د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د وتلو د بهیر پر مدیریت نیوکه وکړه

۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشت کې د افغانستانه د وتلو د مدیریت په اړه په یوه راپور کې نیوکه کړې او ویلی یې دي، چې کمزوري مدیریت د دغه هېواد د چارواکو د سمو پرېکړو مخنیوی کړی.
دغه راپور چې د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۹مه) خپور شو، د یوه مسوول کس د ټاکلو او له سیاسي مسایلو څخه د بیړنیو پروګرامونو د جلا کولو غوښتنه کوي.
راپور کې ویل شوي:«د واشنګټن لخوا په دوامداره توګه د پالیسۍ او عامه پیغامونو بدلول پدې اړه چې کوم کسان د بیا میشتیدنې لپاره وړ دي او څنګه باید سفارت اړیکې او جریان اداره کړي ګډوډي زیاته کړې او ډیری مهم حقایق په پام کې نه نیول کېږي.»
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، راپور جوړونکو ته په وینا کې د هغوي ستاینه وکړه او ژمنه یي وکړه چې د کار د ښه والي لپاره به د دوی وړاندیزونه تعقیب کړي.
هغه زیاته کړی:«په حقیقت کې، زده کړل شوي درسونو لا دمخه موږ سره په اوکراین، سوډان او نورو ځایونو کې د ښه لارښود ځوابونو کې مرسته کړی.»
دغه راپور چې له ۱۵۰ اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو سره له مرکو څخه چمتو شوی، د ټرمپ د ادارې او بایډن ترمنځ اختلافونه په ډاګه کړي او ویلي یې دي چې بایډن ته له تېرې ادارې څخه افغان همکارانو ته د کډوالۍ د ویزې ځنډول په میراث پاتې دي.
نیوکه کوونکي په دې باور دي چې د جوبایډن اداره په دې کې پاتې راغلې چې د خطر سره مخ افغانانو لپاره د وتلو په اړه واضح او په وخت پریکړې وکړي.
جمهوري غوښتونکو، چې د امریکا په سنا کې تر ټولو زیاتې څوکۍ لري، تل له افغانستان څخه د دغه هېواد د پوځیانو د ایستلو پر بهیر نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ناورین ډکو وتلو په اړه بشپړ راپور چې په کې د دغه هېواد ۱۳ پوځیان او ۱۷۰ ملکي افغانان وژل شوي، هېڅکله هم دغه پارلمان ته نه دی وړاندې شوی.
دا پداسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر تل له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کړې او ټینګار یې کړی چې دا پرېکړه یې له ډیپلوماټیکو او پوځي چارواکو سره له مشورې او د امریکا د ملي ګټو په پام کې نیولو وروسته کړې ده.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې شوي.
د دغه تړون له مخې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروستی وخت د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې لومړۍ نېټه ټاکل شوی وه، خو بایډن د همدې کال په اپریل میاشت کې اعلان وکړ چې امریکايي پوځیان به د اګست تر پایه له افغانستانه ووځي.