امریکا د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه له طالبانو سره خبرې اترې درولې دي

۸صبح، کابل: وال سټریټ ژورنال دوشنبه د زمري پر ۲۴ راپور ورکړی، چې کابل کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن پرېکړه کړې، چې د افغانستان د کنګل شویو شاوخوا ۷ میلیارده ډالرو هېڅ برخه نه ازادوي.
د دغه راپور له مخې، امریکا په دې برخه کې له طالبانو سره خبرې اترې هم ځنډولې دي.
راپور کې راغلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې کابل کې د القاعدې شبکې د مشر اوسېدل له دغه هېواده د نړیوالې ترهګرۍ د بیا راپورته کېدو په اړه د لوېدیځوالو اندېښنې زیاتې کړې دي.
راپور کې ویل شوي: «طالبان افغانستان کې د اقتصادي ودې پر هیلو ګوزار کوي؛ ځکه پر افغانستان له یو کال واکمنۍ وروسته میلیونونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي.»
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې کابل کې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکايي بې پیلوټې په برید کې ووژل شو.
طالبانو د الظواهري له اوسېدو د بې خبرۍ تر څنګ ویلي، چې امریکا د دوحې هوکړه نقض کړې ده.