امریکا د القاعدې او ټيټيپي پر څلورو لوړپوړو غړو بندیز ولګاوه

۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د فعالو ترهګریزو ډلو له ګواښونو د اندېښنې په څرګندولو د القاعدې او د پاکستاني طالبانو تحریک پر څلورو غړو بندیز لګولی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پنجشنبه د لیندۍ پر لسمه په یوه خبرپاڼه کې د دغو کسانو له تحریمولو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «امریکا ژمنه ده، چې افغانستان کې د فعالو ترهګریزو ډلو له دې جملې د هند په وچه کې القاعدې(AQIS) او د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) له خوا ګواښونو سره د مبارزې لپاره له خپلو بشپړو ابزارو ګټه واخلي.»
د القاعدې امیر اسامه محمود، د القاعدې د مشر مرستیال عاطف یحیی غوري، د دې ډلې د ګومارنو مسوول محمد معروف او د پاکستاني طالبانو تحریک مرستیال او په خیبرپښتونخوا کې د ټیټيپي پر پوځي عملیاتو د څارنې مسوول قاري امجد د امریکا د بندیزونو په نوملړ کې راغلي دي.
امریکا د دغو کسانو شتمنۍ بندې کړې او د امریکا وګړي یې له دغو کسانو سره له هر ډول راکړې ورکړې منع کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستانه د امریکا وتل او له هغه وروسته په هېواد کې د ترهګریزو ډلو پراخ حضور له ګڼو نیوکو سره مخ شوي دي.