۸صبح، کابل: د طالبانو له لوري پر افغان ښځو ورځ تر بلې زیاتېدونکو محدودیتونو له لګول کېدو او د ځینو هېوادونو له لوري ددغو محدودیتونو له بابېزه ګڼلو وروسته، د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې (رینا امیري) وایي، پر دې چارې سترګې پټول خطرناکه راتلونکې لري.
رینا امیري، نن پنجشنبه، د غبرګولي په ۱۸مه، په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د طالبانو لخوا د افغان ښځو پلان شوي ځپل، په نورو هېوادونو کې هم د ښځو حقونه له ګواښ سره مخ کوي.
هغې ویلي دي:«لکه څنګه چې مې ټینګار وکړ، هغه کسان چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیستماتیک ځپل عادي ښیي، یوه خطرناکه مخینه رامنځته کوي.»
څرګنده نه ده، چې ددغې امریکایۍ چارواکې موخه څوک دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو کې طالبانو په فاریاب ولایت کې د هغو موسسو پر فعالیتونو بندیز لګولی، چې په سیمه ییزه کچه د نجونو د زده کړو په برخه کې کار کوي.
د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د تګلارې په اړه له کورنیو او بهرنیو نیوکو سره سره، هیڅ هیواد په افغانستان کې د دې ننګونې د له منځه وړلو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی.