د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: طالبانو پر ښځو د بندیزونو په لګولو سره د خپل مشروعیت مخه نيولې ده

۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ښځو له حقونو سرغړونه په نړۍ کې د دې ډلې د مشروعیت پر وړاندې یو خنډ دی.
د امریکا غږ د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پاټل د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په ۳۱ مه، وویل چې د ښځو حقونه د نړۍ له لوري د طالبانو د منلو او مشروعیت یوه مهمه برخه ده.
هغه زیاته کړې ده: «ترهغې چې طالبان خپل نیمايي نفوس ته د نور نيمايي نفوس په څېر حقونه، امتیازات او لاسرسی ورنه کړي، نه یوازې دا چې د افغانستان راتلونکی شاته ساتي، بلکې په پرلپسې ډول د خپلو غوښتنو پر وړاندې درېږي.»
په همدې حال کې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په ۳۱ مه، د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونه دې لغوه کړي، کنه د دې ډلې په رسمیت پېژندل به ناشوني وي.»
بل خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د طالبانو لخوا د ښځو پر وړاندې د ډيرو بندیزونو لګول له ملګرو ملتونو او غیر دولتي سازمانونو نه «د باج اخيستنې» تګلاره بللې ده.
هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ويلي دي:« په تېرو دوو کلونو کې نړیوالې ټولنې د افغانانو او نړیوالې ټولنې ګډې غوښتنې ته د مثبت ځواب په هیله له طالبانو سره په ګډو بحثونو او خبرو اترو کې تعامل کړی دی. خو نه یوازې دا چې دا غوښتنې یې پوره نه کړې، بلکې په بشپړه توګه یې رد کړې.»
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دغې ډلې د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې د ښځو او نجونو پر مخ تړلې دي.
پر دې سربېره، ښځې د پوهنې او روغتیا له برخې پرته، له کوره بهر له کار کولو منعه شوې دي او په عامه ځایونو کې د هغوی پر حضور بنديز لګيدلی دی.