امریکا طالب چارواکو ته د وېزو پر صادرولو بندیز ولګاوه

۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو یو شمېر اوسنیو او پخوانیو غړو ته د وېزو پر صادرولو نوي بندیزونه اعلان کړل.
سياېناېن راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دا ګام چهارشنبه د سلواغی پر ۱۲ د طالبانو د نوي حکم په غبرګون کې، چې د لوړو زدهکړو په خصوصي موسسو کې د ښځینه زدهکونکو د ګډون د مخنیوي لامل ګرځي، پورته کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، چې د وېزو په ورکولو یې نوي بندیزونه لګولي دي، چې د غیردولتي امنیتي ډلو او سازمانونو غړي هم پکې شامل دي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ځپلو کې یې رول لوبولی دی.
اعلامیه د انتوني بلینکن په حواله وايي: «د طالبانو وروستي فرمانونه چې ښځې پوهنتونونو ته له تللو او له غیردولتي موسسو سره له کار کولو منع کوي، همدارنګه د طالبانو پخوانۍ کړنی چې د نجونو لپاره یې منځني ښوونځي تړلي وو، د افغانستان په ټولنه او اقتصاد کې د دوی د ګډون وړتیا محدود کېدل لا زیات پیاوړي کړي دي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی: «ترڅو چې طالبان د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو او اساسي ازادیو ته درناوی ونهکړي، د نړیوالې ټولنې د درناوي او ملاتړ تمه دې نه کوي.»
د طالبانو د نومونو او د هغوی د شمېر په اړه، چې د وېزو محدودیتونه پرې لګول شوي معلومات نه دي ورکړل شوي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو په دې وروستيو کې خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو موسسو ته په یوه مکتوب کې لیکلي، چې په نوي تعليمي کال کې دې د ښځينه محصلينو له شاملولو ډډه وکړي.