د امریکا او طالبانو ترمنځ اړیکې د هرې ورځې په تېریدو سره پیچلې کیږي. دغو اړیکو ۱۸۰ درجې بدلون تجربه کړې. طالبان چې یو وخت یوه ترهګره او د امریکا متحدو ایالتونو دښمنه ډله بلل کېده، اوس د واشنګټن له خوا په غیر رسمي ډول د یوه حکومت کچې ته لوړه کړای شوې ده او د امریکا د متحدې حیثیت یې خپل کړی دی. ځینې دا ډله د متحدو ایالتونو «واګنر» ډله بولي. د جمهوريت په وروستیو کلونو کې د ډونلډ ټرمپ حکومت د «طالبانو د بدلېدو» روایت جوړ کړ او دا خبره یې داسې تبلیغ کړه، چې چې په تېر حکومت کې د طالبانو یو شمېر مخالفو سیاستوالو هم پرې باور وکړ او له دې ډلې سره د اړیکو د ټینګولو په هڅه کې شول. د طالبانو د سپینولو د پروژې اجرایوي مشر د افغانستان د سولې په چارو کې د ډونالډ ټرمپ د ادارې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد و. هغه څوک چې د امریکا په استازیتوب یې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړه لیک لاسلیک کړ. د همدې هوکړې پر بنسټ، له بهرنیو ځواکونو سره د طالبانو «جهاد» پای ته ورسېد او د افغانستان د خلکو پر وړاندې یې دوام وکړ! په هغه وخت کې خلیلزاد داسې خبرې کولې چې د افغانستان په سیاست کې غیر طالب لوري د طالبانو پر بدلېدو باور وکړي او له بلې خوا د طالبانو ضد ځواکونه خپله د مبارزې روحیه له لاسه ورکړي او یا لږ تر لږه د دغې ډلې پر وړاندې د بریالي کېدو باور وبایلي، دې حالت د طالبانو له پوځي بري سره مرسته وکړه.
د افغان حکومت له راپرځېدو وروسته، سره له دې چې طالبانو د ځان هېڅ بدلون نندارې ته نه دی وړاندې کړی او ان په ټولو خلکو او په ځانګړې توګه افغان ښځو باندې یې تر ټولو بدوي بندیزونه لګولي دي، د امریکا متحده ایالتونه چې د بشري حقونو شعار ورکوي، د دې پرځای چې پر طالبانو بندیزونه ولګوي، د دې ډلې تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د ډالرو کڅوړې لېږي او پر دې سربېره یې له طالبانو سره د «تعامل» په نامه غیر رسمي سیاسي اړیکې جوړې کړې دي. د بایډن حکومت ډېر کله داسې خبرې کوي، چې له واقعیته ډېرې لېرې دي، خو په یو ډول د طالبانو لپاره تبلیغات ګڼل کیږي. ان د متحدوایالتونو ولسمشر جو بایډن یو ځل د القاعدې پر وړاندې د طالبانو د مبارزې ستاینه وکړه او ویې ویل: «په یاد مو دي چې د افغانستان په اړه مې څه وویل؟ ما وویل چې هلته به القاعده نه وي. ومې ویل چې هغوی به هلته نه وي، ما وویل چې له طالبانو به مرسته اخلو. اوس څه کیږي؟ څه حال دی؟ خپل مطبوعات ولولئ. ماسم ویلي وو.» دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور له مخې، طالبان په افغانستان کې د القاعدې د زرګونه غړو او د هغوی د کورنیو کوربانه دي او یو شمېر یې د طالبانو په لنډمهالي حکومت کې د سلاکارانو په توګه کار کوي. اوس د بایډن د ادارې او طالبانو ترمنځ اړیکې په واشنګټن کې په یوې ګرمې سیاسي شخړې بدلې شوې دي. د امريکا د متحده ايالتونو د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې پرون په يوه ځانګړې غونډه کې دغه موضوع وڅېړله. له طالبانو سره بایډن د حکومت د اړیکو په اړه د ترینګلتیاوو او لانجو یوه برخه د متحده ایالتونو د 2024 کال ټاکنو ته ورګرځي. جمهوري غوښتونکي د دې مسألې په راپورته کولو سره غواړي پر بایډن فشار راولي او دا مسأله د خپل سیال د کمزوري کولو لپاره وکاروي. د دغو شخړو بله برخه د سیمې له راتلونکي سره تړاو لري. په امریکا کې یو شمېر سیاستوال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د راغونډېدو په تړاو اندېښمن دي. هغوی پوهیږي چې د طالبانو ډلې د افغانستان په خاوره کې لږ تر لږه ۲۰ بهرنیو ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې او ملاتړ یې کوي.
طالبانو عملاً افغانستان د ترهګرو ډلو په یوه نندارتون بدل کړی دی. په دې نندارتون کې القاعده شبکه د امریکا د دښمنې په توګه او ټي ټي پي ډله د پاکستان (د امریکا د سټراتیژیک متحد) د دښمنې په توګه هم حضور لري. د دې ډلو راغونډېدل او له هغوی د طالبانو ملاتړ به په نږدې راتلونکي کې د سیمې امنیتي وضعیت خورا بې ثباته کړي. دا ناکراري اوس د امریکا ستراتیژیک متحد (پاکستان) ته هم غځېدلی او لېرې نه ده، چې منځنۍ اسیا ته هم وغځیږي. په دې صورت کې به په ازبیکستان کې د امریکا پانګونه له خطر سره مخ شي. نو په اوږد مهال کې بې ثباته سیمه د امریکا په ګډون د ټولو په زیان ده. د دغو شخړو یوه برخه د همدغو اندیښنو له امله ده.
بلخوا، دا پیچلې اړیکې تر هرڅه وړاندې پر افغانستان مستقیم اغېز لري. د افغانستان خلک چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د طالبانو له خوا زندان ته لوېدلي، اوس پر دې باور دي چې د دغه زندان د لګښت یوه برخه امریکا طالبانو ته ورکوي. امریکا په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره څه باندې ۱۱ میلیارده ډالره مرسته کړې ده. له هماغه پېله څرګنده وه، چې دا مرستې د طالبانو په لاس مدیریت کیږي او ان د دې ډلې د واکمنۍ د ګټو او پیاوړتیا لپاره کارول کیږي، له همدې امله د طالبانو او امریکا تر منځ د اړیکو په اړه شکونه راپورته شول. د دغو شکونو بل لامل د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړه لیک محرمه او پټه برخه ده، لکه څرنګه چې دا برخه له افغان حکومت سره نه ده شریکه شوې، نو د افغانستان خلک هم پرې نه پوهیږي.
پرون د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي جان سوپکو د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل، چې طالبان له افغانستان سره د امریکا د مرستو لویه برخه د خپلو ګټو لپاره کاروي. په دغو مداخلو کې له اصلي لارې د مرستو منحرفول، د طالبانو په خوښه د مرستو د ترلاسه کوونکو نوملړ جوړېدل، د مرستندویو بنسټونو په پرېکړو کې لاسوهنه او دې ډلې ته د نږدې کسانو د ګومارلو لپاره پر دغو بنسټونو فشار اچول شامل دي. د اکتوبر په ۲۰، سیګار هم راپور ورکړ چې طالبان د افغانستان د پوهنې په برخه کې د امریکا مرستو ته غیر مستقیم لاسرسی لري. د سپټمبر په لومړیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا وویل، چې طالبان په بشري فعالیتونو کې لاسوهنه کوي. په تېرو دوو کلونو کې کورنیو رسنیو هم په پرلپسې ډول په بشري چارو کې د طالبانو د لاسوهنې او د دغې ډلې په ګټه د مرستو د منحرفولو په تړاو رپوټونه خپاره کړي دي. د دغو رپوټونو له خپرېدو سره سره، امریکا له طالبانو سره پر خپلو اړیکو له سره غور نه دی کړی، نه د طالبانو لخوا د بشري حقونو پراخې سرغړونې له طالبانو سره د واشنګټن د « د تعامل» مخه نیولې او نه هم د متحدو ایالتونو په بشري مرستو کې مداخلې او د هغو انحراف او ناوړه ګټې اخیستنې په دې برخه کې کوم خنډ رامنځته کړی.
اوس د ډالرو هغه کڅوړې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان اقتصاد ته تزریق کیږي، د دې ترڅنګ چې د افغانستان د خلکو یوه برخه یې له لوږې او مرګه ژغورلې، د طالبانو د رژیم اقتصاد یې هم پر پښو درېدلی ساتلی دی. د طالبانو د رژیم پایښت د افغانستان خلکو ته زیان رسوي. څومره چې دا ډله دوام پیدا کوي، هومره خلک له لوږې مري، بې روزګاري زغمي او له خپلو لومړنیو او بشري حقونو بې برخې کېږي. دا مرستې چې په لنډ مهال کې د ډېرو وږو ګېډې مړوي، په اوږد مهال کې له دې امله چې د دغې بې وزلۍ او لوږې اصلي عامل (طالبان) په پښو درېدلي ساتي، د لوږې او قحطۍ د پراختیا لامل کیږي . نو له طالبانو سره د امریکا اړیکې لکه څنګه چې یې د طالبانو د بدلون روایت جوړ او خپور کړ او بیا یې د دغې ډلې له سپینولو سره مرسته وکړه، اوس هم د دې ډلې د رژیم له ټينګښت سره مرسته کوي. دا «تعامل» به په افغانستان کې لوږه او بې وزلي اوږده کړي او د بشري حقونو سرغړونې به نورې هم زیاتې کړي.