هغې چې د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم کې د ترکیې ضد لاریونونو مخه ونه نیول شي، باید په سرمشریزه کې د انقرې د شنه څراغ تمه ونه شي.